شعـــــرونه

ماتیږي به بیا داړې دښامار دانه دانه

ماتیږي به بیا داړې دښامار دانه دانه
کړۍ داستبداد او استعمار دانه دانه
باور مې دی چې لمر به په همدغه لاره راشي
ګڼ ستوري یې قربان دي په دې لار دانه دانه
راځه ته یې قاضي زه دې بخښلی شم کنه
زما یاد دی دشهیدې ناوې هار دانه دانه

هلال به شي په نن سبا کې سپین سپیڅلی بدر
ښکاره به شي په شپه کې هر غدار دانه دانه
لمر مخو راټول کړی د رڼا په تاندو ګوتو
له غیږې دباروتو سپین سهار دانه دانه
پریږدي به مو پر مېنه باندې وږیو اربکیو !
همداسې وږي وږي او نهار دانه دانه
که نه غواړئ چې شئ دجهنم داور دپیلوزي
راځئ ترې دجهاد په لویه لار  دانه دانه
چې ماته یې نړۍ ده  دطالب ټیکنالوجي
یوه ژیړه ډبه بل ماشیندار دانه دانه
دمصر په درست ښار کې له یوسف نه سیوا څوک وو
دي ښکلي ویشل شوي په هرښار دانه دانه
ملا دابه هم زم زم وي چې دعشق له خواږه درده
بهیږي رڼې اوښکې په رخسار دانه دانه
په څنګ دحماسه کې احترام ګڼم دحسن
غزل دغزالانو په سینګار دانه دانه
اې ومې لوله زده مې کړه کتاب یمه د حسن
د ژوند پاڼې مې واړوه په شمار په دانه دانه
زما د زړه په درز باندې جانان ځکه موسکی شي
ماشومې تلوسې ته شي انار دانه دانه
د مینې و ګناه ته مې ده ځکه ملاتړلې
حماد وایي بخښي خدای ګنهګار دانه دانه

———-

غزل  ــ  حماد
مولوي عبدالاحد حماد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x