له محمد رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره مینه – نهمه (۹) برخه

م. حمدالله (دانشمند) –

په تېره برخه کې مو و لوستل چې له نبي علیه السلام سره د انسانانو ترڅنګ حیواناتو هم محبت لاره، د عدل او انصاف په رښتینې صفت یې پېژانده؛

ځکه ډېرو حیواناتو، ځناورو خپله ور پېښه ماجری(لانجه) و همده علیه السلام مبارک ته وروړه، او ورځخه به یې د لانجمنې قضیې د حل و فصل په لارو چارو کې مرسته غوښته. مبارک علیه السلام به یې غوښتنه په غور اورېده، سمدستي به یې درنګینې عاطفې له مخې د هغې حل لټاوه. لوړ د رسالت او پیغمبري منصب یې د دې مانع نه شول چې د یو حیوان په غوښتنه خپل اړین سفر ځنډوي؛ یایې له امله یوه بله مهمه کړنه وروسته کوي. ډېر ځله یې د یو حیوان د مظلومیت او په هغه د ظلم له امله د هغه مالک محکوم کړی، تهدید کړی او ورته یې له هغه سره د حسن سلوک(ښې معاملې) توصیه کړې.

“عبد الله بن جعفر”(رضی الله عنه) روایت کوي، وایي: زه رسول الله(صلی الله علیه و سلم) په سوارلۍ په ځان پسې سوور کړم، هغه مبارک راته یو حدیث بیان کړ چې چاته به یې(د څه مصلحت له امله) بیان نه کړم، هغه علیه السلام ته د انساني حاجت پر مهال له یو هدف یا خورما نه ځان ګوښه کول زیات غوره وو، داځل هم(د خپل مبارک عادت له مخې) د “انصارو” د یو باغ و دېواله ته تشریف یووړ، ناڅاپه یې پکې یو “ناضح” اوبه کښونکی اوښ ولید، د اوښ چې کله پر نبي علیه السلام سترګې و لګېدې، ویې ژړل، له سترګو یې اوښکې بهېږې!. نبې علیه السلام ور ښکته شو، د هغه پر سر به یې بیا تر کومي د مهرباني لاس را کاږل، هغه ارام شو. نبي علیه السلام و فرمایل: (د دې اوښ مالک څوک دی؟ د چا دی دا اوښ؟). یو ځوان د انصارو نه وو راغلی، ویلې: زما دی، اې د الله(جل جلا له) رسوله! هغه مبارک ورته وویل: (ولي له الله نه نه وېرېږې! د دې ځناور په هکله، الله پاک یې ته مالک کړی یې، هغه ماته شکایت کوي، ګواکې له ستړیا سره-سره یې وږی هم ساتې. عن عبد الله بن جعفر قال : (أردفني رسول الله صلى الله عليه وسلم خلفه ذات يوم فأسر إلي حديثا لا أحدث به أحدا من الناس وكان أحب ما استتر به رسول الله صلى الله عليه وسلم لحاجته هدفا أو حايش نخل فدخل حائطا لرجل من الأنصار فإذا فيه ناضح له فلما رأى النبي صلى الله عليه وسلم حن وذرفت عيناه فنزل رسول الله صلى الله عليه وسلم فمسح ذفراه وسراته فسكن فقال من رب هذا الجمل فجاء شاب من الأنصار فقال أنا فقال ألا تتقى الله في هذه البهيمة التي ملكك الله إياها فإنه شكاك إلى وزعم أنك تجيعه وتدئبه ). رواه الإمام أحمد ۲۰۴-۲۰۵)، ابو داود ۱/ ۴۰۰)، حاکم ۲/ ۹۹) .

له دې امله الله پاک د ټولو انبیاؤ له مینځه و ده مبارک ته د “رؤف” او “رحیم” صفتونه ور کړې، کوم چې د زیات مهربان په معنی دي، او د الله پاک په نومونو کې هم شتون لري. له دېنه داهم څرګنده شوه چې الله پاک تر واړه نبیانو هم له ده مبارک سره محبت لري. د الهی محبت یو بله ستره نښه دا هم په ګوته شوې چې الله پاک په قرآن کې په”يا محمد”(ص) سره ورته خطاب نه دی کړی، بلکې په “یاأیها النبي، یا أیها الرسول”یې ورته خطاب کړی، کوم چې د مینې نښه پکې له ورایه ښکاري، د ده مبارک “اسم محضه” (اصلي نوم) یې  په قرأن کې یواځې(۴) ځله ذکر کړی دی او بس.

نور بیا…

ددې لیکني مخکنۍ برخي په لاندي ادرس دی:

http://bit.ly/rasoolullah_meena

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د