ادبي لیکني

ځوان فلسفي شاعر سميع الله مجاهدمو راغږولى:

ډاروين نه يم ،چې وجود نه دې منکر شم
ستا بلال يمه ، سجده مې زړه کې اوسي.
مجاهد.
 
ناوک: مجاهد صيب!که د خاکجبار پرځاى په اومنه کې پيداى شوى واى څه احساس به موکاوه؟

مجاهد: بيا به هم ددې خاورې يو خدمتګار وګړى وم.

ناوک: شاعري د ځان د اروايي تسکين له پاره کوئ،اوکه يې دټولنې خدمت ګڼئ؟

مجاهد: زه له شاعرۍ دا دواړه تمې لرم او کوم.

ناوک: د ټولنې خدمت به مو په نثر لاښه نه وو، کړى؟

مجاهد: زه نثر هم ليکم، خو تر ډېره بريده په شاعرۍ کې ښه يم.

ناوک:
تاخپله هست کړم تانابود کړمه په خپله زړه کې
چې ښايسته يې مانا دا چې زروره شولې.

ستاسې شاعري ښايسته تفسيرته اړتيالري،ايادغسې خبرې به  مو له ادبي ذوقه لري چاته خدمت وي؟

مجاهد: دلته خبره د ادبي ذوق او د تفسير وشوه، په دې به ادبي تنده هم ماتوو او د ټولنې له پاره به ترې د چوپړ تمه هم کوو، خو يو نيم شعر داسې هم راځي چې بايد تفسير شي،او د اديبانو له پاره به د ددې تفسير څه ګرانه نه وي او هغوي هم د ټولنې  وګړي دي.

ناوک: په چاپسې روان ياست،ولې؟

مجاهد: د هر نوي شاعر له پاره د يو چا لمن نيول ضروري وي، خو زه  د هر ښه شاعر پيرو يم او د هغه له شاعرۍ  د يو څه زده کړې تمه لرم.

ناوک: (ښه)ته تاسې کوم معيار لرئ؟

مجاهد: ښه شعر او شاعر  هغه دي کوم چې زما د ټولنې دردمن او انځورګر وي، او دې ټولنې ته يو څه ورکړي او د اروا د تسکين سبب وګرځي.

ناوک: ټولنه طبقې لري،ليکوال اوشاعران هم بېلابېل فکرونه لري،هريو خپله نېولې لاره سمه بولي،اياپه اوس وخت کې دحقايقو درک اسانه دى؟

مجاهد: هو د حقايقو درک اسانه، خو بيانول يې سخت دي، دلته ډېر خلک شته دي چې د حقايقودرک کولاى شي، ليکي يې او ورته ګروهمن دي. دا شاعران او ليکوالان دي چې تر او سه يې خپله فکري سلامتيا او بغاوت ساتلى دى.  خو زما په اند هغه څوک چې حقايق وايي او ليکي، د فسق او بد اخلاقۍ مخه نيسي، د ‌ظالم او عادل فرق کوي د هغوى لاره درسته ده.

ناوک: تاسې واياست:

دا ستا يادونو دومره ځان سره اموخت ورکړى
چې اوس بې ځانه ګرځي،هروختي له ځانه درومي

که ځان ته ځان ووايو،نوله ځانه تلاى شو؟

مجاهد: دلته خبره داده چې ځان نه تلل د روح خبره ده او روح له ځانه هم تلاى شې او د ګرځېدو توان هم لري، که ووايو چې زړه مې بايللاى، دلته به مو هدف د هغه د بايللو نه وي له چا سره به مو د اروا تړون راغلى وي او داسې مثال د خان هم دى.

ناوک: انساني ډانچې ټولې له يوبل سره پرماده تړلې ،او په اروايي نړۍ کې ټولې ارواګانې له يو بل سره _د اراوتوب_په تارتړلې ،نواياموږټولو په يوبل زړونه بايللي، ځکه دغه تړاو خوټول لرو،اوهمدغه تړاو مو ديو بل د درک وسيله ده؟

مجاهد: انسان که د اروا د ځينو لارو په وسيله نه سره بيليدى نو هر يو به يو په بل زړونه تړلي وو. او اروا به مو يو له بله سره خوشحاله واى. که مادي نړۍ ده او که دارواوو نړۍ ده په دواړو کې آر کار د اروا په غاړه دى، چې يو بل سره تړي او ډانچه يې صرف د شته کېدو وسيله ده او که اروا ښکارېدى نو د ډانچې به بيا په دې نړۍ څه اړتيا نه وه، او د ارواوو معرفت سره بس وو.

