افغانستان

طالبانو په یو سرښندونکي برید سره د اعدام شویو مجاهدینو د انتقام لړۍ پیل کړه

فدایان

په داسې حال کې چې د کابل حکومت څلور تنه اسیر طالبان د سرښندونکو بریدګرو د ډارولو په موخه ایله دوه ورځې مخکې په پلچرخي زندان کې اعدام کړي، د هیواد په مرکزي ولایت میدان وردګ کې د یوې درنې سرښندونکې حملې خبر ورکړل شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې چې نن ټکی آسیا ته ئې هم رالیږلې ویلي چې دا  برید د خارجي او داخلي عسکرو د هماهنګۍ په مرکز ترسره شوی او د دې برید په نتیجه کې لسګونه بهرني او داخلي عسکر وژل شوي او زخمیان دي او د مرکز ودانۍ تر ډیره حده نړیدلې ده.

“دلومړنيو معلومات په بنسټ په ياد مرکز کې تر ۱۵۰ تنو بهرني او کورني عسکر ميشت وو چې ډیری دبريد له امله وژل شوي او له منځه تللي دي”.

د نوموړي په وینا برید نن سهار ۸ بجې د (سهیل غزنوي) په نوم د یو سرښندونکي مجاهد له لوري ترسره شوی.

“بريد دیو مازدا موټر په وسيله چې ددرنو منفجره موادونه ډکه وه ترسره شوي او له امله يې په مرکزکې اوس هم اور بليږي او له دښمن نه يي دڅه کولو لاره ورکه کړې ده”.

ښاغلي مجاهد ویلي چې دا برید د پلچرخي په زندان کې د څلورو تنو مجاهدینو د اعدام د غچ په موخه وو او په وینا ئې اسلامي امارت د مظلومو بندیانو د انتقام د دې لړۍ د غځیدو هوډ هم لري.

طالبانو د پلچرخي د اعدامونو د پیښې نه مخکې د کابل حکومت ټولو قضائي او امنیتي ارګانو ته د سخت انتقام ګواښ کړی وه.

دغو اعدامو د طالبانو سربیره د بشري حقونو فعالان او سازمونه هم راوپارول. د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د ادارې مشر (ناوي پیلي) دا اعدامونه سخت وغندل او وئې ویل چې د افغانستان په قضائي پروسیجر کې نیمګړتیاوې د داسې اعدامونو په وړاندې جدي پوښتنې راټوکولی شي. د بشري حقوقو د څار سازمان هم په اداري او قضائي فساد کې تر خولې غرق حکومت ددې جوګه ونه باله چې خلکو ته د اعدام سزاګانې ورکړې. دغه راز د عفوې نړیوال سازمان دا یوه ظالمانه او غیرانساني سزا وبلله، او ددې سازمان د آسیا د څانګې مرستیال (پولي ټروسکاټ) د کرزي نه وغوښتل چې د اعدامونو څخه لاس واخلي.

د یو شمیر کتونکو په اند ممکن ددې ډول اعدامونو تر شا پټې سیاسي موخې او اهداف پراته وي، او دا هغه څه دي چې د عفوې نړیوال سازمان د آسیا د څانګې مرستیال ئې په غیرمستقیم ډول مني او وايي:

“بايد د اعدامونو څخه د سیاسي منافعو او د ځان د مطرح کولو لپاره استفاده ونه شي”.

د کتونکو په اند دا شک ځکه یقین ته نږدې دی چې په همدې زندان کې بې شمیره داسې بې سرنوشته بندیان پراته دي چې له کلونو کلونو راهیسې ئې نه دوسیه څیړل کیږي او نه د محکمې د فیصلې سره سمه سزا ورکول کیږي، خو په اعدام شوو کسانو کې داسې بندیان هم شته چې تر نیولو وروسته ئې ډیر ژر سرنوشت معلوم شو او د معمول خلاف په ډیرې چټکۍ سره محکمې خپل ټول قضائي مراحل طی کړل او  بندیان ئې د اعدام په تخته ودرول، حال دا چې د دې زندان په شمول د هیواد په نورو زندانو کې پراته بندیان  ورته یوې چټکې او پر وخت محاکمې ته له کلونو کلونو سترګې پر لار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x