د نن سرلیکنه

د طالبانو او حکومت تر منځ د ولسوالیو د نیولو او پریښودلو تمرین

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت له رامنځته کیدو او دهغوی لخوا د کابل واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون ترلاسلیکولو وروسته په افغانستان کې د جګړو او نا امنیو خونړۍ لړۍ لا زور واخیست .

دغه لړۍ چې له مركز کابل نه پیل په ډیر کم زماني واټن کې د هیواد ګوټ ګوټ ته ورسیده .

دا هغه څه ول چې د افغانستان پوځي او سیاسي تحلیلګرانو يي مخکې ترمخکي وړاندوینه کړې وه ، خو د ګډ حکومت چارواکي چې د نوی اقتدار مزو په سر اخیستي ول د افغاني تحلیلګرانو دغه پر ځای تحلیل ته هیڅ اعتناء ونه کړه.

د هیواد په سرحدي سیمو د ګاونډیانو ښکاره تیري ، په کلیوالو سیمو او خپله دولتي مراکزو د امریکايي الوتکو بمباري او په ټول هیواد کې د جګړې شدت بالاخره وضعیت تر دې كچې را ورساوه چې دولتي ځواکونو دولایاتو د مرکزونو ، سیمو او ولسوالیو د ساتلو واک له لاسه ورکړاو د قندوز ولایت په شمول په هیوا کې ډیرې سیمې او ولسوالۍ یې له واکه ووتلې.

پرهغه علاوه د سرپل، تخار، هلمند، بدخشان ، فاریاب او غزني ولایتونو مرکزونه د طالبانو لخوا د سقوط تر ګواښ لاندې راغلل.

ګډ حکومت د دې لپاره چې د هیواد د دغې بي ثباتي د مخنیوي لپاره مؤثر ګامونه واخلي د هیواد نا امنه سیمو ته يي د دولتي حاکمیت د تأمین په پلمه د اسې کسان ولیږل چې هغوی خپله د هیواد د نا امنۍ او بي ثباتي اساسي عاملین دي.

د قندوز ولایت مر کز او د هیواد په شمال او نورو سیموکې د ګډ حکومت او طالبانو ترمنځ د سیمو او ولسوالیو لاس په لاس کیدل ولسي خلګ له ځاني او اقتصادي پلوه ډیرمتضرر کړل.

د کال روان فصل (مني) په موسمي لحاظ په افغانستان کې د زراعتي محصولاتو د اخيستلو وخت دی ، په دې وخت کې له خپلو سیمو څخه د جګړې له امله د خلګو اجباري مهاجرت پر نورو ستونزو علاوه د هغوي پر اقتصادي وضعیت ډیرې ناوړه اغیزې لري.

حکومتي ځواکونه او طالبان چې د ولسي خلګو د دغو ټولو ستونزو مسؤلیت ورته راجع دی باید د سیمو او ولسوالیو د لاس په لاس کولو په حال کې د ملکیانو دغه مشکل په جدي توګه په پام کې ونیسي .

لیدل کیږي چې د امریکايي اشغال له امله مو ټول هیواد جګړو په سر اخیستی او د خلګو لپاره د کاريابي او آرام ژوند تیرولو ټول فرصتونه له لاسه وتلي.

د ولسوالیو او نورو سیمو دغه ډول موقت لاس په لاس کیدل چې د جګړې یوه خوا هم ورکې د ټینګیدو او امنیت راوستلو توان نه لري ولسي خلګوته د لازیاتو ستونزو جوړولو لامل ګرځي.

لهذا باید د جګړې دواړه لوري (طالبان او ګډ حکومت) د ولسي خلګو دې مشکل ته په پام کولو سره دسیمو د ساتلو لپاره داسې ستراتیژي غوره کړي چې وکړای شي هم د دوي لپاره د مدوام حاکمیت ټینګښت تضمين كړي او هم ولسي خلګ د دوی ترمنځ د سیمو د لاس په لاس کیدو د تمرین له زیانونوڅخه خوندې پاتي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Saleem

د نن ټکي آسیا فعالان که مهرباني وکړي او مجاهدینو ته د جګړې داسی ستراتیژي ور وښيی چې هغوی له کفارو او ګوډاګیانو سره په دښتو و بیابان کې جګړه وکړي او افغانستان له اشغالګرو خلاص کړي. له دوی سره به ښایی نقشه موجوده وي . نو به یې د مدني فعالانو په شان دغي اصطلاح ته اړتیا پاتی نشي چې فرض عین جهاد ته دوی هم تمرین ووایی . موږ خو چې یې وینو مجاهدین خو د بدن په وینو او غوښو د الله تعالی د رضا او د وطن د آزادۍ لپاره قرباني ورکوي . او تراوسه چې… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

زه هم د سلیم ورور خبره تاییدوم ، چه که دغلامانو له خوا تمرین ورته وویل شی کیدی شی ، مګر د اسلامی مقاومت له خوا تمرین ویل ورته لویه ګناه ده ، دا معنی چه دا د بزکشی یوه مسابقه ده ، او مونږ یی سیالبین یو ، چه څوک به یی ګټی څوک په یوه او څوک په بل اړخ ملتیا لری ، دا که دواړو خواوو ته تمرین ویل کیږی دا معنی چه زمونږ هیواد اشغال نه دی او اوسنی اداره هم قانونیت لری او په مقابل کی چه یی څوک جنګیږی هغوی اشرار یا دهشت ګر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x