افغانستان

ضیاء مسعود: د سولې پرځای باید د اوږدې جګړې لپاره چمتووالی ونیسو

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي له طالبانو سره د سولې هر ډول هڅې رد کړې او له طالبانو سره سوله یې د پاکستان د ګټو خوندیتوب وباله.

احمد ضیاء مسعود وايي چې طالبان د «پاکستان د منافعو لپاره جنګېدونکې» ډله ده او وړاندوینه کوي چې دا جګړه به نوره هم وغځېږي.

د نوموړي په اند، له طالبانو سره روانه جګړه یوه داسې جګړه ده، چې په خبره یې، د سولې په مکانیزمونو باندې نه حل کېږي. مسعود زیاتوي چې «مونږ باید د یوې اوږدمهالې جګړې لپاره چمتووالی ولرو».

د ولسمشر ځانګړي استازي نن په کابل کې د خبریالانو په وړاندې طالبان «وحشي او د خلکو په ناموس تیري کوونکي» وبلل. ضیاء مسعود وویل:

«طالبان تر پخوا لا زیات وحشي ګرځیدلي دي، لا هم د خپلو بادارانو په امر غواړي چې زمونږ ملي تاسیسات وسوزوي، لا هم زمونږ خلک وژني، لا هم غواړي چې د خلکو په ناموس تیری وکړي».

د احمد ضیاء مسعود په باور له طالبانو سره سوله یوه «غیر معقوله» خبره ده. نوموړی وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرې کول داسې معنی لري لکه د پاکستان منافعو د تامین لپاره چې فرصت ورکول کېږي.

په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر دغه ځانګړی استازی له طالبانو سره د سولې خبرو په رد ټینګار کوي او طالبانو ته په اشارې زیاتوي چې د نړۍ په هیڅ ځای کې د یوې مزدورې او ترهګرې ډلې سره چا سوله نه ده کړې.

دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی افغان چارواکی د سولې په اړه نظر دومره په صراحت څرګندوي او له طالبانو سره د سولې خبرې د افغانانو په تاوان او د پاکستان په نفع بولي. په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډحکومت د دواړو مشرانو په کمپاین کې د سولې موضوع اساسي ټکی و.

د ضیاء مسعود وروستیو څرګندونو هغه باورونه نور هم پیاوړي کړي چې امریکایان او افغان دولت په هغو ادعاوو کې رښتیني نه دي چې ګواکې دوی د حقیقي سولې خبرې غواړي اما طالبان سولې ته نه حاضریږي.

که څه هم امریکا او افغان دولت تل د سولې په راتلو ټینګار کړی خو کله چې د سولې لپاره عملا هیلې پیدا شوي، مخه یې ډب شوې او پر وړاندې يې خنډونه پنځول شوي. په دې لړ کې تر ټولو مهمه پېښه په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر یادیږي، چې په ۲۰۱۳م کال له پرانیستلو یوه ورځ وروسته یې پر وړاندې امریکا او افغان دولت توند غبرګونونه وښودل چې له کبله یې طالبان اړ شول چې د سولې او مذاکراتو لپاره د پرانیستل شوي دغه دفتر دروازې بیرته وتړي.

خو ځیني کتونکي په دې نظر دي چې د سولې د مذاکراتو اړوند د افغان چارواکو ضد او نقیض څرګندونې دا په ډاګه کوي چې دوی تر طالبانو مخکې لومړی په خپلو کې سولې ته اړتیا لري ځکه چې ترمینځ یې د هیڅ راز همغږۍ څرک نه لیدل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
14 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

احمد ضیاه مسعود ورور احمدشاه مسعود د خپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی د پاره لمړی د روسانو سره سوله وکړه د جنوب خلکو ( پشتنو د وژلو د پاره یی ورته لیار ایله کړه او هم یی د شمال پشتانه خپله وژل ، چه په هغه هم کار ونه شو او الله ج ورته نوی مجاهیدین ( طالبان ) وزیږول ، او احمدشاه مسعود او د هغه ټوله ټلواله یی د پینجشیر وادی کی محاصره کړل نزدی وو چه د اسلامی عدالت محکمی ته ییی راکاږی د نوی نړیوال بادرانو نقاب یی له مخ لیری شوی او د دوی… نور لوستل »

مصور برکت

قسم په خدای که یا طالبان او یا هم حکومت صلح غواړي دواړه خواوې دفردې ګټو لپاره جګړه کوي یو طرف هم تر اوسه د انسان کار ندی کړی الله دې دواړه تباه او برباد کړي

سید حسیب الله

احمد ضیا خان میخواهد جوانان مردم خود را برای بقای ننگین وی بکشند تا وی و پسرش زبیر جان به سرمایه های حرام و سرگرمی های نامشروع شان ادامه داده و به چند دلاک تقدیر نامه بدهند.

