نظــر

طالبانو ولي طلوع او یک چینلونه وګواښل؟!

شاهد غزنیوال –

د روان کال د تلې د میاشتې په ۲۰ نیټه د افغانستان د اسلامي امارت نظامي کمیسیون په یوه فوق العاده پوځي اخطاریه کې د طلوع او یک په نوم تلویزونې شبکي وګواښلې او هغه یې د پوځي اهدافو په لیست کې شاملې کړلې .

داچې ولې اسلامي امارت اړ شو یادې رسنۍ په خپلو پوځي اهدافو کې شاملې کړي په لاندې کرښو کې په مختصر ډول ورباندې بحث کوو.
په افغانستان باندې د امریکایانو له پوځي یرغل سره سم هغوی د دغه یرغل د توجیه کولو او یا هغه ته د مشروعیت ورکولو لپاره خپل تبلغاتي یرغل هم پیل کړ.

هغوی په افغانستان کې د تبلیغاتي یرغل د موفقیت لپاره په هماغه اندازه دقیق پلانونه په کار واچول څومره چې یې د پوځي یرغل لپاره تیاری په پام کې نیولی و.

امریکایانو ترهرڅه له مخه د خپلوهمدغو تبلیغاتي وسائلو او رسنیو له لارې یوشمیر ځانګړي مصطلحات ایجاد او بیايي د افغان ولس په اذهانو کې دهغوی د ځای پر ځای کولو لپاره فعالیت پیل کړ .دیموکراسي ، د بیان آزادي ، له تروریزم سره مبارزه د ښځو حقوق او… هغه څه و ل چې په افغانستان کې د غربي میډیا د فعالیت د تمرکز نقطه بلل کیده او دوی خپل ټول جنګي جنایات تر دغې نقطې لاندې پټول.

امریکایانو د خپل تبلیغاتي یرغل د پرمختګ لپاره په افغانستان کې په سلګونو چاپي او صوتي رسني او تلویزوني شبکې ایجاد او د هغوي د مدیریت او انتظام چارې یې یوشمیر داسې افغانانو ته وسپارلې چې هغوی امریکايي مصالحوته خپله تر امریکایانو هم ډیر ژمن او وفادار پاتي شوي ول. د دغو رسنیو په منځ کې طلوع او یک تلویزوني شبکې د غربي ملوثو افکارو د ترویج لپاره تر ټولو پرمختللې او له تخنیکي او مسلکي لحاظه فعاله رسنۍ دي چې هم يي د خلګو په منځ کې شهرت تر لاسه کړی او هم امریکايي منافعو ته تر نورو هغو ډیرې وفادارې دي .

دغو دواړو رسنیو د امریکایانو د پوځي فعالیتونو د انعکاس ترڅنګ په افغاني مسلمانه ټولنه کې د غربي لویدلي فرهنګ د ترویج او خپراوي لپاره هم ډیرې هلې ځلې وکړي.

هغوی د خپلو مختلفو پروګرامونو له لارې د بي حجابي ، اختلاط ، بیدني او الحاد د خپراوي ترڅنګ د افغانانو د اصیل اسلامي فرهنګ او دهغوی د سپیڅلو د ارزښتونو پرخلاف نشرات لرلې چې وخت ناوخت د افغان مؤمن ولس له کرکې سره سره مخ او دهیواد په بیلابیلو ولایتونوکې د پوهنتونونو د محصلینو او د مدارسو د زده کوونکو لخوايي په خلاف لاریونونه هم شوي دي.

طلوع اویک ټلویزوني چاینلونو په فرهنګي برخه کې د فکري تخریب تر څنګ په پوځي برخه کې هم د دښمن د پوځي عملیاتو او د هغوی د لاسته راوړنو د انعکاس په برخه کې یې د دښمن د یوې فعالې پوځي رسنۍ په حیث رول اداء کړي .

د بیلګې په توګه د طلوع تلویزون خبریالان چې کله د کابل رژیم د پوځي فعالیتونو د انعکاس لپاره کومې پوځي ساحې ته ځي د هغوي په دومره پلویتوب سره خپل رپوټ تر تیبوي چې سړی دا نشي تشخیصولای چې دا رپوټ د دفاع وزارت د نشراتو د ریاست د رسمي کارکوونکو لخوا ترتیب شوی او که د یوه غیر دولتي تلویزون د خبریال لخوا؟.

آن تردې چې د طلوع تلویزون خبریالان له پوځې ساحې څخه د خبري پوښښ پر مهال کټ مټ هماغه ضدمرمي خولۍ او واسکټونو کاروي کوم چې د ملي اردو ځواکونه د محاربي په مهال تري استفاده کوي .

که څوک له جګړه ییزې ساحې څخه د خبري پوښښ پرمهال د طلوع ټلویزون د خبریال لایف خپرونه (نشر مستقیم) وویني هغه هیڅ دا فکر نه کوي چې دا دې دکومې آزدې رسني خبریال وي ؛ بلکې پر دې به يي یقین وي چې دا د دفاع وزارت د نشراتي څانګې اړوند کوم موظف مطبوعاتي ټیم دی او خپلې اړوندې مرجع ته له ساحې څخه د خپلو پوځي فعالیتونو رپوټ ورکوي .

