د فرانسویانو روغتون کې د زړه د ناروغیو څانګه پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۴ل): په کابل کې د فرانسویانو روغتون د پاخه عمر لرونکو کسانو لپاره د زړه د ناروغیو د درملني څانګه پرانیستله.

د فرانسې دغه روغتون چې تر اوسه یې یوازي د ماشومانو څانګه لرله، اوس یې د چارواکو په وینا د خپلو پراختیايي کارونو په دوام کې د زړه د ناروغیو د درمنلي لپاره نوی مرکز پرانیستلی، چې ۱.۷ ملیونه ډالره لګښت باندي راغلی او ددې جوګه دی چې هرکال د ۵۵۰۰ داسي ناروغانو علاج وکړي چې د زړه په ناروغیو اخته وي.

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت دفرانسوي روغتون دغه ګام ستایلی او ویلي چې په هیواد کې دننه د زړه درملني لپاره دداسي امکاناتو څخه برخمن روغتون ډیر ګټور دی، چې له امله به یې بهرنیو هیوادونو ته د درملني لپاره د افغانانو د تګ کچه را ټیټه شي.

هغوی زیاته کړې چې تر اوسه افغانانو د پاکستان او هندوستان په لور مخه کول، تر څو د زړه د ناروغیو درملنه وکړي، خو په دې روغتون کې د درملني له کبله به اوس هغوی هم خپل وخت او هم پیسې بچت کړای شي.

باید وویل شي چې د افغانستان دروغتیا وزارت او موسسات هم د درغلیو او فساد څخه بې برخي پاتې نه شول، تیره ورځ د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ سیګار وویل چې د امریکا مرستندویه اداره یوسېډ (USAID) په افغانستان کې ۲۱ داسي روغتونونو ته لګښت ورکوي چې په حقیقت کې هیڅ وجود نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د