تندر

احمد ضیا جانه ستا او ستا د کورنی عمر د پردیو په غلامی کی تیر شو، ستا ورور د روسانو نوکر و، او ته اوس سوله نه غواړی؟

Gul

احمد ضيا صاحب شما رأست ميگويد كه طالب نو كر پاكستان است مگر شما اينرافراموش نكند كه برادر شما قهرمان احمدشاه مسعود زمانكه إز افغانستان فرار كرددروقت حكومت شهيد داود خان دروازه اي ايس اي تك تك كرد وخودرا به پاكستان تسليم نمود وجاپاى را براى پاكستانى ها در داخل افغانستان باز كرد در ان وقت طالب نه بود أين بزرگترين خيانت در تاريخ افغانستان به شمارميرود سپس خسر مرحوم شماربانى بدون اجازه اي آيس اي تشناب رفته نمى توانيست اگر شما أين دونفررا نوكرران پاكستان خطاب كنيد من همراى شما كاملا هم نظر هستم در غيران شما هم درشك… نور لوستل »

محمدربی آماج

هغه د دری ژبی متل چی د شعر په ژبه راغلۍ او داسی دۍ:عاقبت زاده ً ګرګ،ګرګ شود««»»ګر چه با آدمی بزرګ شود. او پښتو انډول یی داسی دۍ: خړسپۍ د لیوه ورور دۍ.کچیری موږ څوارلس کاله وړاندی بیرته شاته وګورو نو به ووینو چی کله د بهرنیانو (امریکی اواییتلافیانو) د درنو بمباریو په پایله کی طالبان په فزیکی ډول د افغانستان څخه ووتل او قدرت واګی دبن د جوړ جاړی په پایله کی منځمهالی اداری ته وسپارل شوی نو پوره دری کاله کراره کراری وه او دغه شمالی ټلواله دمړ ژواندی حالت څخه لومړۍ ژوندۍ او بیا په واک… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

اسلامی مقاومت د دی لوی ویاړلی ټاټوبی بازان دی کومو چه تل د دی خاوری ، خلکو او خپلواکی د خوندی ساتلو د پاره یی د تاریخ په اوږدو کی بی ساری قربانی ورکړی او وروی او دی ویاړلی ټاټوبی ته یی د لویو قدرتو لقب ورکړی هغه ورځ یی د انګریزانو ، پرون د روسانو او نن د روسانو او انګریزانو سره به ګډه د امریکا په مشری د ټولی کفری نړی او نړیوال استعمار د قدرت مړی دلته خخیږی ، دا چه د میدیا یوه برخه یا ډیره برخه د هماغو یرغلګرو او اشغالګرو په واک کی ده… نور لوستل »

فدامحمد نومير

احمدضيا مسعود د مدريت د پرنسيپونو او اوصولو خلاف او يا په بله ژبه د حکومت داداري سيستم دکار دويش دادصولو خلاف حرکت کړي دی.په ړي چي دصلحي او جنگ خبري او فيصله دده کار او وجيبه نه ده.دی د عين او غين په حکومت کي دښې حکومتدارۍ دادارې مسول دی.د صلحي اوجنگ کولو او نه کولو فيصله د ددفاع وزارت او کورنيو چارو د وزارتونو په صاحيتونو کي ده.داحمدضيا مسعود څرکنوني دا به گوته کوي چي: د عين او غين په حکومت کي چي داشغال په نتجه کي مينځ ته راغلۍ دی دکار ويش پکي نسته او هرکس ورکي… نور لوستل »

khalid

ډیر عالی فدامحمد نومیر صاحب ښکلی تبصره مو کړی ددی کسانو وخت که خدای کول نور لږ پاتی ده او نه نور خلک ددوی په چټیاتو او خزعبلاتو غولیږی دوی ته نور لکه د کوڅه ‌ډبه سپیو په شان غپا ورپاتی ده چی دا به یی هم که خدای کول خفه شی نور که خدای کول هیڅ هم نشی کولای هرڅوک چی دالله ددین دښمنی او دکفارو ملګرتیا اوچوپړ وکړی انجام به یی داسی وی او الله به یی ددنیا او آخرت ذلیله او شرمنده ګرځوی

محمدعالم

استاد بیانزی صاحب الله پاک دی جنت زای که دیر په زره پوری تبصری کوی ستا سخه مننه

غوربندی

ددی ماده انسان اظهارات هغو پښتانو ته پیغور او ګوشزد ده چی په لاسپوڅي حکومت کې د اجیرانو په صفت خدمت کوي، لکه کرزی، اشرف غني، خرم و فاروق و سیاف او کشاف او و غیره ، په ورته وخت کی همدا اظهارات ازادیخواهانو ته هم پیغام ورکوي چې په مقاومت ترکیز وکړي تر څو چی د شر او فساد جرړې له بیخه ووزي.

غوربندی

زمونږ تاندیان او رسنیز اربکیان ددغسې جنایتکارانو جنګي ستراتیژي سره موازي تبلیغات کوي،

habib amin

باور په خدای وکی زه دغه سایت ته حیران یم نه پو هیژم چه دغه سایت دشورای نظار او یا د ایرانی جاسوسانو باندی تعلق لری اویا کوم بل هدف که چیری د شوای نظار اویا دهزاره گانو سپی محقق اویا بل کوم د شمال تلوالی داسی نظر ونه هم نشر کوی حتی که په ضد د طالبانو اویا پشتنو پسی هم وی دیر ژر نشر کوی حتی داسی مضامین هم نشروی که چیری د ایرانی فاشیستو اخندانو له خوا که چیری د عرب لیک سنی مسلمانان هم سپک شوی وی دغه ………. سایت به یی هم نشر وی او… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

امین جانه وروره ! بی ځایه سوګند خوړلو کفاره باید ادا کړی ، دی کی شک نشته چه دا یو اسلامی او افغانی سایت دی ، خو د ا په دی معنی نه ده چه اسلامی سایتونه دی د دجالی سایتونو په شان هر څه له یوه اړخه خلکو ته وړاندی کړی ، تر هغی چه ښه نه وی خلک به بد څه وپیژنی یا تر هغی چه بد نه وی خلک به ښه څرنګه تفکیک کړی ، اسلام او مسلمانان دبیان په ازادی ایمان او باور لری ، لمړی ایت یی د اقرا په نوم پیل شوی او د… نور لوستل »

Back to top button
14
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x