ټولنیزه برخه

دروغ…

لیکونکې: غریب الله ( هلال ) –

لیکوال: غریب الله هلال
لیکوال: غریب الله هلال

دروغ ویل په اوسنی ټولنه کې ډیر زیات دود او رواج شویدي هر سړی په هره وړه غټه خبره کې دروغ وایې او هیڅ ګناه هم ورته نه ښکاره کیږي حال دا چې دروغ ویل ګناه کبیره، د کناهونو مور او په بعضی مواردو کې دروغ ویل انسان کفر ته هم رسوی چې تفصیل به یې ورسته راشی او خاص کر په تلیفونې مکالمو ، معاملاتو او د ژوند په نورو کړنو کې دروغ ویل ډیر زیات دود او مروج شویدي نو ومو غوښتل چې د دروغو په هکله د قرانکریم،احادیثو او د فقهاؤ یو څه اقوال ولیکم او د دروغو لغوئ، اصطلاحئ تعریفونه او هم د دروغو اقسام چې کوم دروغ ویل کفر، ګناه کبیره او کوم دروغ  جواز لری تر څو  دروغ وپیژنو  او الله (ج) مو ددی ګناه نه وژغوری ولی چې ریښتیاویل انسان خلاصه وی او دروغ انسان هلاکوي الله (ج) په قرانکریم کې په دروغجن لعنت ویلی دی او رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې دروغ د ګناهونو بنیاد او اساس دی، که یو انسان د دروغو نه ځان وساته نو فکر وکړی دی انسان د هر قسم ګناه نه ځانه وساته، مثال یو انسان نه یوه ګناه کیږي که څوک ترینه پوښتنه وکړی چیرته وی نو که دروغ و نه وایې نو ریښتیا ویلی نشی ولی چې رسوا کیږي  نو هرکله چې انسان دروغ ویل پریښودل فکر وکړی ټول جرایم یې پریښودل.

په نني عصر کې که د مسلمانانو ټولنو ته او عربی ټولنو ته وګور په اکثره مواردو کې عربینو اسلامی اخلاق خپل کړیدي دروغ ویل ورته ډیر شرم او رسواکونکې ښکاری، غلا او فساد نه ځان ساتی او په خپل مابین کې معاملات هم په ښو اخلاقو سرته رسوی لکه کله چې سید جمال الدین افغان اروپا ته لاړ وویل چې دلته مې اسلام ولیده خو مسلمانان مې ونه لیدل بالعکس په اسلامي هیوادونو کې مسلمانان شته خو اسلامي مکارم او اخلاق يې د لاسه ورکړیدي، نو مسلمانان باید نبوی مکارم یعنی اخلاق خپل کړی او دا  زمونږه وجیبه دی تر څو مو ټولنه او یا هیوادونه ددی فساد او بد بختی نه خلاص شی.

دروغ په لغت کې:

په عربی کې دروغ کذب ته وایې اود ( ک،‌ذ،ب ) د مادی څخه اخستل شویدی چې خلاف د ریشتیا ( صدیق ) معنی ورکوي یعنی هرهغه شئ چې خلاف د ریشتیاؤ وي هم هغه دروغ بلل کیږي.

ابن منظور (رح) وایي چې دروغ ( الکذب نقیض الصدق ) دروغ ماتونکی د ریشتیاؤ دي یا ضد د ریشیاؤ دي

کله دروغ (کذب) په معنی د خطا هم راځی لکه په حدیث ده غروة (رض) چي وویل شو دیته چې بشکه ابن عباس (رض)  وایې چې بشکه نبی علیه السلام څه د پاسه لس کاله په مکه کې تیر کړیدی نو وویل کذب، دلته د کذب نه مراد اخطآ یعنی خطا شو، او کله په معنی د بزدلۍ هم راځی.

په قرانکریم او احادیثو کي دروغ په مختلفو معنو راغلی دی:

*    دروغ په معنی د نفاق، منافقت هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د انکار هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د روستوالی هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د دروغ هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د افک هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د بهتان هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د دروغو ګواهی هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د ګناهونو هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د د ریاء هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د د دوکئ هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د خیانت هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د ماتولو د وعدی هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د بد اخلاقی هم راغلي دي.

*    دروغ  په معنی د ګمراهی هم راغلي دي.

*    دروغ په معنی د بزدلی هم راغلي دي.

*    دروغ په معنی د خطاء هم راغلي دي.

