نړۍ

نن ترکيه کې د پارلماني ټاکنو دوهم دور پيل شو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): ترکيه کې د پارلماني ټاکنو دوهم دور نن سهار پيل شو او تر ماښام ناوخته به روان وي.

په دغو ټاکنو کې به شاوخوا ۵۴ ميليونه ترکان ګډون کوي او پارلمان ته به خپل استازي لېږي.

د پالمان کانديدانو امنيت او اقصادي پرمختګ خپل ټاکنيز شعارونه ټاکلي دي.
د پارلماني ټاکنو کانديدانو يو شمېر غړي په خپلو ټاکنيزو شعارونو کې وايي، چې د «تروريزم» په نوم جګړه کې دې د ترکانو ګډون همداسې روان وي او کردانو سره دې د سولې پروسه ودرول شي، بل پلو نور کانديدان بيا وايي، چې د تروريزم ضد جګړې په نوم قانون او پرېکړه دې له سره لغوه شي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د ګڼو مخالفو کانديدانو شعارونه سره ورته دي، مګر توپير يې په عملي ګامونو او د ټاکنيزو وسايلو په کارولو کې دی، چې څوک به بريالی کيږي.

د ترکيې صدر اعظم او د عدالت او پرمختګ ګوند مشر داود اوغلو رسنيو سره په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې د دوی ګوند به په څرګند اکثريت دغه ټاکنې وګټي، حکومت به هم دوی په يوازې ځان جوړوي او هېواد به د سولې او اقتصادي پرمختګ پر لور بيايي.

د روان کال جون مياشت کې ترکيه کې پارلماني ټاکنې وشوې، چې واکمن عدالت او پرمختګ ګوند په کې ٪۴۴.۸۷ رايې وړې وې. په دغو ټاکنو کې عدالت او پرمختګ ګوند ونه توانېده، چې ځانته خپل حکومت جوړ کړي او پرېکړه وشوه، چې ټاکنې به دوهم ځل بيا ترسره کيږي.

په دغو ټاکنو کې شپاړس ګوندونه برخه لري، چې تر ټولو مشهور يې واکمن «عدالت او پرمختګ» د ترکانو جمهوري پلوه ګوند، د ترکانو ولسي حرکت، قومي ډيموکرات ګوند دی، چې د ترکي پارلمان په ۵۵۰ چوکيو سره سيالۍ ته ولاړ دي.

ترکيه د روانو ستونزو او امنيتي ګواښونو له امله څلور لکه امنيتي ځواکونه د پارلماني ټاکنو د امنيت لپاره ګمارل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x