نړۍ

د پاکستان ملتپال سياستوال افضل خان لالا ومړ

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان وتلی ملتپال سياستوال او د اسفنديار ولي خان په مشرۍ د عوامي نېشنل ګوند لوړپوړی غړی افضل خان لالا د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

افضل خان لالا په ۱۹۲۶م کال کې د خيبرپښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې زيږيدلی و، د ځوانۍ په شېبو کې يې د سوات والي مخالفت پيل کړ او وروسته له هغې، چې سوات د سرحد ايالت برخه شوه، افضل خان لالا په ۱۹۶۹م کال کې د نېشنل عوامي ګوند غړی شو او د خان عبدالولي خان تر ټولو باوري ملګری بلل کېده.

نوموړی ۱۹۷۰م کال کې د سرحد ايالتي اسامبلۍ غړی و او د مفتي محمود په مشرۍ ايتلافي حکومت کې د نېشنل عوامي ګوند له لوري وزير ټاکل شوی و.

۱۹۷۵م کې د اپوزيسيون د نورو مشرانو سره يو ځای د حکومت له لوري ونيول شو او ۱۹۷۸ کې خوشې شو.

له هغې وروسته نوموړی د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر و، په ۱۹۹۰ م کال کې يې خان عبدالولي خان سره د اختلاف له امله د «پښتونخوا قومي پارټي» په نوم نوی سياسي ګوند جوړ کړ.۱۹۹۳م کال کې د پاکستان ملي اسامبلۍ غړی شو او د بېنظېر بوټو په حکومت کې د شمالي سيمو او کشمير چارو وزير ټاکل شوی و.

له څه مودې وروسته يو ځل بيا د اسفنديار ولي خان په مشرۍ عوامي نېشنل ته راغی.

افضل خان لالا په سوات کې د پاکستاني طالبانو او ملا فضل الله تر ټولو سخت مخالف سياسي مشر و او څو څو ځله پرې وسله وال بريدونه هم شوي دي.

افضل خان لالا په سوات کې د طالبانو د مخالفت له امله د پاکستاني پوځ د عملياتو او ځای پر ځای کېدو تر ټولو قوی ملاتړی و او درملنه يې هم د راولپينډۍ په پوځي روغتون کې ترسره کېده، چې بالاخره په دغه روغتون کې ومړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x