افغانستان

د ښار جوړولو وزير: چين په افغانستان کې لس زره د هستوګنې ودانۍ جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د چين خلق جمهوري دولت په افغانستان کې د اوسېدلو لس زره ودانۍ جوړوي.

د ښار جوړولو وزیر وايي چې د چين دولت له لوري د لس زره هستوګنې ودانيو دا مرسته له افغانستان سره بلاعوضه مرسته ده.

نوموړي وویل چې د هستوګنې د ودانیو په برخه کې له روسيې وروسته چين دویم هېواد دی چې په دومره شمېر ودانيو د جوړولو ژمنه کوي.

نادري ونه ویل چې دغه پروژه به کله پیل شي، خو په وينا يې دغه لس زره کورونه به د دولت پر هغو کارکوونکو ووېشل شي چې لا هم په کرايه کورونو کې ژوند کوي.

د ښار جوړولو وزیر د پروژې د تطبیق کره ځای هم په ګوته نه کړ، خو تر دې وړاندې په کابل کې د چین سفير کندهار ته پخپل سفر کې له عینو مېنې ښارګوټي لیدنه کړې وه،، چې د سیمې اوسېدونکو د چین له لوري د هستوګنې د ودانیو جوړولو د مرستې خبر هغه وخت هم ورکړی وو، خو رسمي سرچينو يې په اړه څه ونه ويل.

نوموړي د چین دغه مرسته د هېواد په اقتصاد اغېزمنه وبلله او په وينا يې په تېره یوه لسیزه کې تر سل ميليارده ډالره ډېره مرسته شوې خو د خلکو لپاره د سر پناه دغسې مرسته چا نه ده کړې.

نادري وايي چې د چين له لوري د دې پروژې تطبیق د خلکو په ژوند کې بدلون راولي او د چین دا مرسته به یوه تلپاتی یادګار وي.

د ښار جوړولو وزیر وړاندې وویل چې د خلکو لپاره هم پلان لري چې په مناسب قيمت برابرې وادنۍ د قسطونو په وسیله په خلکو وپلوري.

ياده دې وي دم ګړۍ د په اطراف کې د نا امنۍ او بې کارۍ له امله په ښارونو کې د اوسېدونکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده، چې ډېری يې په کرايي کورونو کې ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز

السلام علیکم ۰۰۰ حامد کرزی مورده خو یو کورهم چاته جوړ نکړ که دا کار کرزی کړی وی ډیر بی کوره افغانان په کور شو وی وه

الحاج استا ذ بیانزی

دا هسی تیرویستنی دی ، افغانستان کی دی څه چه هر هیواد رامنډی وهی ، ای زه تاسی ته دومره بسونه درکوم ، ای زه تاسو ته پوهنتون جوړوم ، ښارګوټی جوړوم ، ای زه تاسی سره نظامی مرسته کوم او او ….. اصلا خبره هماغه د زمکی لاندی زیرمی او د ځینو هیوادو د پاره د زمکی د پاسه د نشه توکو زیرمی او قاچاق دی چه دغه غلامی ، بی کفایته او فاسده اداره لکه د فاحشی ښځی په شان ( په هر څه چه ډالر تر لاسه کولی شی ) ورته پرته وی ، اول خو باور… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x