نړۍ

د پاکستان طالبان هند ته ګواښ کړی، او د اجمل قصاب جسد یې غوښتی

نن ټکی آسیا: د پاکستان طالبانو تهدید ورکړی چي د اجمل قصاب د اعدام وروسته به د هند پر ضد په انتقامي عملیات لاس پوري کوي.

د یادوني ده چي تیره ورځ هند اعلان وکړ چي په کال 2008 کي د بمبئي په بریدنونو کي نیول شوی کس اجمل قصاب هغوی په پټه توګه اعدام کړ.

د بمبئي په بریدونو کي نیژدې 166 تنه وژل شوي وه، او له هغه وروسته د پاکستان او هندوستان تر منځ اړیکي تر اوسه هم نارمل حالت ته نه دي را ګرځېدلې، ځکه چي هندوستان تور لګوي چي ددې بریدونو تر شا په پاکستان کي میشت جهادي شخصیتونه او تنظیمونه دي.

له بلي خوا که څه هم هند اعلان وکړ چي اجمل قصاب یې اعدام کړی دی، خو ځیني خبري چینلو او جرایدو دا سوال را پورته کړی چي په اصل کي اجمل قصاب اعدام شوی نه دی، بلکي هغه د ناروغی له کبله مړ شوی دی.

هغوی دعوا کوي چي د رواني میاشتي نومبر په څلورمه نیټه ټایمز آف انډیا، هندوستان ټایمز، فرسټ پوسټ او ډیلي باسکر خبر ورکړی وو، چي اجمل قصاب د ډینګي په تبه اخته شوی دی، او د تبي له کبله یې صحت ډیر خراب دی.
هغوی په خپل دلیل کي وایی چي حکومت دا چټکه او ناڅاپه د اعدام فیصله هم دې کبله کړې چي اجمل قصاب مړ شو، او بیا دوی خپل د رسوايي له کبله د اعدام خبر خپور کړ، او هغه یې هلته په بندي خانه کي ښخ کړ.

ځینی خلګ وايي چي که اجمل قصاب رشتیا هم اعدام شوی وي، نو بیا د قانون له مخي باید د هغه جسد د هغه کورنۍ ته سپارل شوی وايي، او دا چي حکومت د اعدام وروسته هغه دستي ښخ کړی، نور هم دا سوالونه تقویه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x