افغانستان

د اسیاف ځواکونه په پکتیکا کي د یوه مرکز څخه وتلي، او په لوګر کې بی پلوټه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی آسیا: د ایساف ځواکونه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوه ستر مرکز څخه وتلي او طالبان وايي چي دوی پر مرکز قبضه کړې، او هلته یې خپل بیرغونه ځوړند کړي.

ذبیح الله مجاهد په دې اړه د رسنیو سره په خبرو کی ویلي چي نن سهار د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د لوړه په سیمه کي بهرني ځواکونه د هغه مرکز څخه وتلي چي ددوی مجاهدینو به وخت په وخت بریدونه بر کول، او اخر هغوی اړ شول چي دغه مرکز تخلیه کړي، او طالبان هلته خپله قبضه وکړي.
نومړي ویلي چي طالبانو هلته خپل بیرغونه هم ځوړند کړي.

له بلي خوا د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي چي دوی دغه مرکز د خپل پلان له مخي تخلیه کړی.

په یوه بل خبر کي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چي ددوی مجاهدینو نن سهار د لوګر ولایت د محمد اغه ولسوالۍ کي د بهرنیانو یوه بې پلوټه الوتکه را نسکوره کړې.

د ایساف ویاند د پيښي تصدیق کړی او ویلي چي الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله را غورځېدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x