
پکتیا چارواکي: سلګونو وسله والو ډنډپټان کې پر پوستو بريد کړی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیا امنيتي چارواکي وايي چې سلګونو وسله والو طالبانو د ډنډ پټان پر سرحدي پوستو بريدونه کړي دي چې لا هم روان دي.
په پکتیا کې د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان مل پاسوال عبدالبصیر وايي چې په بريد کې یوه پوسته سوځېدلې او په وينا يې پنځه سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.
د هغه په وينا امنیتي ځواکونه لا هم په جګړه بوخت دي او په قول يې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت وس لري.
وسله والو طالبانو هم په ډنډ پټان کې د جګړې پخلی کړی او ويلي يې دي چې تر اوسه يې له څلورو پوستو امنیتي ځواکونه شاتګ ته اړ کړي دي.
یاده دې وي تېره ورځ هم د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې پر ګڼو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وشول، چې تر تياره ماښامه يې دوام وکړ، دواړو لوریو د دې جګړې د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي خو وسله والو طالبانو په ځاځيو اريوب ولسوالي کې له سرحدي کنډک نه د ۱۵ عسکرو د تېښتې خبر ورکړ دی، چې چارواکو يې د رد په اړه څه نه دي ويلي.
دم ګړۍ د پکتیا د اوو ولسوالیو له لارې له مرکز سره تړلې دي، چې اوه واړه ولسوالۍ له مرکز نه د مرستې تمه نه شي کولی.