ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۳)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي) –

مسئله : والدين که هر څرنګه وي د هغوی بې آدبي او ګستاخي دې نه کيږي، بلکې په آدب او نرمي سره په پوهولو کې يې هيڅ خبره نشته، خو لهجه بايد ګستاخانه نه وي، او که چيرته په پوهولو هم نه پوهيږي نو هغوی دې په همغسې حال باندې پريښودل شي.

که چيرته والدين د کومې روا خبرې حکم وکړي نو په هغې باندې عمل کول ضروري دي، په دې شرط چې انسان د هغې وس او طاقت هم ولري، او په هغې سره د نورو حقوق تلف نشي، که چيرته د والدينو په خبره عمل کول په وس او طاقت کې نه وي يا د نورو حقوق تلف کيږي بيا پرې عمل کول ضروري نه دي، بلکې په ځينو وختونو کې ناروا هم دي.

مسئله : په روا کارونو کې د مور او پلار خدمت او اطاعت فرض دی، او که چيرته والدين د ناروا خبرو حکم وکړي نو اطاعت يې حرام دی.

مسئله : د والدينو اطاعت ضروري دی، او د حکم له مخې يې د مال او ښځې پريښودلو حکم دی، خو په دې شرط چې په فتنه کې د اخته کيدو ويره نه وي، د بيلګې په توګه که ښځه پريښودل شي نو په زنا کې د مبتلاء کيدو ويره وي، او که مال پريښودل شي نو په غلا کې د مبتلاء کيدو ويره وي.

مسئله : هر کله چې کوم شی فرض عين يا واجب علی العين نه وي د کفايې په درجه کې وي نو اولاد ته د داسې کار کول د مور او پلار له اجازې پرته روا نه دي، د ديني زده کړو حاصلول او د دين د تبليغ کولو لپاره سفر کولو حکم هم په دې کې شامل دي، يعنې که يو چا ته د فرضي علم په اندازه علم حاصل وي خو د عالم جوړيدو لپاره سفر کوي يا خلکو ته د دعوت لپاره سفر کوي نو د والدينو له اجازې پرته روا نه دي.

مسئله : که چيرته والدين زوی ته د نسوارو پريښودلو حکم وکړي نو زوی ته د همدغه حکم منل واجب او ضروري دي، او د نه منلو په صورت کې زوی د ګناه کبيره مرتکب ګڼل کيږي، ځکه فقهاؤ تصريح کړې چې په مباح کار کې د والدينو حکم منل واجب دي.

او نسوار يو خلاف اولی امر دی نو په دې کې د والدينو نافرماني د سختې ګناه باعث دي.

که چيرته د والدينو احسانات، قرآني آيتونه او احاديث مخته کيښودل شي نو د نسوارو پريښودل انتهائي آسانه کيږي.

او د نسوارو پريښودلو دويم تدبير هغه دی کوم چې شامي رحمه الله د آفيون عادتي کس لپاره تجويز کړی، هغه دا چې تاسو د نسوارو په استعمال کې لږ لږ کمی راوستل شروع کړی، تر دې چې ستاسو شوق به ختم شي او تاسو ته به معلومه هم نشي، همدا رنګه روژې نيول او دعا کول هم د دې بهترين علاج دی.

مسئله : په روا کارونو کې د مور او پلار د خبرې نه منونکی سخت ګنهګار دی.

——————-

ددې لیکني نوري برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/morawplar

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x