د پولیس له لوري رسنیو ته لیږل شوی د بریدګر انځور

اسټرالیا: کمیس ایستلی کس یوه مسلمانه محجبه میرمن په چاقو ووهله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): نن سهار داسټرالیا په سویل کي د ویکټوریا ایالت مرکزي ښار ملبورن کي یو کمیس کښلی کس یوه مسلمانه محجبه میرمن په سرکي دوه ځلي په داسي حال کې په سوکانو ووهله چې چاقو یې هم په لاس کې وو.

دغه کس چي یوي ۲۱ کلني مسلماني میرمن پسي د شالخوا روان وو، په ډک بازار کې پر میرمني د شالخوا سوکان وار کړل، چې د ځینو په وینا غوښتل یې د هغې حجاب لیري کړي او هغه ټپي کړي.

د عیني شاهدانو په وینا میرمن تر ناڅاپه برید وروسته په ځمکه را غورځېدلې، د سر یوه برخه یې هم سرسري ټپي شوې ده.

یو مسلمان ۱۶ کلن ځوان چې دپیښي په ځای کي موجود وو رسنیو ته وویل، کله چي کمیس کښلي کس مسلمانه محجبه میرمن په سوکانو ووهله، ما مداخله وکړه، بریدګر منډي کړې، زه چي ورلنډ سوم، بریدګر زمونږ خواته په داسي حالت کې وکتل چې چاقو یې په لاس کې وو، او تهدید یې کړو چې نور تعقیب مي مه کوی، کنه خیر مو نشته.

پولیس د بریدګر انځور د څار د کامرې (سي سي فوټیج) څخه اخیستی، ویلي چې دوی بریدګر پيژني، ډېر ژر به یې ونیسي.

برید کونکي کس دبرید په وخت کي کمیس ایستلی وو، دبرید ښکار میرمن وایی نه پوهیږم چي دغه کس ما باندي ولي برید وکړ، او نه مي هم څوک لیدلی بس یودم راباندي وار وسو او وغورځیدم.

په اسټرالیا کې د اسلام ضد کړنو (اسلامفوبیا) پر ضد مبارزه کونکي وايي چې کیدای شي دا هم د اسلامفوبیا د پيښو د تسلسل یوه کړۍ وي.

په غربي هیوادونو کې یو شمېر متعصب ګوندونه او ځوانان د مسلمانانو او د هغوی د مقدساتو توهین کوي، د اسلام او مسلمانانو په ضد دغسي توهین او جرمونه د اسلامفوبیا په نامه سره یادیږي.

بخت الرحمن بخت

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د