سمون چی پکی نه وی نو ژوندون دی نوی نوی

سمون چی پکی نه وی نو ژوندون دی نوی نوی
ګـــډون چی پکی نه وی نو ګردون دی نوی نوی

د میــنی پـــه صـــحــرا چـی آرامـی نـنداری وی
لیــلا چی پکی نه وی نو مجـنـــون دی نوی نوی

مـحـفل د رمــز او راز او د میـنو اجـــتـماع کـی
فتنـی چی پکی نه وی نو مفــتون دی نـوی نـوی

 

بلبـل سوو نغمو کی چی سورۍ کړو خپل ګوګـل
رازنیاز چه دګل نه وی نو شبخون دی نوی نوی

د هجر په مجمر کی(ایــوبـــی) چه شولی وریت
وصال چه پکښی نه وی نو بیلتون دی نوی نوی

شهید استاد فضل احمد ایوبی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د