itisalat

د اتصالات لخوا د یاکلیک انټرنټي خدمتونو په لاره اچول

د اتصالات مخابرتي شرکت چې په افغانستان کې د 3G خدمتونو وړاندې کولو لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده نن د یوې غونډې په ترڅ کې د یاکلیک انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو اعلان وکړ. دا غونډه د اتصالات د لوړ پوړو مشرانو، د یاست شرکت کارکوونکو او د رسنیو د استازو په ګډون په لاره واچول شوه.

د یاکلیک له لارې به د هیواد هر ګوټ ته د براډبانډ چټک انټرنټي خدمتونه په ښه توګه د خلکو دلاسرسي وړ وګرځي. یاکلیک د براډبانډ سټالایټ خدمتونه دي، چې پیریدونکو او سوداګرو لپاره چې د اوسني DSL انټرنټي کڅوړو امکانات ولری  په هوسا او ناپریکړیي ډول انټرنټي سهولتونه برابروي.

د یادونې وړ ده، چې ددې خدمتونو وړاندې کول، د وسیلو لګول، د حساب استول او د یاکلیک پیریدونکو لپاره د خدمتونو چمتو کول د اتصالات د مسوولیتونو څخه دي. د یا کلیک سټلایټ خدمتونه به  دهیواد هر ګوټ ته،چې تراوسه یې د انټرنټ خدمتونو ته لاسرسی نه درلود د یاکلیک سټالایټ ډیش او یا د سټالایټ موډیم په درلودلو سره په هر ځای کې په ډیره ښه او چټکه توګه ورته لاسرسی  پیدا او ترې ګټه پورته کړي.
پردې برسیره، د یاکلیک د سټلایت له پوښښ سره به هغه سیمې چې دې وړاندې یې انټرنټ او مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود هم کولای شي لاسرسی ورته پیدا کړي او یو بل سره ترې اړیکې ټینګې کړي د یا کلیک سټلایټ پوښښ به د افغانستان هرې سیمې ته موثر مخابراتي خدمتونه د لاسرسي وړ وګرځوي، اوس استعمالوونکي کولای شي، چې د ځمکني سیتسم ته د انتظار کولو او یا هم  فایبر یا مسي لینونو ته د لوړې بیې له ورکولو څخه پرته انټرنټ ته لاسرسی ولري.
ددې ټکنالوژۍ ګټې:
•    کوچني انټنونه چې په اسانۍ سره نصبیدلی شي.
•    مناسبې بیې
•    په ښاورنو او لرې پرتو سیمو کې پراخه پوښښ
•    ځانګړې چټکتیا د ډاډمنې وړتیا سره

د اتصالات او یا کلیک پیریدونکي کولای شي، له چټک انټرنټ، انټرنټي پلټنې، د معلوماتو راښکته کولو او پورته کولو، انځورونو او سندرو څخه ددې خدمتونو څخه په ګټې اخیستنې سره خوند واخلي. همدارنګه کولای شو، چې د یاکلیک خدمتونو څخه په خپل دفتر کې د سوداګریزو چارو  لپاره هم ګټه پورته کړي.

ډاکټر علي اصغرزاده د حامل او عمده خرڅلاو مشر پدغه غونډه کې په خپلو خبرو کې وویل، ډیر دخوښۍ ځای دی، چې د یاکلیک انټرنټي خدمتونو د یاست سره په ګډ شراکت سره په ټول افغانستان کې وړاندې کوي. مونږ ډیر ویاړو، چې نوي ټکنالوژي او تازه ترینه محصولاتو خپلو پیریدونکو ته وړاندې کوو. د اتصالات مخابرتي شرکت ژمن دي چې په دوامداره توګه دا باکیفیته خدمتونو وړاندې کړي او خپلو پیریدونکي بې او هوسا ارتباطاتو زمینه برابره کړي.

د افغانستان اتصالات د عربو متحده اماراتو د اتصالات یوه څانګه ده، چې په نړۍ کې یوه ترټولو غټه مخابراتي شبکه ده. په ختیځ او لویدیځ کې د عربو متحده اماراتو ستراتیژیک موقعیت ددې لامل شوی، چې اتصالات په منځني ختیح کې د غږیزو اړیکو، معلوماتو استولو،انټرنټ او رومینګ څخه د ګټې اخیستنې او همدارنګه د سوداګریزو خدمتونو په وړاندې کولو کې ترټولو مخکې دی. د یادونې وړ دی، چې اتصالات  د ۲۰۰۶ کال راهیسې ۱۰ ځله د غوره شرکت په توګه او تیرو ۳ کلونو کې۴ ځله د خرڅلاو غوره چمتو کوونکي په توګه پیژندل شوی دی. اتصالات اوس د نړۍ په ۱۷ هیوادونو کې فعالیت کوي او تر ۱۶۷ ملیونه ډیرو پیریدونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

مهرباني وکړﺉ د لاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او www.facebook.com/etisalatAfg څخه لیدنه وکړﺉ.

کابل، د نومبر ۲۲مه نیټه ۲۰۱۲

خبرپاڼه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د