یاجنګ يا تجزیه!

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

درنو لوستونکو! ښايي تاسي ته دا پورتنی سرلیک څه عجیب وبرېښي، خو دا زما یا زما غوندي د کوم بل چا خبره نه، بلکي دا په واقعیت کي د افغانستان د خلکو د کورنيو دښمنانو هغه شعار دی چي د دوی په زړونو کي مضمر او د هر يوه د زړه د تل هیله او غوښتنه ده. زموږ کورنيو دښمنانو دا شعار پر افغانستان باندي د روسانو د تېری په وختو کي د هغو د توطئو ، ټونګونو او پاليسيو سره سم ورکړی دی. په افغانستان کي د روسانو ترماتي وروسته باید په دې هيواد کي خپلواک اسلامي حکومت ټینګ سوی وای. د افغاني جهاد ویاړونه او ارزښتونه خوندي سوي وای او اوس باید افغانستان د نړۍ په هيوادونو کي د سیالانو سره سیال او یو پرمختللی هيواد وای. خو له بده مرغه د ګران هيواد دغو کورنيو دښمنانو د روسانو، هندیانو، ایرانیانو، امریکایانو، فرانسویانو او نورو لوېديزو هيوادونو سره په تفاهم او همږغي او د هغو په ملاتړ په افغانستان کي د جګړې بله څپه را پیل کړه او دا هيواد يې د تباهۍ کندي ته داسي وروغورځاوه چي دادی د دې هيواد پتمن خلک د يوه بل اشغال تر ولکه لاندي تر اوسه لا هم په ډېرو ناوړو بدمرغیو کي لاس اوپښې وهي.

زموږ د هيواد دغه کورني ښمنان له ډېره مهاله د پردو په چوپړ کي او د هغو په لمسه او ملاتړ زموږ د هيواد د خپلواکۍ، سمسورتيا او پرمختګ خنډ ګرځېدلي او اصلي موخه يې داده چي دا یوموټی هیواد خدای مکړه ټوټه ، ټوټه کړي او دې موخي ته د رسېدو لپاره غواړي په دې هيواد کي د جګړو او تاوتريخوالو اورونه بل وساتي او بالاخره داسي شرایط رامنځ ته کړي چي د کوم بهرني هيواد په ملاتړ هيواد دوې برخي کړي او پر یوه برخه يې دوی واکمن سي.

که څه هم په هيواد کي له اوسني ناخواله حالت څخه د را ایستلو او د سولي د ټينګولو خبري د بهرنیو او کورنيو کړيو له خوا کيږي، خو دغه خبري کوونکی زیاتره په خپلو خبرو کي رشتيني نه دي او ان د هيواد د سولي او د خلکو د آرامۍ او سوکالۍ ښکاره دښمنان په هيواد کي د جګړو د لازیاتېدو لپاره هلي ځلي کوي، داڅو کاله کيږي چي په مرموزو لاسونو د هيواد شمال ته د الوتکو او نورو لارو وسلې لېږدول کيږي، ملېشه يي ځواکونه ايجاديږي او دا هلي ځلي په دې وروستيو کي نوري هم تېزي او توندي سوي دي. داسي ښکاري چي دا مرموز لاسونه به د روس او نورو شمالي ګاونډيو وي.

راځئ په دغه تناظر کي د ولسمشر غني د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ لپاره د ځانګړی استازی احمد ضياء مسعود هغو خبرو ته ځير سو چي پرون يې د لړم د میاشتي پر لسمه نېټه کړي دي.

پرون رسنيو خبر خپور کړ چي احمد ضياء مسعود په کابل کي د رسنیو د ځینو خبریالانو د کړنو د ستایني په يوه غونډه کې وویل:

” روان جنګ به لا هم اوږد شي او افغانستان دې اوږد مهاله جنګ ته تیاری ولري“. هغه همدا راز وویل: ”موږ او تاسې باید د اوږد مهالې جګړې لپاره لازم تیاری ولرو “.

مسعود په دې غونډه کي دا هم څرګنده کړه چي : ” له طالبانو سره د سولې خبرې کاملا غیرمعقول کار دی او دا د پاکستان د ګټو خوندي کولو لپاره د زمینې برابرول دي.

هغه په افغانستان کي روان جنګ له طالبانو سره نه بلکې د پاکستان سره وباله.

د احمد ضیا دغه خبري نور زیات تحلیل او شنلو ته اړتیا نه لري څه چی عیان وي بیان ته يې اړتیا نه لیدل کيږي. د ده او د ده د ټلوالي همدغه موخه ده. دوی په هيواد کي آرمی او سوله نه غواړي. دوی وه چی د روسانو د اشغال په وختو کی يې د روسانو سره پټ او ښکاره تړونونه لاسلیکول. دوی وه چی کولاب او ماسکو ته یې تګ راتګ درلود. دوی وه چي له ماسکو څخه په کانټينرونو، کانټينرونو شنې پیسې او وسلي ورته رسېدې. دوی وه چي د يوې چوکۍ سره په غرونو کي سرګردانه ګرځېدل، خو د ملګروملتونو په وجود کي د افغانستان بهرنيو دښمنانو د افغانستان د رشتیانيو واکمنانو په توګه په رسمیت پېژندل. دوی وه چي پر هيواد باندي د امريکایانو د تېري پرمهال يې د امریکایانو د ځمکنيو عسکرو کار ورکړ او دا اوس هم دوی دي چي د روسانو د نوو اشارو په لیدلو سره بیا پر خوځښت راتلونکي معلوميږي او داسي ښکاري چي د امريکایانو او غربیانو د تاليو تر څټلو وروسته اوس بیا د روسانو د تاليو د څټلو وار رارسېدلی وي.

