
افغان کډوال: ځانونه به مړه کړو، خو افغانستان ته به ستانه نه سو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): وروسته تر هغه چې د المان حکومت د جرمني څخه د افغان کډوالو د بیرته شړلو پریکړه وکړه او ولسمشر اشرف غني هم ورسره ومنل، په المان کې افغان کډوال وايي چې دوی به ځانونه مړi کړي، خو افغانستان ته د بیا ستنېدو لپاره به زړه ښه نه کړي.
دوی د ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه کړې چې د جرمني حکومت سره دي وغږیږي او غوښتنه دي وکړي تر څو د افغانانو د ایستلو پر پریکړه له سره غور وکړي.
دغه کډوال چې د مهاجرینو په مختلفو کمپونو کې میشت دي، د اشرف غني څخه ګیله من دي او وايي، ددې پر ځای چې اشرف غني دوی سره مرسته وکړي، بیرته یې خپل هیواد ته په داسي حالت کې غواړي چې د سر او ټولي شتمني په خرڅ یې ځان تر جرمني رسولی او په افغانستان کې هم هیڅ بدیل ورته نه لري.
د افغانستان د کډوالو وزیر عالمي بلخي ددې تر مخه د جرمني د پریکړي په غبرګون کې د جرمني څخه غوښتي وه چې افغان کډوال دي افغانستان ته نه را لیږي، خو ولسمشر د المان د بهرنیو چارو وزیر سره په تلیفوني اړیکه کې ویلي چې دا د عالمي بلخي خپل شخصي نظر دی.
په جرمني کې د ځوان او بې کوره کډوالو سره د یوې مرستندويي موسسې یو تن افغان کارکوونکي سمیر بینوا خوګیاڼیوال نن ټکي آسیا ته وویل، افغان کډوالو دوی سره مرکو کې وویل، «مونږ به ځانونه مړه کړو، خو بیرته به افغانستان ته ستانه نه شو».
دوی وايي چې مونږ په افغانستان کې خپلي شتمنۍ خرڅي کړي، پیسې مو پور کړي، د اوږدو لارو تکلیفونه مو وګالل، اوس چې دلته را ورسیدلو، له یوې خوا جرمني حکومت د سوریايي کډوالو په نسبت زمونږ سره تبعیضي چلند کوي ، مونږ له هیواده شړي او له بله اړخه زمونږ ولسمشر جرمنیانو ته ډاډ ورکوي چي په افغانستان کې هر څه په کنټرول کې دي ، مهاجرین را ولیږئ.
خوګیاڼيوال وویل چې دوی نن د خپلي موسسې له لاري د افغان کډوالو سره مرکې وکړې، چې په هغو کې یوه اتلس کلن ځوان داسي وویل:
«درې کاله مې کيږې ژبه مې زده کړې ښوونځې ته ځم که ما بيرته ستون کړې هلته خو نه کار شته نه مکتب شته نه د انسان قدر شته نو ځان مړ کوم خو بيرته نه ستنيږم ».
يو بل پنځه ويشت کلن ځوان داسې وویل:
«که مې بيرته ستون کړې مجبوره يم چې د طالبانو يا داعش کرښو سره يو ځای شم.»
نوموړی وايي چې :
ډيرو ځوانانو له ولسمشر څخه وغوښتل چې که کيدای شي د المان د بهرنیو او کورنيو چارو وزير سره وغږيږي تر څو په دې پړيکړې باندې له سره بيا فکر وکړئ.
احمد ضيا صاحب شما رأست ميگويد كه طالب نو كر پاكستان است مگر شما اينرافراموش نكند كه برادر شما قهرمان احمدشاه مسعود زمانكه إز افغانستان فرار كرددروقت حكومت شهيد داود خان دروازه اي ايس اي تك تك كرد وخودرا به پاكستان تسليم نمود وجاپاى را براى پاكستانى ها در داخل افغانستان باز كرد در ان وقت طالب نه بود أين بزرگترين خيانت در تاريخ افغانستان به شمارميرود سپس خسر مرحوم شماربانى بدون اجازه اي آيس اي تشناب رفته نمى توانيست اگر شما أين دونفررا نوكرران پاكستان خطاب كنيد من همراى شما كاملا هم نظر هستم در غيران شما هم درشك… نور لوستل »