افغانستان

د ديموکراسۍ لارويان او د بشري حقوقو درواغژنې نارې

dostum karzai

دا څو ورځې کېږی چې د کابل ادارې د بندیانو د اعدام لړۍ پیل کړی ده، که څه هم دوی په لومړي سر کې یوازې د وژنو، وسله والو غلاوو، جنسي تیریو، او نورو جنايي مجرمينو د اعدام خبره کوله. چې د همدې ډول بنديانو څخه یې د سې شنبې په ورځ د اتو تنو په اعدام کولو پیل وکړ. داسې معلومېدل چې د جنايي بندیانو په اعدام باندې د پیل څخه به د کابل ادارې یوه موخه دا وه، چې سياسي بندیان هم د جنايي بندیانو په نامه اعدام کړي، ترڅو د مجاهدو بنديانو په وړاندې، د دې بې رحمانه او وحشيانه عمل په ترسره کولو کې د کوم خنډ او خطر سره مخامخ نه شي. 

خو طالبانو هم ترې سمدستي پرده پورته کړه او د یوې اعلاميې په ترڅ کې يې خبرداری ورکړ چې په اعدام محکوم شوو بندیانو کی مجاهدين هم شامل دي: (… موږ داسي موثق راپورونه ترلاسه کړي چې ددغو اعداميانو په لست کې داسلامی امارت اړوند ځينې جنګي اسيران هم شامل کړل شوي دي چې هغه اصلا جنايې بنديان نه بلکې جنګي اسيران دي … ).

خو بیا چې کله د چار شنبي په ورځ د دوهم ځل لپاره د نورو بندیانو د اعدام خبر خپور شو، نو د ازادۍ راديو هم، د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس له خولې د شپږو تنو جنګي اسیرانو (مجاهدینو) اعدامول وښودل. نوموړي داسې وویل: (دا شپږ تنه د ځان وژونکو حملو د پلان کولو او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د وسله والو حملو د ترسره کولو په جرم اعدام شول ). http://pa.azadiradio.org/content/article/24777417.html

رسنيو د دغو شهيدانو نومونه خپاره کړي دی (رمضان ، عزیزاحمد ، متوکل او محمد حیدر) ، د دغو څلورو تنو په اړه خو چې زه پخپله پکې یوازې د شهيد ملا رمضان په اړه دومره معلومات لرم، چې د عبد الرحيم زوی او د فاریاب ولایت د یوه مسجد خطيب، زوړر، په دين مین مجاهد وه، په ګران هيواد باندې د صلیبي یرغل سره سم يې په مقدس جهاد پیل کړی، ډير په مېړانه د یرغلګرو او د هغوي تالي څټو سره جنګېدلی، چې بالاخره د هغوی لخوا ونیول شو، او پرون یې د نورو مجاهدینو په څېر دی هم په شهادت ورساوه، د نوموړي جنازه نن د پنجشنبي په ورځ د کابل څخه د فارياب ولایت په لور د خپلو خپلوانو له خوا یوړل شوه.

د پورتنيو کرښو څخه څرګندېږي چې نوموړي څو تنه اعداميان، جنایی مجرمين نه، بلکې جنګي اسيران یا سياسي بندیان وه، چې د نړۍ د بشري حقوقو په هیڅ قانون کې څوک جنګي اسيران نه شي اعدامولي. تر دې چې د ژنیو د څلورو کانوانسیونونو ( 1925 ،1929،1949،1993 م کال ) ددویم پروتوكول په اساس هم باید له اسیرانو سره “انسانی” چلند وشی، غچ ترې وانه خیستل شی، شكنجه او اعدام نه کړل شی .

نو د نړیوالو قوانینو په اساس هم جنګی اسیران د انسانی چلند نه بی برخی كول پخپله یو جنګي جنایت دی، او د سختې جزا وړ ګڼل کیږی.

بل دا چې د کابل ادارې، لوی څارنوال محمد اسحاق الکو بي بی سی سره په مرکه کی، په ډېره سپين سترګۍ سره جنګي اسيران د خپلو حقوقو څخه وباسي چې پر اعدام محکوم شوي ټول زندانیان له ترهګرۍ او جنايي پیښو سره پر تړلو موضوعاتو په مرګ محکوم شوي دي. نوموړی داسې هم وايي: (ټول جنايي موضوعات دي. په افغانستان کې اصلاً هېڅ سیاسي بندیان نه لرو. یا ترهګر دي، يا په مخدره توکو کې نیول شوی دي او یا هم نور موضوعات دي).

http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2012/11/121120_hh-af-prisoners-execute.shtml

د الکو نامعقولو خبرو ته ځواب ورکول ځکه اړين نه بولم، که هر څومره د دين څخه منحرف شخص هم وي، په دې پوهیږی چې د ازادۍ جنګیالي په دین او وطن مين سپېڅلې مجاهدين هیڅکله په جنایی لیست کې نه شي راتلی، د دوی سياسي توب څخه سترګې پټول او په جنایي دوسيه کې یې ورښکېل کول، یوه بې شرمانه هڅه او سپین سترګي ده اوبس.