هره رسنۍ دا مکلفیت لري چې د جګړې له ساحې څخه د رپوټ ورکولو پر مهال د خپلې اړوندې مرجع مربوط شعار او مخصوص د مرمۍ ضد خولۍ او واسکټ چې Press لیکل شوی وي کاروي ، او د جګړې ښکیل اړخونه د خبریالانو د دغه مخصوص لباس لرونکو خبریالانو د خوندیتوب اومصؤنیت مسؤلیت لري .

داچې د طلوع او یک خبریالان په لوی لاس د جګړې په ساحه کې هغه لباس اغوندي کوم چې د رژیم پوځي افراد کاروي او دهغوي په ټانګونوکې له هغوی سره یوځای دمجاهدینو تعقب کوي او یاهم هغه خبري او اصطلاحات کاروي چې د رژیم مطبوعاتي چارواکي يي په خپلو رسمي څرګندونو کې د مجاهدینو په ضد کاروي نو مجاهدین مجبور دي له همدغو رسنیو او دهغوي له خبریالانو او ټولو اړونده چارواکو سره هغه تعامل وکړي کوم چې د پوځي مقاومت پر مهال د دښمن له افرادو سره کوي .

ځکه دغو رسنیو او دهغوی کارکوونکو د دښمن په طرفداري کې خپل مهني او مسلکي حیثیت په خپله تر پښولاندې کړی ، نو مجاهدین مجبور دي چې له هغوي سره د دښمن د پوځي افرادو په حیث عمل وکړي نه د مسلکي بي پري خبریالانو او مطبوعاتي کارکوونکو په توګه .

د طلوع ټلویزون خبریالان د رژیم ماتې خوړلیو عسکرو ته د مورال ورکولو لپاره د جګړې له ساحې څخه په خپلو رپوټونو کې یواځې هغه معلومات خپل مرکز ته ورکوي چې د درژیم د پوځي چارواکو لخوا ورته ویل کیږي ، د بیلګې په توګه د رژیم چارواکې مجاهدینوته د تروریستانو نوم کاروي او غواړي د دې نوم په کارولو سره خپل جنایات پټ کړي ، د طلوع خبریالان د رژیم دپوځي چارواکو په اقتفاء په خپلو خپرونو کې دمجاهدینو لپاره عین همدا نوم کاروي او د رژیم په خلاف د هغوی مقاومت توهینوي .

حال داچې یوه بي پري رسنۍ په خپل رسنیز فعالیت کې دا صلاحیت نه لري چې په هیڅ ډلې هم خپل حکم وکړي او یا دهغوی پرخلاف د جانب مقابل په ګټه تبلیغات وکړي .

که څه هم چې د طلوع اویک چاینلونو په اړه د اسلامي امارت د پوځي کمیسیون اعلامیه د ځینو غربي چارواکو او موسسو لخوا غندل شوې او د دوی په اصطلاح د خبریالانو ګواښنه جنګي جنایت بلل شوی ، خو اسلامي امارت په یادې اعلامیې کې په وضاحت سره د بي پري رسنیو او دهغوی د کارکوونکو مصؤنیت د ځان مکلفیت ګڼلی .

په یاده اعلامیه کې د طلوع اویک تلویزوني شبکې د هغوی د رسنیز فعالیت له مخې نه بلکې د هغوی د تبعیضي کړنو اوښکاره پلویتوب له مخې ګواښل شوې چې داکار د دښمن په خلاف د مجاهدینو له کاري اجراآتو څخه ګڼل کیږي نه د خبریالانو او خبري رسنیو په خلاف د هغوي غیر مجاز فعالیت .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د اسلامي امارت دا کار د تائید وړ دی خو افسوس چې ډیر وروسته یې په دې اړه تصمیم ونیوه. خو بیاهم په نیکو اقدام هرکله ښه دی.

الحاج استا ذ بیانزی

دا سمه ده چه دا دوه چینلونه د مظلوم اولس په خلاف او د اشغالګرو سره په ملګرتیا کی تر نورو ډير مخکښه دی کیدی شی دا دوه رسنی د اشغالګرو اصلی بچیان او یا د دوی خپلی رسنی به وی او یا د دی د پاره چه یو دبل سره څه توپیر ولری د یوه شیره به یی د بل په کچه ښکته او پورته کړی وی لکه د کورونو نقشی چه بدلی بدلی وی مګر دننه کړنی پکی یو شانته وی . یعنی طالبانو ته د دی اړه وه چه ددی دوه چینلونو او یا دوی ته ورته… نور لوستل »

شمس الحق

که چیرته مجاهدین د طلوع تلویزونی چینل تر برید لاندی ونیسی نو دا به د مجاهدینو لویه بریا وی ځکه یو محاربوی جنګ دوی ته دومره تاوان نشی رسولی لکه دغه پلیته رسنی نو زمونژ هیله دا ده چی ژر ترژه د یو کارنده برید ترتیب کړی او دغه منحوسه رسنی له خاورو سره خاوری کړی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x