نړۍ

بحرین: د ایران تهدید د داعش تر خطر زیات دی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): د خلیجي هیواد بحرین د بهرنیو چارو وزیر نن یوې غونډي ته په وینا کې وویل چې د عربي هیوادونو لپاره د ایران خطر همدومره دی لکه د داعش.

نوموړي د (حوار المنامه) په نامه امنیتي  کانفرانس ته وینا کول، هغه په ایران تور ولګوی چې بحرین ته د وسلې د قاچاق سربیره داسي کړني تر سره کوي چې هغه د داعش تر تخریبي کړنو کم نه دي.

نوموړي په یمن کې د روان کړکیچ په اړه وویل چې د یمن حوثي ملیشې د هیواد په راتلونکې سیاست کې ونډه لرلای شي، خو په دې شرط چې وسله به غورځوي.

په همدې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مرستیال انټوني بلینکن وویل چې د ایران سره ددوی ایټمي هوکړه لیک په دې مانا نه دی چې دوی به د ایران پر ناوړو کارونو او د تروریستانو پر ملاتړ به سترګي پټوي.

نوموړي وویل چې په سوریه کې د جګړې حل په عسکري توګه ناممکن دی، په سوریه کې د روسیې ښکېلېدل د سوریه کړکیچ نور هم اوږدوي.
نوموړي زیاته کړه چې په سوریه کې د روسیې مداخلت د هغوی څخه د مسلمانانو د نفرت لامل ګرځي.

ایران په لبنان، سوریه، عراق او یمن کې د شیعه ملیشو او ګوندونو سره په نظامي برخي کې مرستي کوي، بحرین تور لګوي چې ایران په دغه هیواد کې هم شیعه مذهبه اوسیدونکو ته وسلې رالیږي، هغوی تنظیموي او د دولت په خلاف یې پاڅون ته تشویقوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x