نظــر

د جنګی اسیرانو اعدام

غت سوال دا دی چه د کابل اداره ولی په دغسی حال او احوال کی چه د سولی پروسه له سره پیل شوی ، د اعدامونو لړی تر لاس لاندی نیولی ؟

دلته د جنګی اسیرانو نه د سیاسی لاسوند ( افزار ) په دول کار اخیستل موضوع مطرح ده . پدی معنی چه :

ــ مقاومت دیته حاضر نشو چه د کابل د اداری سره په نیغه خبری وکړی. شمالی تلوالی د حکومت د سروال په حیث د مقاومت نه د غچ اخیستنی په یوه نا ځوانمردانه دریز په بنست باندی د مخالفینو په اعدام لاس پوری کړ.

د ژنو دریم کانوانسیون د جنګی اسیر اعدامول او د هغی نه غچ اخیستنه ( ۱۰۰ ماده ) جنګی جنایت شمیری.

ــ په هغه مذاکراتو باندی چه د سولی په اړه په قطر کی جریان لری ، سیاسی فشار راوستل د مخالفینو د اعدام بل لامل ګنلی شو . بهرنیان غواړی د دی لاری مخالفینو ته پیغام ورولیږی چه که په خبرو کی انعطاف ونښودل شی ، بهرنی ستراتژیستان د جګړی د دوام په مقصد مذاکراتو ته د پای تکی کیږدی . د کابل د اداری جګړه ماران هم په ناقراری ، دغه شیبی ته انتظار باسی.

مهمه خبره دا ده چه د جنګی اسیر نه د سیاسی موخو د پاره ګته پورته کول د جګړی د قوانینو نه سرغړونه ده .

په هر حال د وسله والو مخالفینو د اعدام په اړه نړیوال نظامی ائتلاف ( ن، ن، ا ) او د کابل اداره ګد دریز لری . دا چه ( ن، ن، ا ) اوسنی سیاسی اعدامونه د یوه اعلامیی د لاری، ندی غندلی ، په قضیه کی د هغه د لاس لرلو نښه ده .

موږ د کابل حکومت د جګړه مارانو نه د عدالت او حقونو د موازینو د درناوی تمه نلرو . خو د ( ن، ن، ا ) نه دا غوښتنه لرو چه په عمل کی افغانانو ته وښئی چه دوی واقعآ سولی او عدالت اصولو ته باور لری او دیموکراسی او قانون واکمنی ته ژمن دی . که نه د مقاومت برحق شته والی پخپله ثابتیږی .

دلته د دی د پاره چه ( ن، ن، ا ) د دغه اند نه وباسو چه په افغانستان کی په ځنګله د ننه د شکار په مقصد ندی راغلی ، نړیوال قوانینو ته پناه وړو . هغه نړیوال قوانین چه یی ( ن، ن، ا ) یو اړخ جوړوی :

د ژنو کانوانسیون ( ۱۹۴۹ د اګست ۱۲ ) لمړی پروتوکول (۱۹۷۷ ) جنګی اسیران د بشری حقونو Droit humanitaire په درلودلو مستحق ګنی.

د ژنو کانوانسیون (۱۹۴۹) دوهم پروتوکول غیر نړیوال هغی جګړی ته ځانګړی شوی چه یو اړخ یی ملیشیا جوړوی . پروتوکول هڅه کوی چه د جګړی په وخت کی ( سره له دی چه د جګړی د قوانینو نه سرغړونه شوی وی ) غیر دولتی جنګیالی د حقونو تر پوشش لاندی راوړی.

اوسمهال ګن شمیر ديپلوماتان او سیاستپوهان اعتراف کوی چه افغانستان د اشغال په حالت کی قرار لری . فرانسویان د « ریال پولتیک » په بنیاد باندی خپل لار د موتلفینو نه جلآ کړل .

د کابل د جګړه مار حکومت له خوآ د اشغال په چاپیریال کی (قضایی ضمانتونو نشتوالی سره سره ) د جنګی اسیرانو د اعدام پریکړه صادرول پدغسی شرایطو کی چه بهرنیان تر ابده پوری په افغانستان کی نه پاته کیږی ، د افغانانو پخپل منځی سوله ایز ژوند په پروسه باندی ناوړه اغیز شیندلی شی . « پای »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x