د مولانا شیر علي شاه جنازه خاورو ته وسپارل شوه – انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): د نامتو عالم شیخ القرآن والحدیث دکتور شیر علي شاه رحمه الله جنازه نن د شنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شوه. د هغه د جنازې لمونځ د نوموړي د زوی «مولانا امجد علي» په امامت ترسره شو.

مولانا شیر علي شاه رحمه الله د تېرې جمعې په ورځ د مازدیګر لمانځه وروسته د شاوخوا ۸۵ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
مولانا شیر علي شاه رحمه الله د اکوړه خټک له دار العلوم حقانیې څخه په ۱۹۵۵م کال فارغ او بیا په همدې مدرسه کې د مدرس په توګه پاتې شو.

په ۱۹۷۳م کال د مدینې منورې نړیوال اسلامي پوهنتون ته لاړ او په ۱۹۸۵م کال یې له نوموړي پوهنتون څخه په شرعیاتو کې دکتورا ترلاسه کړه.

مولانا شیر علي شاه رحمه الله په ۱۹۹۶م کال یو ځال بیا په دار العلوم حقانیه کې په تدریس بوخت شو او د ژوند تر پایه یې په نوموړې مدرسه کې تفسیر او احادیثو تدریس کاوه او په دې لار کې يې په زرګونو شاګردان ټولنې ته وړاندې کړي دي. همدا راز یې د کراچۍ او میرانشاه په دیني مدارسو کې هم تدریس کړی.

هغه د خپل عصر له مشهورو علماوو څخه زده کړې کړي، چې د دار العلوم حقانیې موسس مولانا عبدالحق او د راولپنډۍ مشهور مفسر شیخ غلام الله خان، مولانا احمد علي لاهوري او مولانا عبد الله درخواستي یې له مشهورو استاذانو څخه دي.

د مولانا شیر علي شاه رحمه الله په جنازه کې د پاکستان او سیمې له هیوادونو څخه لسګونو زرو کسانو ګډون کړی و.

نن ټکی اسیا د نوموړي د جنازې انځورونه ترلاسه کړي او تاسو ته یې وړاندې کوي.

sher ali shah janaza (1) sher ali shah janaza (2) sher ali shah janaza (3) sher ali shah janaza (4) sher ali shah janaza (5) sher ali shah janaza (7) sher ali shah janaza (8) sher ali shah janaza (10) sher ali shah janaza (12) sher ali shah janaza (13) sher ali shah janaza (14) sher ali shah janaza (15) sher ali shah janaza (16) sher ali shah janaza (17) sher ali shah janaza (18)

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اکبر خان
میلمه
اکبر خان

إنا لله و إنا إليه راحعون!

رحمه الله تعالى رحمة واسعة و جزاه الله عن الإسلام و المسلمين خير الجزاء