نظــر

صهیوني حاخام: د فلسطیني سرتېرو بچیان باید ۵۰ متره لوړ راوځوړل شي

بخت الرحمن بخت

د اسرائیلو مذهبي مشرانو ویلي چي د هغو فلسطیني سرتیرو بچیان کوم چي په قدس کي د اسرائیلو په خلاف سرتیري بریدونه کوي باید ۵۰ متره لوړ را وځوړل شي.

دصهیوني رژیم دچارو کارپوه او شنونکي صالح نعامي په خپله ټویټر صحفه باندي لیکلي، تیره ورځ د اسرائیلو د صفد شلومو الیاهو دښار مذهبي یهودانو ( حاخامانو) دیوي غونډي په ترڅ کې وویل، پر اسرائیلو واجب ده چي د دوي په مقابل کي د فدایی برید کونکو فلسطینیانو بچیان د قدس په زړه کي ۵۰ متره لوړ په ونو کي را وځړوي.

دغه شنونکی لیکي، د اسرائیلو مذهبي مشران ( حاخامات) ډیر وختونه کوښښ کوي داسي فتواوي ورکړي تر څو اسرائیلي وګړي د فلسطینیانو په وړاندي دښمنۍ، جنګ تعصب او نفرت ته وهڅوي.

له دي څخه مخکي اسرائیلي مذهبي سخت دریځانو په یوه بله فتوا کې له اسرائیلي حکومت څخه غوښتي وو چي د فلسطینیانو د عامه وژني ( نسل کشي) لپاره باید داسي عسکري کنډکونه جوړ شي لکه هټلر چي د یهودانو د عام وژني لپاره جوړ کړي وو.
دفلسطینیانو د عام وژني لپاره د اسرائیلي معسکراتو د جوړولو په اړه ددوی د ملایانو (حاخاماتو) له لوري لاسلیک شوې فتوا دصهیوني رژیم له لوري چاپیدونکي اونیزه مجله کي خپره شوي اوپه ګڼ شمیر باندي په یهودي عبادت ګاوو ( کلیساوو) کي ویشل شوی وه.

دغه فتوا کي چي د اسرائیلو د اکثرو یهودي ملایانو له لوري ورباندي لاسلیک شوی وو لیکل شوې وو، دفلسطینیانو دعام وژني (نسل کشي) لپاره دا ډول معسکرات جوړول پرحکومت باندي شرعي فریضه دي باید ضرور او ژر جوړ شي.

د اسرائیلو دغه متعصب او مشهور ملا (حاخام) الیاهو، وایی د اسرائیلو ډیری وګړي زما دد غي فتوا چي دفلسطیني فدایانو بچیان دي په ونو کي ۵۰ متره لوړ وځړول شي تائید کوي.

نومړي زیاته کړه زما دغه فتوا دي خلګ توکم یا نژاد پرستي نه تعبیره وي بلکي دا زما له اسرائیلو سره مینه ده، او دلته اوسیدونکي عرب باید پوه شي چي دلته ددوي اوسیدنه د مېلمنو په ډول ده، کچیري دوي د اسرائیلو د دولت لپاره ستونزي جوړه وي بیا نو د دوي لپاره دلته د اوسیدو ځای نشته.

د یهودانو ملایان خو دغه دي خپل ولس ته فتواوي ورکوي چي د مسلمانانو مجاهدینو بچیان پنځوس متره لوړ په ونو کي را وځړه وۍ او بیا خپل حکومت ته وایی چي تاسو باندي واجب ده چې د مسلمانانو د ټول وژني (نسل کشي) لپاره یواځیني کنډکونه جوړ کړي، لکه څرنګه چې هټلر یهودان وژلي وو همداسي مسلمانان ووژنې.

افسوس زمونږ د مسلمانانو پر ځینو ملایانو چي د خپل مسلمان او مجاهد ملت لپاره دیهودانو په څنګ کي ناست ورسره غرمنۍ او ماښامنۍ وهي او چي هغه څه وایی دوي ورسره د هو کړي سرښوروي او یا د په فلسطین او نوره نړۍ کې د مسلمانانو په حال ځان نه خبروي، خپل په کوچني محیط کې یې ټول فکر بندوي او خبر نه وي چې په نړۍ کې څه پيښيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak.khan

یهود خو دمسلمانانو سرسخت ډوښمنان دي نو که هغه دافتوی ورکوي نوګیله مکوی ځکه دغه فتوی ډیره وړاندې آفغاني حاخام سیاف خان هم ورکړې وه هغه هم دفدائې شهیدانو دراځوړنده ولو وینا کړې وه او دغو صهونيست پالو هم په خپله کرکه کښې دسیاف خان تقلید کړی دی، لعنت پدغه نطراودغې مفکورې شه،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x