نړۍ

مصر په ملګرو ملتونو کې اسرائیلو ته رایه ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): د اسرائیلو استعماري دولت په تاریخ کې په لومړي ځل مصر په ملګرو ملتونو کې خپله رایه اسرائیلو ته ورکړه او اسرائیل یې د دې جوګه کړ چې د ملګرو ملتونو د یوې کمیټې غړی وګرځي.

اسرائیلي ورځپاڼي وايي چې په ملګرو ملتونو کې د تېرې جمعې په ورځ ترسره شوې ټولپوښتنه کې مصر یو له هغو ۱۱۷ هیوادونو څخه و چې د «بهرنۍ فضا د سولییزې کارونې» کمیټه کې يې د اسرائیلو د غړیتوب لپاره رایه ورکړه.

د مصر بهرنیو چارو وزارت ویاند «احمد ابو زید» په دې تړاو له څرګندونو ډډه کړې. خو د مصر د واکمن نظام پلویان وايي چې «مصر تنها اسرائیلو ته رایه نه ده ورکړې، بلکې په یوځايي توګه یې شپږو هیوادونو ته په یادې کمیټه کې د ګډون رایه ورکړې چې یو له هغو څخه اسرائیل دی او پاتې نور یې قطر، امارات، عمان، سلوادور او سیريلانکا هیوادونه دي».

دوی زیاتوي چې ملګرو ملتونو د ټولپوښتنې لپاره داسې قانون ایښی و چې له مخې یې د شپږو واړو هیوادونو ګډون یا په یوځايي توګه قبلېد او یا په یوځايي ډول رد کېد او د شپږو هیوادونو له ډلې څخه یوه هیواد ته د منفي رایې ورکولو اختیار نه و.

خو د مصري حکومت سیاسي مخالفین دغه استدلال د منلو وړ نه بولي او وايي چې مصر باید د قطر او نورو هیوادونو په شان د رایې له استعمال څخه ډډه کړې وای. د دوی په باور که څه هم په مثبتې رایې سره د کمیټې په غړیتوب کې د قطر د خپلې بریا چانس هم زیاتېد خو دا چې ضمنا یې اسرائیلو ته د احترام ښکارندويي کوله، د رایې له ورکولو یې ډډه وکړه.

په خواله رسنیو کې د مصر دغه اقدام د پوځي واکمن عبدالفتاح سیسي پر ضد د مصري ځوانانو نیوکې او توند غبرګونونه راپارولي.

په ملګرو ملتونو کې د «بهرنۍ فضا د سولییزې کارونې» کميټه په ۱۹۵۹م کال تاسیس شوې او له فضا څخه د سالمې استفادې په لار کې د کوښښونو د همغږۍ دنده په غاړه لري. دا کمیټه ۸۴ غړي لري چې په نوبتي ډول په انتخابي توګه ټاکل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

کومه د حیرانتیا خبره نه ده ، السیسی نه یواځی د اسلام او مسلمانانو مخالف بلکه هغه خپله یهودی دی یعنی مور یی یهودی وه ، د پلار په اړه یی کره معلومات نه لرم د مراکش څخه یی مور مصر ته د یهودو په دستور او لاس اړونه سفر وکړو او د السیسی مور مصریانو ته مسلمانه معرفی کړی او بیا السیسی د ځانګړی روزنی لاندی نیسی حربی ښوونځی او پوهنځی ورباندی خلاصوی ، اروپا او امریکا ته یی د لوړو نظامی او سیاسی زده کړو د پاره څو ځلی لیږی او بیا یی د مصرپه فوځ کی لوږ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x