ټولنیزه برخه

فکري روزنه (۷) – ناکامي رحمت دی

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

–       ناکامي انسان ته داسې سبق ور زده کوي کوم چې له بلې ليارې نشي زده کولای، انسان له ناکامي څخه ډير او له کاميابي څخه کم شی زده کولای شي، د ناکامي يوه ګټه دا هم وي چې تاسو په اينده کې د هغه کار له کولو بيا ځان ساتی.

–       لکه څرنګه چې د بدن په کومه برخه کې درد تاسو ته په دې خبر درکوي چې دلته کومه خرابي شتون لري او د علاج کول يې ضروري دي، همدا شان ناکامي هم په يوه پلان کې د کومې خرابي نښه کيدلای شي، يعنې يا خو دا چې ستاسو هدف سم نه دی، يا مو د هدف د تر لاسه کولو طريقه سمه نه ده.

–       ناکامي د انسان په تخليقي صلاحيتونو کې اضافه والی راولي.

–      هيچا ته په خپلو حقيقي صلاحيتونو تر هغه علم نه وي تر څو چې هغه ناکام شوی نه وي.

–       هيڅوک په دې علم نه لري چې کوم څه کولی او  کوم څه نشي کولای، تر څو چې کوشش ونه کړي کامياب يا ناکام نشي.

–       د ناکامي تر ټولو لويه ګټه دا ده چې دا مونږ د لويو کاميابيو لپاره تيار کړي.

–       ناکامي لعنت نه بلکه نعمت دی، دا د کاميابي لپاره بنياد (بنسټ) دی، د دغه بنياد د سمولو لپاره ښه طريقه دا ده چې له خپلو غلطيو څخه يو څه زده کړی، د ناکامي مطلب يواځې او يواځې دا دی چې دلته يو څه مسائل شتون لري کوم چې حل کولو ته په انتظار کې دي.

–       هره ناکامي مونږ ته د کاميابي لپاره لار برابره وي.

–       له هرې ناکامي څخه وروسته مونږ کاميابي ته ډير ورنږدې کيږو.

ناکامي

که چيرته تاسو ناکامي قبوله کړی او له هغې سبق زده کړی او دوباره کوشش وکړی، نو تاسو به ضرور کاميابي پيدا کړی.

هر انسان ناکام کيدلای شي، ناکامي د زندګي حقيقت دی، ناکامي د زندګي تر ټولو لوی استاذ دی.

*       ناکامي مونږ ته عاجزي را زده کوي.

*       ناکامي مونږ له خپلو حدودو سره اشنا کوي.

*       ناکامي مونږ ته دا وايي چې تاسو د شکست قابل نه ياست.

*       ناکامي مونږ ته خپله سمه لار را په ګوته کوي.

*       ناکامي مونږ ته دا راښيي چې که هر څه سم هم کړی خو بيا هم که کوم شی په لاس در نشي، دا د زندګي يوه حصه ده.

* ناکامي مونږ ته د کردار د مضبوطوالي متعلق سبق را زده کوي.

د ناکامي تر ټولو لوی سبق

له پورته ذکر شويو سبقونو څخه علاوه ناکامي مونږ  ته يو بل سبق هم را زده کوي کوم چې له ټولو څخه لوی سبق دی ! ناکامي مونږ ته د ډير مضبوط اوسيدلو طريقه را زده کوي.

د ناکامي وجوهات

زمونږ د نن ورځې شک زمونږ د صبا ورځې کاميابي په ناکامي بدلولای شي.

د ناکامي ډير وجوهات دي، يو څو مهم يې مونږ په لاندې ډول ذکر کوو.

(۱) د مستقل مزاجي نيشتوالی

اکثره خلګ له دې وجهې نه ناکامه کيږي چې له هغوی سره علم نه وي، بلکه هغوی له دې وجهې ناکامه کيدلای شي چې هغوی ميدان پريږدي، د کاميابي راز يواځې په دوو شيانو کې دی، مستقل مزاجي او مزاحمت، کله هم چې د کوم کار کول وغواړی له هغه څخه بيا مخ مه اړه وی.

يو اتل له دې وجهې نه وي قهرمان چې هغه له نورو خلکو څخه بهادر وي، بلکه هغه له دې وجهې اتل او قهرمان وي چې له نورو خلکو څخه لس درجې زيات بهادر وي.

(۲) خود غرضي او لالچ

کوم خلک چې خود غرضه وي، هغوی هيڅکله دا حق نه لري چې هغوی د ترقي او کاميابي توقع وکړي، ځکه چې د داسې خلکو رويه د نورو خلکو د فلاح او بهتري لپاره نه وي، لالچ د روح سرطان ده، لالچ تعلقات او خپلولي تباه کوي.

