شعـــــرونه

ښار ته ګورم

سید احسان الهام –

زه چي كله  ښا ايسته رخسار ته ګورم
صحرايي غوندي حيران يم ښارته ګورم

ګورئ بيابه نازولى ګيلمن وي
دروازه كي ورته ناست يم لارته ګورم

چي شمال يې پلو پورته كړي له مخه
دومره نر نه يم چي زه به يارته ګورم

حق الله دى لاس مي پريږدئ ملايانو
منصور نه يم له نږدې ودارته ګورم

دا چي زه د چا ګزار يم درد ولى
پرې ګزاركولى نه شم ښكار ته ګورم

بس ناپام يې پر سر ور وختمه
پړك اخيستى وارخطا مړه مارته ګورم

بيابه وايې چي نظر دي كړم الهام
غوټۍ ګوره زه لومړۍ وخار ته ګورم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فريد خان

زما خوږه شاعر ملګري چي هر وخت يې دلته شعرونه نشر كيږي فكر كوم نوم يې سيداحسان الله الهام دى
او تاسو د ښارته ګورم ترعنوان لاندي شعر ته (سيداحسان الهام) ليكلى اوس حيران يم چي دا كوم يو دى
آيا دا خو به كوم بل شاعر نه وي ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x