
پکتيا: طالبانو ډنډ پټان ولسوالۍ محاصره کړې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): وسله وال طالبان وايي چې له دوه ورځنۍ جګړې وروسته يې د ډنډ پټان ولسوالۍ تر کلکې محاصرې لاندي نیولي.
طالبانو مخکې په یوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې د ډنډ پټان ولسوالۍ په جګړه کې يې درې عسکر وژلي او اوه نور مرګوني ټپیان کړي دي.
د دوی په خبره امنیتي ځواکونو ته ور روان مرستندویه کاروان يې بېرته په شا تمبولی.
په دې جګړه کې طالبانو د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو او دريو نورو د ټپی کېدلو خبر هم ورکړی دی.
د پکتیا ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو نن سهار د دې ولایت امنیتي مسوولینو وویل چې سلګونو طالبانو د ډنډ پټان په امنیتي پوستونو بريدونه کړي دي.
په پکتیا کې د ۴۰۲ سرحدي زون قومندان مل پاسوال عبدالبصیر تر غرمې وړاندې ويلي و چې په بريد کې یوه پوسته سوځېدلې او په وينا يې پنځه سرحدي پولیس ټپیان شوي دي.
یاده دې وي تېره ورځ هم د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې پر ګڼو امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه وشول، چې تر تياره ماښامه يې دوام وکړ، دواړو لوریو د دې جګړې د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي خو وسله والو طالبانو په ځاځيو اريوب ولسوالي کې له سرحدي کنډک نه د ۱۵ عسکرو د تېښتې خبر ورکړ دی، چې چارواکو يې د رد په اړه څه نه دي ويلي.
دم ګړۍ د پکتیا د اوو ولسوالیو له لارې له مرکز سره تړلې دي، چې اوه واړه ولسوالۍ له مرکز نه د مرستې تمه نه شي کولی.