ناوک: مګرمجاهدصيب!هغه ارواګانې چې ډانچې نه دي وراغوستل شوې،ياهم له ډانچو وتلې دي،اياپه (شتون)کې يې شک دى؟

مجاهد: ما درته د ددې نړۍ خبره وکړه، چې دلته د هغوى شتون شته خو د شته کېدو کومې ذمه وارۍ چې لري هغه يې له لاسه ورکړې او هغه اوس د ابدي نړۍ د شتون نمايندګي کوي او د دې نړۍ سره يې اړيکه شتون نه لري.

ناوک: شاعرۍ مو وسيله ده که هدف؟

مجاهد: شاعرۍ زما وسيله ده چې د ټولنې دچوپړ له پاره ترې کار واخلم ، او هدف مې دى ځکه چې ټولنې ته يې د خدمت په پار وړاندې کوم.

ناوک: چوپړ او خدمت وخت غواړي،خو وخت يعني څه؟

مجاهد: وخت د ژوند د دوران څخه يو څه د ابديت په لور تګ .

ناوک: مګر ژوند په خپله دوخت په غېږه کې دى،وخت له ژونده مصرفېږي،که ژوند له وخته؟

مجاهد: دواړه سره روان دي که له يوه کمېږي له بله هم کمېږي.‌ژوند د وخت او وخت د ژوند په غېږه کې دى.

ناوک: که شاعرنه واى څوک به وي؟

مجاهد: که شاعر نه واى نو يو ښه ډاکټر به وم.

ناوک: پر دې خوبه خپه نه ياست،چې  شاعري مود ډاکټري مخه نيولې ؟

مجاهد: شاعرۍ زما د ډاکټرۍ مخه نه ده نيولي ، او شايد زما د اروا د سکون لامل به شعر او ليکوالي وه نه ډاکتري.

ناوک: په روان ادبي بهير کې له چاډېر خوشاله ياست؟

مجاهد: په روان ادبي بهير کې د ادب ډېر پلويان او خدمتګاران شته چې ټول يې د ستايلو او لمانځنې وړ دي. خو تر ټولو ډېر له هغه چا راضي يم،  چې  د دې خاورې سوچه او له زړه خدمت وکړي او په مادياتو معنويات ونه پلوري.

ناوک: کورمو ودان ،په کوټه موبرکت.

مجاهد: له حوصلې او وخت مو مننه

مرکچي:دادمحمدناوک
١٣٩١٨٢


د سميع الله مجاهد دوه ښايسته شعرونه:

څومره ښه وخت وو،هر سړى به لکه غر ښکارېده
منزل موجود وو،هم په لاره کې سفرښکارېده
ډېر زيات ټوک_ټوک و،سوځېدلې پروت وو
تنه يي نه ښکارېده،اونه يې چېرته سرښکارېده
چې له جوماته څنګه ووت،چاپرې بم وچوه
ښايسته طالب وو،نه پوليس نه دهشتګر ښکارېده
ساده!ياري ده ډېره ګرانه،ته به هم وتښتې
پرون يو بل لاړو،له تانه زورورښکارېده
زموږه غرونه هم غازيان دي،چاته سرنه کېږدي
اوس ترې يوڅو پاتې دي ،مخکې لوى لښکرښکارېده
هسې دې خلکوپه پوکيوترې اصليت اخېستى
تشه ايره وه ،مړه هسې سور شرر ښکارېده!
ته خپه ولې يې،خپه نه دى دا ستا مجاهد؟
خبره حل ده،هسې مونږه ته ټکرښکارېده.
×××

بيا دې امکان ته رسولی له امکانه درومي
همدا دې وخت دی يو څه وکړه وخت جانانه درومي
چې ستا په شونډو تبسم وي زه هم يمه مسکی
چې ستا له شونډو قدم واخلي نو له ما هم درومي
زړه خو مې وايې چې فانسي يې کړم په دار يې کړمه
هره خبره چې بې وخته له زبانه درومي
داستا يادونو دومره ځان سره اموخت ورکړی
چې اوس بې ځانه ګرځي هر وختې له ځانه درومي
هر څه به لاړ شي مجاهد به وي یواځې پاتې
دا ستا يادونه غرڅني به هم له مانه درومي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x