په اصطلاح کې دروغ:

ابن حجر(رح) وایې الکذب: یعنی دروغ په اصطلاح کې د یو کار خبر ورکول په خلاف د هغه کار برابره خبره ده که سهوأوي او که قصدأوي.
جراجانی (رح) وایې د یو څه شي خبر ورکول چې د هغه شي سره برابری  یا مطابقت ونخوري،

جاحظ (رح) وایې الکذب: د یو شي نه خبر ورکول په خلاف د هغه شي.

دا چې دروغ په ژبه ویل کیږي نو فعلی دروغ هم شته او دا فعلی دروغ د قولی دروغو نه ډیر مضر او تاثیر اچونکې دي ولۍ چې دروغ په اعمالو سره سرته رسوی او د وینا او قول نه عملی دروغ ډیر زیات مؤثره دي او انسان پری ډیر زر تصدیق کوی او دتاثیر لاندې راځي لکه د یوسف علیه السلام واقعه کې چې الله (ج) فرمایلئ دي (إذ جاءوا أباهم عشاء يبكون)  دلته بکا یعنی ژړا دروغ دي ولې چې دوي دا ژړا عملی په دروغو کوله نو دا ډیر تاثیر لرونکې ده د وینا نه ولی که په خوله یي ویلی وایی نو شاید ډیر تاثیر لرونکې به نه ؤ  او تصدیق به یې هم نوی کړی خو چې کله عملی دروغ شو تاثیر یې ډیر شو. ( وجاو  علی قمیص بدم کذب ) دلته قولی او فعلی دروغ دواړه جمع شو په خوله یې هم وویله چې شرمخ مو ورور وخوړه او هغه کمیس په وینو لړشوی ؤ هم یې ورته راوړه.

د دروغو حکم:

امام ابن حجر او  ذهبی (رح) وایې هر هغه دروغ چې هغه کې رخصت یعنی اجازت نوی نو هغه  ګناه کبیره ده او ډیر  سخت او زشت دروغ په الله (ج) او د هغه په پیغمبر (ص) دروغ ویل دي، او بعضی علماؤ ویلی دي چې داخالص کفر دی چې څوک په الله (ج) او د هغه په پیغمبر (ص) دروغ ووايي، او امام ابن حجر وایې هیڅ شک نشته هر هغه څوک چې الله (ج) او د هغه په پیغمبر دروغ وایي حلال حرام وګرځئ او حرام حلال وګرځئ نو دی خالص کفر په الله (ج) او د هغه په پیغمبر (ص) وکړه، امام ذهبی وایې چې پدغه دوه حالاتونو کې ګناه کبیره ده او په نورو اکثرو حالتونو کې هم دروغ ویل د غټو ګناهونو نه شمیرل کیږي.

ددروغو اقسام او د هغه علایم:

امام راغب (رح) وایې برابره خبره ده چې دروغ به د ځانه جوړه شوی قیصه او حکایت وی، چې هیڅ کوم بنیاد او اساس ونلری، او یا به په یو خبره او کار کې زیادت شوی وي، یا به په خبره او یو حکایت کې نقص یعنی کمبود شوی وي او یا به تغیر به حکایت او قیصه کې شوی وي.

*    که چیرته د ځانه یو د دروغو قیصه جوړه شوی وي نو دیته افترا وایې،

*     او که چیرته پکې زیاتوالی او کموالی شوی وي نو دیته مین وایې، مین هم دروغو ته وایې.

*    که تغیر په حکایت کې شوی وي نو دیته تحریف وایې، یعنی بدلول د یوشئ.

*    دروغ که مخامخ د یو کس وویل شی او هغه کې نوی نو دیته بوهتان وایې او که د یو کس په غیاب او نشتون کې وویل شی نو دیته دروغ

وایې.

په بعضو مواردو کې دورغ ویل جواز :

*    که د یو مسلمال قتلول څوک غواړی او هغه د وژولو نه ژغورلی شی نو که دروغ وویل شی پدی حالت کې دروغ ویل جواز لری مثال: یو شخص غواړی بل شخص بدون د جرم نه قتلول غواړی او له تانه پوښتنه وشی چي احمد دی کور کې دی ولو که تاسو ته یې معلومات هم وی او دروغ وایې چې دلته نشته نو جواز لری.

*    د جنګ په حالت کې د مجاهدینو د تسکین په خاطر که دروغ د توریه په شکل وویل شي جواز لری، چې  مجاهدینو ته ډاډ او شجاعت ورکړل شی.

