افغانستان

د کډوالو چارو وزارت او ارګ اختلاف المان ته کډوال د ناڅرګند برخلیک سره مخامخ کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): په المان کې افغان کډوال وروسته له هغه ستونزو سره مخ شول چې د المان د کورنیو چارو وزارت له هغه هېواد څخه د دوی د ویستلو امر ورکړ.

افغان کډوالو له دې اعلان وروسته له المان څخه د افغانستان پر ځای نورو اروپايي هېوادونو ته مخه کړې.

که څه هم محمد اشرف غني د المان له بهرنیو چارو وزیر شتاین مایر سره په خبرو کې د دوی د دې پرېکړي هر کلی کړی او په وينا يې « افغانستان ځوانانو ته اړتیا لري.» خود کډوالو چارو وزارت بیا د المان د کورنیو چارو وزارت د وزیر دا پرېکړه ناسمه بللې او ويلي يې دي چې دوی د کډوالو لپاره د مناسب ژوند برابرولو وس نه لري.

په تازه څرګندونو کې د کډالو چارو وزیر ويلي چې دوی د کډوالو د ځایو لپاره ظرفیت نه لري او په وينا يې هر څومره چې ممکنه وي باید په اروپا کې يې د پاتې کېدو هڅه وشي.

عنایت الله حافظ د کار او پراختیا ګوند غړی وايي چې حکومت که د مناسب ژوند برابرولو وس لرلی دا خلک به ترې کډوال شوي نه و.

د هغه په وينا اروپا ته ډېر خلک د ملي وحدت حکومت په موده کې لاړل، چې مسوولیت يې د دې حکومت مشرانو ته راجع کېږي، هغه د اشرف غني د څرګندونو په اړه په پوښتونکي انداز وویل، چې ولسمشر دغه خلک د دې لپاره راوغواړي چې تر پلونو لاندې د معتادو (نشیانو) سره یو ځای ژوند وکړي؟

حافظ په اروپايي هېوادونو غږ وکړ، چې که د انسانانو په څېر زړونه لري، نو پر افغانانو دې زړه وسوځي، د هغه په خبره دوی باید پوی شي چې افغانستان ته د افغانانو بېرته راستنول د متعاد کولو په مانا دي.

له بله اړخه له المان ته پناه وړونکې افغان کډوال ددې اعلان وروسته له دغه هیواد څخه سویس، سويډن او نورو اروپايي هېوادونو ته په تېښته دي، چې امکان لري ژوند یې نور هم د نا څرګند برخلیک سره مخ شي.

ولسمشر اشرف غني چې خپل زوی او لور يې په لويديځ کې ژوند کوي پر افغان ځوانانو غږ کړی چې خپل هېواد ته دې راشي او د هېواد لپاره دې کار وکړي.

سید حسین عالمی بلخي ويلي چې په افغانستان کې نه اقتصادي او نه هم امنیتي وضعیت د دې وړ دی چې له نورو هېوادونو بیا راستنو شویو کډوالو ته دې د مناسب ژوند زمینه برابره کړي.

له دې سره په څنګ کې ولسمشر د عالمي بلخې څرګندونې د هغه شخصي نظر بللی او په الماني چارواکو يې غږ کړی چې افغان کډوال دې له هېواد بهر او دوی ته ور ولېږي.

اشرف غني ويلي چې افغانستان په دې برخه کې پر خپلو نړیوالو مسوولیتونو خبر دی او وبه کولی شي چې خپلو ځوانانو ته کار برابر کړي.

د د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې «سوزان چیبلي» رسنیو ته په یوه خبري کانفرانس کې ویلي چې په جرمني کې د کابل سفارت څخه هم دوی داسي معلومات تر لاسه کړي چې د «سید حسین عالمي بلخي» خبري د هغه شخصي نظر څرګندوي، نه د افغانستان د حکومت دریځ.

د ګډ حکومت ولسمشر په داسې حال کې د کډوالو ځوانانو لپاره د کار برابرولو ټټر وهي چې نن هم په پلازمېنه کابل کې لسګونو بې کاره ځوانانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مخې ته لاریون کړی و او د بې کارۍ له امله يې د حکومت پر ضد شعارونه ورکول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمود

ولسمشر اشرف غني چې خپل زوی او لور يې په لويديځ کې ژوند کوي پر افغان ځوانانو غږ کړی چې خپل هېواد ته دې راشی او د هیواد لپاره د کار وکړی. دا جمله شه مفهوم لری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x