بل دا چې د نړيوال قانون په اساس هم، کله چې په یوه هيواد یرغل وشي، او وسلوال مخالفين يې د مقاومت ډله ثابته شي، نو یرغلګر ځواکونه بايد ورسره د نړيوالو حقوقو په چوکاټ کې چلند وکړي. او کله چې مقاومت کوونکي ونيول شي نو د جنګي اسيرانو د حقوقو څخه برخمن ګرځي، چې پکې د نه اعدام او نه شکجه کولو حقوق، برائت ذمه ، د اعتراف په موخه د شکنجی منعه ، د دفاع د وکیل د درلودلو حق او نور شامل دي ( دریم کانوانسیون ۱۰۰مه ماده ).

دا هاغه حقوق دي چې د سلونو کلونو راهيسې د ژوس ان بلو (Jus in bello ) په اساس ايښودل شوي دي. او په افغانسان کې په ديموکراسۍ معتقد موجوده یرغلګر او د هغوي لاسپوڅي ورته ځانونه ژمن بولي، خو د مجاهدينو په اړه ترې سرغړونه کوي او سترګې ترې پټوي.

نو پوښتنه دا ده چې افغان مظلوم ولس چې د خپل هیواد د ازادۍ او استقلال په موخه جنګیږی، بندیان يې ولي د جنګي اسيرانو د حقوقو څخه برخمن نه دی؟ دوی انسانان نه دی؟ دوی په څه دلیل د بشري حقوق برخمن نه شی کیدلی.

د بشري حقوقو مدعيان او د ديموکراسۍ پلويان، ملګري ملتونه، اسلامي کنفراس، نړیوال سور صلیب، او ټولې نړېوالې حقوقي مؤسسې او بشري سازمانونه چې تل به یې د بشري حقونو نارې وهلې، څه شول؟ ولې یې پرې غوږونه کاڼه کړي؟ نه يې پخپله په دې اړه کوم ګام واخست، او نه یې د طالبانو دهاغې غوښتنې په جواب کې څه وکړل، چې د اعدامونو مخه ونیسئ!. دا څکه چې دوی په حقیقت کې نړيوال قوانين هم د خپلو ګټو لپاره ایښی دی، چې نور يې د دوی په ګټه تطبيق کړي، یانې بشري حقوق یوازې د دوی لپاره دي، نه د بل چا لپاره.

بله خبره چې غواړم ورته اشاره وکړم، هغه دا چې که څه هم په افغانستان کې د جنګي اسيرانو د حقوقو دا ترپښو لاندې کول لومړی ځل نه دی، بلکې پر هيواد د صلیبي یرغل له پیله د لیلې دشتې د پېښې څخه تراوسه څو ځلې د بشري حقوقو او د جنګي اسیرانو د حقوقو څخه سرغړونه شوي. خو په اصطلاح د بشري حقوقو ادارو پرې د هاغه چا خبره، سر هم نه دی ګرولی.

بل دا چې که کله د کابل ادارې لخوا د بشري حقوقو څخه د دا ډول سرغړونو ځنډ ترسترګو شي هم، نو هغه په دې مانا نه چې دوی د خپل عادت څخه اووښتي، بلکې د هغې وجه به دا وي چې دوی د مجاهدينو د کمزوري کولو په موخه ډېرې نورې دسیسې هم په کار اچولې وي، ورته تمه یی وې، چی نتیجه به ورکړي، لکه د سولې په نوم د تسليمۍ دسیسه، د جعلي پاڅونونو دسيسه، خو کله چې دغه او دې ورته، ټولې دسیسې د مجاهدينو د کلک دريځ، پیاوړي عزم او مقاومت په وړاندې شنډې شوې، نو دوی د خپلو مخصلو مشاورينو (لکه پخواني کمونستان او د خپلمنځي جنګونو او جنایتونو نوميالی سیاف) هغه مشورې یو ځل بيا ومنلې چې مجاهدين دې اعدام شي ترڅو د سرښندنکو برېدونو مخه ونيول شي، او مجاهدين کمزوری شي.

خو دا يو تجربه شوی واقعيت دی، چې په دا ډول ناځوانمردانه انتقام اخستنې باندې د افغان مظلوم ولس احساسات لا زيات راپارېږي، مړه ضميرونه راويښېږي، او د مقاومت صف پیاوړی کیږي، بلکې د هر شهيد د غچ اخستلو په بدل کې په سلهاوو ځوانان سرښندنو او فداکارۍ ته تيارېږي.

په پای کې دا هم وايم چې د کابل ادارې د مجاهدينو د اعدام لړۍ په داسې حال کې پیل کړه، چې دوی او باداران يې طالبانو سره د خبرو اترو له ليارې د روغې جوړې چيغي وهي، او بیا ورسره په يو وخت جنګی اسیران هم په اعدام محکوموي او په شهادت یې رسوي، نو دا د دې څرګندونه کوي چې دوی د سولي په نوم هلو ځلو کې رښتينې نه دي، که دوی په خپله غوښتنه کې رښتینی وای نو دوی به د هرڅه وړاندې د مقابل لوري د اعتماد پیدا کولو په موخه هم، جنګي اسیران د اعدام پرځای خوشي کړي وی، بیا به یې طالبانو ته اوسنۍ د روغې جوړې زارۍ کولی. خو دوی داسې ونه کړل.

سليم نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x