*    د مسلمانانو د تر مینځ د صلحی په وخت کې که دروغ وویل شی تر څو د جانببنو تر مینځ اصلاح راشی هم جواز لری.

*    او کله هم یو څوک چاته صراحتا خپل احوال نشی ورکولی نو توریه وکړی لکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پو ښتنه وشوه ممن انت، تاسو د چا نا یاست یا تاسو څوک یاست هغه ورته وویله ( من ماء ) یعنی زه د اوبو نه یم، او دا صحی همده چې ټول انسانان د اوبو نه پیدا دی.

په قرانکریم کې د دروغو یادونه په (۱۶۷) ایاتونو کې شویده او په (۶۰) احادیثو کې دروغو د قباحت او ذم یادونه شویده چې د یو ایات کریمه او یو حدیث به د مثال په توګه ذکر کړو.

وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآياتِنا أُولئِكَ أَصْحابُ النَّارِ هُمْ فِيها خالِدُونَ (39) البقرة هغه کسان چې انکار وکړی او دوروغ وایې زمونږ په ایاتونو همدا کسان خاوندان د اور او مستحق د اور دي او دوي به همیشه وي پدی اور کې وی پدی ایات کې ددروغو معنی انکار دی په ایاتونو د الله ج

(عن أبي هريرة- رضي اللّه عنه- عن النّبيّ صلّى اللّه عليه وسلّم، قال: «آية المنافق ثلاث: إذا حدّث كذب، وإذا وعد أخلف، وإذا ائتمن خان») متفق علیه. د ابی هریرة رضي الله عنه- د نبی علیه السلام څخه روایت کوی او وایی چې علامي او نښی د منافق دري دي چې خبری کوي دروغ وایې چې وعده وکړی نو وعده خلافي کوي او چې کله ورسره امانت کیښودل شی نو خیانت کوي. امام بخاری او امام مسلم روایت کړیدی یعنی دلته لکه چې مخکي مو ذکر کړه دلته د دروغو نه مراد نفاق او منافقت دی.

ددروغو د قباحت په کله د فقهاؤ اقوال او اثار:

د علماؤ او فقهاؤ اقوال په قباحت د دروغو کې ډیر زیات دي خو د مثال په توګه به ترینه د امام ابن قیم رحمه الله یو څو اقوال ذکر کړو،                ابن قیم الجوزی (رح) وایی: چې د دروغو نه ځان وساتي ولی چې فاسده وی درباندی معلومات هغه چې درسره دي او فاسده وي درباندی د هغی ښودنه او تعلیم خلکو ته، او بیا وایې یقنا دروغجن غیر موجودشی درته شته کوی او موجود شی درته غیر موجود کوی، باطل درته حق ښکاره کوی او حق درته باطل، خیر درته شر ښکاره کوی او شر درته خیر ، او فاسده وی او ګډوډه وي درته د دروغو انجام او په دروغو باندی علم اواری،او بیا وایې چې دروغ سرایت کوی د نفس نه ژبی ته  چې ژبه فاسده شی او د ژبی نه اندامونو ته چې اعمال د انسان فاسد شی بیا دا دروغ دعومره عام شی چې وینا، عمل او احوال ټول فاسد کړی او دا فساد بیا دعومره محکم او مضبوط شی چې انسان هلاکت طرف ته بوځی.
ددروغو ضررونه:

*    دروغ د ګناهونو مور ده.

*    دروغ هلاکوي ملګري، افراد او قومونه.

*    دروغ انسان اور ته غورځوی.

*    دروغ پشان د شګوګل دی لری نیزدی کوي او نیزدی لری کوي.( یعنی سره غرمه کې چې د ګرمی د وجی شګی پړقیږی انسان فکر کوی چې اوبه دي چې نیزدی ورشی هغه اوبه نوي نوری ترینه هم لری شی)

*    دروغ د انسان سړیتوب، خایست او تروتازه ګي ختموي.

*    دروغ پشان د غله دي عقل پټوی لکه غل چې روپی پټوي.

*    دروغ ذلیله ګناه ده.

*    دروغ سبب د هلاکت او ویجاړتوب دی.

*    دروغ په میراث کې فاسدول د دونیا او اخرت پریږدي.

*    دروغ د نفس په حسیس توب او ذلت باندی دلیل دی.

*    دروغ انسان د خلکو نه لری کوی او ذلیل یې ورته ښکاره کوی.

*    دروغ انسان د خپل نفس نه متنفیره کوی او ځان ورته ذلیل او حقیر ښکاره کوی.

ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x