افغانستان

اشرف غني په المان کې د مهاجرینو په اړه خپل د وزیر خبرې د هغه شخصي نظر بللی

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر اشرف غني د المان د بهرنیو چارو وزیر سره په تلیفوني اړیکه کې ویلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر «سید حسین عالمي بلخي» هغه وینا چې د مهاجرینو د بیا راستنېدو په اړه یې کړې، د هغه شخصي نظر دی او د افغانستان د حکومت موقف نه دی.

د تفصیلاتو سره سم د المان حکومت پریکړه کړې چې په زرګونو هغه افغانان بیرته خپل هیواد ته ولیږي چې په دې وروستیو کې د ښه اقتصادي وضعیت په خاطر المان ته مهاجر شوي دي.

د المان حکومت د دغې پریکړي په غبرګون کې د مهاجرینو چارو وزیر «سید حسین عالمي بلخي» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې المان دې خپله دغه پریکړه بیرته واخلي، ځکه چې، په خبره یې، په افغانستان کې امنیتي او اقتصادي وضعیت دواړه ښه نه دي. نوموړي پر المان حکومت ټینګار کړی و چې افغان مهاجرین دي افغانستان ته نه را لیږي.

خو د المان ږغ راډیو د راپور پر اساس د دغه هیواد بهرنیو چارو وزیر «شتاین مایر» په دې اړه د ولسمشر اشرف غني سره اړیکه نیولې، نوموړي ورته ویلي چې المان کولای شي ورمهاجر شوي افغانان بیرته خپل هیواد ته را وشړي.

ولسمشر اشرف غني د ګډوالو او بیا را ستنېدونکو چارو وزیر څرګندونې د هغه شخصي نظر بللی دی، او د المان بهرنیو چارو وزیر ته یې ډاډ ورکړی چې افغانستان په دې برخه کې پر خپلو نړیوالو مسؤلیتونو خبر دی.

بل اړخ ته د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «سوزان چیبلي» رسنیو ته په یوه خبري کانفرانس کې ویلي چې په جرمني کې د کابل سفارت څخه هم دوی داسي معلومات تر لاسه کړي چې د «سید حسین عالمي بلخي» خبري د هغه شخصي نظر څرګندوي، نه د افغانستان د حکومت دریځ.

په ورته وخت کې دالمان دکورنیو چارو وزارت سرچینو هم رسنیو ته ویلي چې افغان حکومت او اروپايي ټولنې یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې د کډوالو د اخراجولو پر موضوع باندې بحث کیږي، ځکه دې دغه موضوع نور له المان سره نه څیړل کیږي بلکې په دې اړه دې اروپایي اتحادیې ته رجوع وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ولی خان حقیار

سلام أو درنی هیلی زه په هیس ده یو افغان خپل نظر وایم زه په خپله مسافر یم په کاچاق لارو راغلی یم ایران ته خو په دی لارو ما دومره مشکلاتونه ولید چی ده اندازی نه هم سیوا خو زه هغه کسانو ته دا وینا وڑاندی کوم چی ده کاچاق په لاروفامیلی زی جارج ملکونو ته په دی لارو ده فامیلی کسانو سره #### تجاوز کیژی خو ده دوی ده لاسه سه نه کیژی دا ده ایران تر خاوری پوری خارج خو پریژده بیا هم دوی په دی سر بیره زی خارج ته ترأوسه په أفغانستان کی ده لوژی… نور لوستل »

محمدربی آماج

سلام او نیکی پیرزوینی! د کډوالو د چارو د وزارت څرګندونی د خدای لپاره ندی هلته اروپا ته په راغلو کډوالو کی غوښنه برخه هزاره افغانان دی، نو دافغانستان د سیاسی اداری چاپیریال په نظر کی نیولو سره چی د ننه په ملک دحکومتی بیروکراسۍ ټولی کړنی په سمتی ،مذهبی ، ژبنی او قومی – تنظیمی اړیکو باندی ولاړی دی د سید حسین عالمی بلخی څرګندونی هم دخپلو هزاره قومیانو پخاطر دی ، نه د ځمکنیو واقعیتونو په بنسټ! که چا ته یاد وی کلونه وړاندی سیما ثمر (دافغانستان د بشر د حقونو رییسه ) کله چی د سویډن هیواد… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x