افغانستان

کابل: لاريون کوونکو د کار او ټولنیزو چارو وزارت دروازې تړلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار لسګونو لاريون کوونکو د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت مخې ته د بې کارۍ له امله لاريون وکړ او ددې وزارت دروازې يې د مراجعينو پر مخ وتړلې.

لاريون کوونکو د ګډ حکومت او دې وزارت پر ضد شعارونه ورکول او له هېواده د ځوانانو د تېښتې لومړنی علت يې بې کاري ګڼله.

لاریون کوونکي چې د « جنبش جوانان علیه بیکاری» په نوم د يوې ډلې له لورې را ټول شوي وو له ځانونو سره بېلابېل شعارونه لېږدول.

دوی پر لیکلو شعارونو سربېره نارې وهلې،چې « موږ بې کار یو، له دولته بېزار يو!».Larun-Kabul-rozgar

د دې لاريون یو تن ګډونوالو او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي فارغ وحیدالله هوتک وايي چې ګڼ ځوانان د بې کارۍ له امله له ژونده تنګ شوي، ځینې نورو هېوادونو ته تښتي او ځينې نشو ته مخه کوي.

د هغه په خبره تر دې وړانې يې د ملي شورا په دروازه کې هم چوپه خوله اعتصاب کړی و، چې چارواکو يې پر وړاندې هیڅ غبرګون ونه ښود.

دا ځوانان په داسې حال کې د کاري فرصتونو غوښتنه کوي چې د روان تعليمي کال په پوره کېدو سره شاوخوا شپېته زره نوي ځوانان هم له پوهنتونو فارغېږي چې ګډ حکومت يې د جذب او کاري زمینو لپاره کوم پلان نه دی په ډاګه کړی.

تر دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ګډ حکومت د یو کلن کېدو په مناسبت په یوه ناسته کې وویل چې په تېر یوه کال کې شاوخوا یو میلیون پر کارونو بوخت ځوانان بې کاره شوي دي، چې د بې کارانو سلنه يې لا لوړه کړې ده.

لاريون کوونکو ګواښ وکړ چې که يې غوښتنې ونه منل شي خپل مدني حرکتونو ته به دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x