نظــر

پر غزه اوښکې

gaza-1208-04

غزه خو به پیژنئ ، دبایللي فلسطین په لویدیځه څنډه دخاورې ۳۶۰ مربع کیلو متريزه سیمه چې نږدې دوه میلیونه شړل شوي ، محکوم او کلابند انسانان په کې له تیرو ۶۴ کلونو راهیسې په خورا سختو حالاتو کې ایسار ساتل شوي دي .

ښایي تاسو به باور ونه کړئ خو دا رښتیا ده ، چې غزه دنړۍ دمخ یوه میشت سیمه نه بلکې دانسانانو یو ډلییز زندان دی چې له څلورو خواوو دسیاست او جغرافیې ظالمانه کړۍ پرې راګرځیدلي دي ، غزې ته ځیني خلک دغزې تړانګه وایي ، تړانګه یې ځکه بولي ، چې دادخاورې یوه ۴۱ کیلومتره اوږده ریتاړه ده چې عرض یې په ځینو ځایونو کې ۶ کیلومتره او به ځینو کې ۹ یا لس کیلومتره دی ، ۶۴ کاله وړاندې یهودانو دبرتانویانو په ملاتړ او دملګرو ملتونو ترڅارنه لاندې دفلسطین اصلي مالکان عرب له خپلو ټولو سیمو پسې واخیستل ، ترڅو یې دسمندر دې څنډې ته ایسار کړل ، او همدلته یې پرې له هرې خوا سخته کلابندي راوګرځوله ، اوس دغزې ختیځ او او شمال ته داسرائیلو سرحد او واکمني ده ، لویدیځ ته یې دمدیترانې بحیره ده چې اسرائیلي بیړۍ او اوبتلونه پکې ګزمې کوي ترڅو غزې ته څوک بې اجازې خوراک ونه رسوي ، او جنوب ته یې دمصر خاوره ده چې واکمن یې له غزې سره په چلند کې اسرائیلو ته ورته دي .

له تیرو ۶۴ کلونو راهیسې اسرائیلو له غزې څخه دخپلو مختلفو وسلو دازمویلو لابراتوار جوړکړی دی ، چې په هرو څوکلونو یا میاشتو کې ورباندې عملیات کوي ، ښځې او ماشومان یې په شهادت رسوي او په دې توګه ددرستې اسلامي نړۍ په زړه باندې دستم لمبې تاووي .

څو کاله وړاندې مرحوم پوهاند عبدالشکور رشاد یو شعر لیکلی وو چې په مطلع کې یې راغلي وو ( نیم قرن تیر شو فلسطین لا په اورو کې سوزي ) دمرحوم رشاد اشاره ظاهرا دې ته وه چې دفلسطین غمیزه خورا اوږده شوه ، او نور باید دبشریت دعوه داران له دې وضعیت څخه وشرمیږي اود محکومو فلسطینیانو دارامۍ او برخلیک معلومولو لپاره لاس په کار شي ، خو ښاغلی رشاد به خبر نه وو چې دفلسطین او غزې په مظلومانو به دا روان ظلم څو لسیزې نور هم دوام کوي ، او بالاخره به خبره دې ته رسیږي چې ملګري ملتونو رسما اعلان کړي چې تر راتلونکو څوکلونو پورې به دخدای تعالی دځمکې دابرخه اود محکومو فلسطینیانو یوازینی پناځای د ژوند وړ نه وي .

د ژوند له نعمت څخه دغزې محرومیدو ته یوازې څوکلونو پاته دي ، خو نړیوال سیاسي فرعونیان او یهودي پرګټیان یې دا حوصله هم نلري چې دطبعي مرګ او محوې تر نیټې پورې دغزې اوسیدونکي لږ دارام ساه اخیستلو ته پریږدي ، دوی غواړي دغزې مسلمانان په خپل لاس ووژني ، نو ځکه یې یو ځل بیا په غزه باندې له ځمکې ، هوا او سمندر څخه مرګوني بریدونه پیل کړي دي .

الجزیره وایي ، تراوسه ۱۴۵ فلسطینیان شهیدان شوي ، ۱۱۰۰ ټپیان دي ، ۳۶ جوماتونه داسرائیلي بمبار هدف ګرځیدلي چې دوه یې له بیخي نړیدلي ، اوبه ، برق ، خوراکي مواد او دواګانې نشته ، هغه رسنۍ چې دغزې دشهیدانو سلګۍ او دزخمیانو چیغې یې نړیوالو ته رسولې ، دری ورځې وړاندې یې مرکز بمبار شو ، نوځکه اوس دقیقا معلومه نه ده چې په غزه کې غمیزه په کوم پړاو کې ده ، اسمان لرې ځمکې سخته ، یو خوا اشدالناس عداوتا ( یهود کافر ) دي بلخوا سمندر دی ، چې یهودي جنګي بیړۍ په کې ګزمې وهي ، یونیم میلیون فلسطینیان بمبار ته تړلي ، او شپه ورځ ورباندې ایف شپاړس اسرائیلي الوتکو غومبر جوړ کړی دی ، غزه دیهودي عدوان ، غربي منافقت او عربي بیوسۍ ترمنځ دل کیږي ، څو ورځې دا ستم روان دی ، او موږ یې په سرو سترګو ننداره کوو ، نن رسنیو وویل چې زرګونو فلسطیني کورنیو دبمبار له ویرې خپل کورونه پرې ایښي ، او په تعلیمي ادارو ، ښوونځیو او نورو تاسیساتو کې یې پنا اخیستې .

یوې فلسطینۍ میرمنې چې تور پړونۍ یې اغوستۍ وو او دخپلو ماشومانو دژوند په خاطر یې کور پرې ایښی وو دالجزیرې خبریال ته به چیغو چیغو وژړل ، هغې ویل چې بمبار راباندې روان دی ، چیرې لاړ شو ، خپلې اصلي سیمې خو مو یهودو ته ورپریښوې مګر اوس مې دلته هم نه پریږدي ، که ددې فلسطینۍ تورسرې چیغې هر دزړه څښتن اوریدلی وای نو ضرور به یې ورته ژړل ، خو نه ، نن دغزې دفلسطینیانو کوکې څوک نه اوري ، ځکه نن په دې اخیره زمانه کې په ډیرو لږو خلکو کې دانساني خواخوږۍ حواس پاته دي ، نن خو خلک یوازې په ډالرو پسې ګرځي ، چې امریکا ډالر ورکوي نو اسلام او کفر یهود او فلسطنیان نه پیژني ، بلکې یوازې دامریکا دوست ته دوست او دښمن ته دښمن وایي ، چې له همدې امله خو بیا زموږ دننګرهار د خوږیانو دکوزبیار شاعر هم ددې په ځای چې کومه بله خبر ه وکړي ماته په شعر کې یوازې دا وایي چې

زموږ په غرو کې فلسطین مه ګټۍ !!!

والی الله المشتکی وبه نستعین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x