له بده مرغه زموږ د دغسي کورنیو دښمنانو په شتون کي او زموږ د سیاستوالو د ناپاميو او نورو کمزوریو له امله ځيني غلیمان توانېدلي دي چي زموږ پر هيواد دوه ځله تېری وکړي او یا لکه همدا اوس په لطایف الحیل خپل ګوډاګیان پر واکمن کړي. نو که اوس هم زموږ د هیواد رشتیني غمخوران د هيواد او د هغه د شاوخوا او د نړۍ اوسنیو کړکېچنو او نزاکتونو ته ښه متوجه نه سي او په هيواد کي د سرترسري سولي د راتلو او د دغسي پردي پالو د دغسي شومو موخو او د غلیمانو د توطئو د مخنيولي لپاره په زړه، خوله او کړنو سره یوموټی نه سي، خدای مه کړه یو ځل بیا به روسان وکولای سي زموږ پر ګران هيواد تېری وکړی. دلته به د امریکایانو سره په رقابت کي د سوريې غوندي حالت یا بل ډول نه پېشبیني کېدونکی حالت رامنځ ته کړي، چي زموږ د زورېدلو خلکو د دردونو او کړاوونو د لازیاتېدو او زموږ د هيواد د لا ورانېدو او پر هغه باندي د پردو د ولکې د عمر د اوږدېدو لامل به سي.

حالات ستونزمن دي، خو دا د دې معنا نه لري چي موږ ووېريږو یا د غمونو څپې را باندي راماتي سي. زموږ کورني او بهرني دښمنان سره له دې دونه ساز او برګه او سره د دې دومرو ناځوانيو او ناوړو نيتونو غوڅي ماتي ته نږدې سوي دي. الله زموږ سره دی، موږ د حق او د الله د دين د سرلوړی او د الله د مخلوق د ژغورني لپاره هلي ځلي کوو، ځکه نو بری زموږ دی او که موږ په رښتیا مسلمانان او د خدای د دین او مخلوق ملاتړي واوسو ان شاء الله بریالي کيږو.

په جهان کې که مردان دی هم هغه دي
چې و سختی و ته ونیسي ځانونه.

لوی څښتن موږ فرمايلي دي:﴿ وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (139) إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ (140) ﴾[آل عمران: ۱۳۹، ۱۴۰].

ژباړه: (اى مسلمانانو! ) تاسي (د دښمن له جګړې څخه) کمزوري مه ښکاره کوئ (همت مه بايلئ) او مه ګروم کوئ (او مه په جګړه کي د کړاوونو د درپېښېدو له امله غمجن کېږئ). که تاسي په رشتيا مومنان پاته سئ (خداى او پيغمبر رشتيني وبولئ او د اسلامي شريعت متابعت وکړئ)، نو تاسي به سر لوړي (او لاسبري) اوسئ.(او ښه انجام به ستاسي وي).

اوس که تاسي(اى مومنانو! په جګړه کي) ټپيان سوي ياست (يا د ځان او مال تاوان در رسېدلى دى او له دې امله ګروم کوئ، نو خوابدي کېږئ مه ځکه چي) له دې څخه مخکي ستاسي دښمنه ډله (کافران) هم همداسي ټپيان سوي دي(مرګ ژوبله وراوښتې ده) ، دا (د فتحي او ماتي خبري) د زمانې حالات دي چي موږ يې (وار په وار) دخلکو تر منځ بدلوو را بدلوو (کله برى وي، کله ماته، په دې کي حکمت دى) پر تاسي دا حالت ځکه راوستل سو  چي الله په تاسي کي هغه خلک وازمايي کوم چي(له ازله) رښتيني مومنان دي او په تاسي کي ځينو ته د شهادت درجه ور په برخه کړي او د الله ظالمان (چي پر خپلو ځانونو يې ظلم کړى دى او د ده په لار کي يې جهاد ته نه دي وردانګلي) نه دي خوښ.

والسلام.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قائل زابلی
میلمه
قائل زابلی

دهمت صیب په قلم دی افرین وي موږ هم خپل ټټرونه دیرغلګری لړۍ پرلپسی ماتوته سپرکړی دي .

afzal
میلمه
afzal

ګرانه همت صاحب ده تاسو ته ولی ده ازبکستان. تاجکستان او هند داسي بد ښکاري. دغه ملکونه خو در پاکستان ړير شه دی. پاکستان خو زموږ د نسل دښمن دی.