نړۍ

د اسرائیل او حماس تر منځ د اوربند اعلان وشو

نن ټکی آسیا: د مصر وزیر خارجه محمد کامل عمرو د امریکا دوزیري خارجه سره په یوه ګډه خبري غونډه کي اعلان وکړ چي د اسرائیلو او حماس تر منځ د اوربند پر سر اتفاق وشو، او دا اوربند به د مقامي وخت په ۹ بجو ماخستن د پرون ورځي څخه عملي کیږي، او وروسته به کتل کیږي چي څوک ددې اوربند مخالفت کوي، او یا تیری کوی.

باید وویل شي چي په تیرو اتو ورځو کې د اسرائیل په وحشیانه بمبار کي ۱۶۰ فلسطینان شهیدان شول، او تر ۱۲۰۰ زیات ټپيان شول، او په همدې توګه تر لس زره پوري نور وګړي له خپله کوره نورو سیمو ته په هجرت اړل شول.

اسرائیل په خپل بمبار کي دولتي او غیر دولتي ودانۍ او اهداف په نښه کړه، لکه د حماس مرکزي دفتر، د ژورنالیستانو هستوګن ځای، مقامي بانک، د لوبو میدان، بی هدفه د ملکي خلګو کورونه او داسي نور عام اهداف.

دسيمي سیاسي او استراتیژی ماهرین وايي چي د اتو ورځو په دې خونړي بمبار کي که څه هم زیات شمېر فلسطینیان شهیدان شول، خو په سیاسي او استراتیژي توګه یې ټوله ګټه په غزه کي حاکمي ډلي حماس ته ورسیده.
د هغوی په وینا حماس ثابته کړه چي دوی هم په عسکري توګه او هم په سیاسي توګه ډیر قوي دي، او په اسرائیل او نړی یی دا خبره ومنله.

د حماس ډلي او نورو جهادي ډلو مجاهدین وتوانېدل چي په خپلو محلي جوړوشویو میزایلونو د اسرائیل پلازمینه تل ابیب او نور مهم ښارونه وولي، او او هم په هوا کي د اسرائیل پر مختللي الوتکي لکه ایف ۱۶ جیټ جنګي الوتکه او نوري په خپلو محلي جوړو شویو میزایلونو تهدید کړي.

دیادوني ده چي د فلسطینیانو په میزایلونو هم د اسرائیل په لسګونو یهودان مړه او ټپیان شول، او هم د میزایلونو له ویري د اسرائیل زیات شمېر اقتصادي چاري په ټپه ودرېدې، او په دې توګه په ملیاردو تاوان ورته ورسید.

له بلي خوا په مصر کي د انقلاب او د اخوان المسلمین د ډلي حکم ته رسیدلو هم حماس ته ډیره ګټه کړې، له کومي ورځي چي پر غزه باندي د اسرائیل له خوا بمبار شروع شو، د هغې ورځي څخه د مصر نوی ولس مشر مرسي په حرکت راغلی، او ټول عربي هیوادونه یې له ځانه سره ملګري کړه، او په نړیواله ټولنه یې غږ وکړ چي مصر او عربي هیوادونه د اسرائیل له خوا په غزه باندي بمبار نه شي زغملی، چي په دې توګه د مصر د همدې هلو ځلو له کبله اسرائیل دې ته مجبور شو چي د خپلو اهدافو چي په سر کي د غزي تړانګي بیا تر ولکي لاندي کول وه، څخه تیر شي، او اوربند ومنی.

خپله د اسرائیل په حکومت کي د لوړي رتبې چارواکي مني چي پر غزه باندي ددوی له خوا برید ډیر تاواني تمام شو، او د اسرائیل په اکثرو ښارونو کي یهودان په وړو وړو مجموعاتو کي سړک ته راوتلي او د اوربند غندنه یې کړې، او ویلي چي په نیمه لاره مو اوربند اعلانوه نو له سره مو شروع د څه لپاره کول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x