افغانستان

ولايتي شورا: د پکتیکا درې ولسوالۍ سقوط ته نږدې دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا ولایتي شورا وايي چې مرکزي حکومت پام ونه کړی د دې ولایت درې ولسوالۍ به ډېر ژر د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېږي.

د دې ولایت د ولايتي شورا مشر افسر خان سلېمانخېل وايي چې طالبانو هم مهال په وازه خوا، تروو او وړممۍ ولسوالیو بريدونه پیل کړي چې که يې مرسته ونه شي سقوط به وکړي.

د ولایتي شورا رییس وايي چې وسله والو طالبانو په وازه خوا ولسوالۍ کې نهه هغه کلي نیولي چې اربکيان او د دوی قومندانان پکې اوسېدل، د هغه په وينا طالبانو د دې ولسوالیو لارې له مرکز سره تړلې دي.

د پکتیکا امنیتي چارواکي په یادو او ځینو نورو ولسوالیو کې د جګړې پخلی کوي خو په وينا يې امنیتي ځواکونه د مقابلې وس لري.

دا په داسې حال کې دی چې پر وړممۍ، تروواو وازه خوا ولسوالیو سربېره اومنه، ګومل او برمل هم د جګړې شاهدې ولسوالۍ دي.

سیمه ییز طالبان وايي چې له څو ورځو راهیسې يې وازه خوا ولسوالۍ محاصره کړې او ګڼ کلي يې له اربکيانو خالي کړي دي.

پر دې سربېره يې پر اومنه ولسوالۍ هم محاصره کلکه کړې او دې ولسوالۍ ته ور غځېدلې لارې يې تړلې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې له مرکز ښرنې نه مرستندویه کتار په زواکه او ګيناوه سیمو کې بند پاتې دي، چې لا هم نه دي توانيدلي ولسوالي ته مرسته ورسوي.

د دوی په وينا امنیتي ځواکونه په سیمه کې هوان پرلپسې ډزې کوي چې لرې پرتې سیمې له کوم هدف پرته په نښه کوي.

تر اوسه د ولسي مرګ ـ ژوبلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

ياده دې وي د پکتیکا په ګاوڼد ولایت پکتیا کې هم په ګڼو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ د پرلپسې نښتو خبرونه ورکړل شوي او د دې ولایت د اوو ولسوالیو لارې يې له مرکز ګرديز سره تړلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x