لالچ څنګه پيدا کيږي؟

لالچ د نفس له دروغجن عزت څخه پيدا کيږي، مطلب دا چې يو کس په دروغو په خپل ځان فخر کوي او د يوه مقصد لپاره بل چا ته د ځان اظهار کوي، د لالچ نه د بچ کيدو ښه طريقه دا ده چې تاسو د خپلو وسايلو مطابق مطمئن اوسيدل زده کړی، ياد لری چې د قناعت پسندي مطلب دا نه دی چې تاسو د مخته تلو آرزو مه کوی.

(۳) د کامل يقين نيشتوالی

کوم خلک چې له کامل يقين څخه خالي وي هغه د سرک په منځ روان وي، تاسو پوهيږی چې د سرک په منځ د تلونکو انجام څه وي، د کاميابي له مهمو رازونو څخه يو دا ده چې تاسو له کومې خبرې سره د مخالفت کولو په ځای د هغې تائيد او حمايت وکړی، تاسو د هرې مسئلې په مخالف لوري کې مه دريږی، بلکه د حل په لوري کې يې ودريږی.

په دنيا کې درې ډوله خلک دي.

۱=      داسې خلګ کوم چې لوی لوی کارونه کوي.
۲=      داسې خلګ کوم چې واقعاتو او حالاتو ته صرف ګوري.
۳= داسې خلګ کوم  چې په واقعاتو او حالاتو باندې فکر او غور کوي.

پوښتنه دا ده چې تاسو له کومو څخه ياست؟.

عقيده له يقين کامل څخه پرته محض وهم ده.

(۴) پلان جوړونه او تياري نه کول د ګټلو خواهش له هر چا سره وي، مګر د ګټلو لپاره د تياري کولو خواهش له ځينو ځينو سره وي.
اکثر خلک داسې وي چې د تفريح لپاره تياری کوي، مګر د خپلی زندګي لپاره منصوبه سازي نشي کولی.

د تياري کولو مطلب دا دی چې ناکامي به برداشت کوی، مګر ناکامي به بالکل نه منی، د تياري مطلب دا دی چې له خپلو غلطيو څخه سبق زده کړل سي، د غلطيو کول غلط نه دي، له مونږ څخه غلطي کيدلای شي، البته بې وقوف هغه څوک دی چې يوه غلطي بيا بيا کوي، کوم خلک چې غلطي کوي او د هغې اصلاح نه کوي، په دويم ځل له هغې څخه بله لويه غلطي ترينه کيږي.

(۵) تجزيه

ګټونکي خلک تجزيه کوي، بهانې نه کوي، ځکه چې دا د بايلونکو خلکو کار دی، له دوی سره يو کتاب وي کوم چې د ناکاميو له جواز نامو څخه ډک وي، مثلا هغوی ليکلي وي :

زه بد قسمت يم.

زه په بيکاره وخت کې پيدا شوی يم.

زما عمر کم دی.

زما عمر زيات دی، زه بوډا شوی يم.

زه مجبور يم.

زه ډير اوښيار نه يم.

زه تعليم يافته نه يم.

زه ښه ځواني نه لرم.

زما له چا سره روابط، تعلقات نشته.

له ما سره ډيرې روپۍ نشته.

له ما سره وخت نشته.

کاشکې ما ته موقع په لاس راشي.

کاشکې زمونږ په خاندان بوج نه وی.

د بايلونکو خلکو دغه فهرست له دې څخه هم اوږد وي، د هر کس د کاميابيدو فيصله دوه شيان کوي، وجوهات او نتائج، وجوهات بايد شمار نه کړل شي تر څو چې نتائج شماريدلی شي.

(۶) د جرئت نيشتوالی

کامياب خلک په خپلو کارونو کې په خنډونو د غالب کيدو لپاره د جرئت او قوت هڅه او تلاش کوي، کله چې زمونږ ذهن له جرئت څخه ډک وي، نو خپله هيره مو هيريږي او په خنډونو باندې برلاسي کيدلای شو، جرئت د خوف د نه موجوديدو نوم نه دی، بلکه په خوف باندې د غالب کيدو نوم دی، کردار، انصاف او ديانتداري له جرئت پرته مؤثره نه وي.

——————

ددې لیکني نوري برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/fikri_rozana

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد هجران

فضلــــــــــــــــــی صاحب.
له لیکنی دی یوه نړی مننه. هیله مند یو تر څو د فکری روزنی په اړه نور معلومات هم نشر کړی تر څو هر سړی خپل هدف او مرام ته د رسیدو لپاره ګټه ورڅخه واخلی.
او خپلو غلطیو او اشتباهاتو ته متوجه سی…..
مننه…..خــــــــــــــــــالد هجـــــــــــــــــران

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x