دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت (شپږ څلوېښتمه برخه)

لیکوال: م محمد نعیم

په جنت کې به تر ټولو ښکلی کور د شهیدانو وي

د شهیدانو بل لوی کرامت دا دی چې په جنت کې تر ټولو غوره او ښکلې ماڼۍ د دوی ده، په دې اړه امام بخاري رحمه الله داسې روایت راوړی: عَنْ سَمُرَةَ قَالَ: النَّبِيُّ اللَّهُ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:َ “رَأَيْتُ اللَّيْلَةَ رَجُلَيْنِ أَتَيَانِي فَصَعِدَا بِي الشَّجَرَةَ فَأَدْخَلانِي دَارًا هِيَ أَحْسَنُ وَأَفْضَلُ لَمْ أَرَ قَطُّ أَحْسَنَ مِنْهَا قَالا أَمَّا هَذِهِ الدَّارُ فَدَارُ الشُّهَدَاء” [1]

ژباړه: له حضرت سمره رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: نن شپه مې دوه کسان ولیدل، چې راته راغلل، پاس ونې ته یې وخېژولم، بیا یې داسې یو ښکلي او غوره کور ته ور دننه کړم چې کله مې هم له دې کور نه غوره کور نه و لیدلی، نو راته ویل هر چې دا کور  دی، دا د شهیدانو کور دی.

د حضرت سمرة رضی الله عنه په یو بل روایت کې راځي چې ( فَصَعِدَا بِى الشَّجَرَةَ فَأَدْخَلاَنِى دَارًا هِىَ أَحْسَنُ وَأَفْضَلُ ، فِيهَا شُيُوخٌ وَشَبَابٌ )[2] ژباړه: او ونې ته یې وخېژولم، او بیا یې یو ډېر ښکلي او غوره کور ته بوتلم، چې سپین ږیري او ځوانان پکې وو.

د یادونې ده چې په جنت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کور د شهیدانو له کور نه هم ښکلی او ارزښتناک دی، مخکې یادونه وشوه چې د شهیدانو درجه له انبیاء علی نبینا و علیهم الصلاة و السلام نه لوړه ده.

عن علي رضی الله عنه قال : « إن أفضل الخلق يوم يجمعهم الله الرسل ، وأفضل الناس بعد الرسل الشهداء ، وإن أفضل الشهداء حمزة بن عبد المطلب »[3]

ژباړه: له حضرت علي کرم الله وجهه څخه روایت دی چې ویلي ېې دي:  په هغه ورځ ( قیامت ) چې الله جل جلاله خلک را غونډوي، تر ټولو غوره خلک به رسولان وي، له رسولانو وروسته تر ټولو غوره خلک شهیدان دي، او تر ټولو غوره شهید حضرت حمزه بن عبد المطلب رضی الله عنه دی.
داسې ښکاري چې دا کور به ډېر لوی وي، او بیا به د ننه پکې نور  کورونه او یا خونې وي، لکه سرای او محله، په عربي ژبه کې سرای او محلې ته هم دار وايي، د عربي ژبې د لغت په مشهور کتاب لسان العرب کې داسې راځي: (وأَما الدَّارُ فاسم جامع للعرصة والبناء والمَحَلَّةِ وكلُّ موضع حل به قوم فهو دَارُهُمْ والدنيا دَارُ الفَناء والآخرة دَارُ القَرار ودَارُ السَّلام )[4]

ژباړه: او هر چې دار دی، دا د سرای، آبادۍ او محلې ټولو لپاره یو جامع نوم دی، او هر هغه ځای چې خلک پکې واړوي هغه د دوی دار دی، دنیا دار الفناء او آخرت دار القرار او دار السلام دی.

له دې نه په رسا توګه جوتېږي چې دار یوازې د خلکو په عرف کې معلوم کور ته نه ویل کېږي، بلکې د محلې او سرای په معنی هم راځي، کېدای شي  دشهیدانو لپاره په جنت کې یوه جلا محله ځانګړې شوې وي، داسې چې یوازې شهیدان به پکې اوسي، او هلته به بیا د ښه، غوره او خورا آرام ژوند هغه ځانګړنې او آسانتیاوې وي چې د نورو مومنانو په محلو کې به نه وي. نور خو لکه په نورو احادیثو کې چې راځي، د هر شهید لپاره جلا جلا ماڼۍ دي، او دا احتمال هم شته چې دا ځای د شهیدانو ګډ کور او د را ټولېدو ځای وي، چې کله کله پکې را ټولېږي.

په دنیاوي ژوند کې ګورو چې د واکمنانو او ځینې حکومتي چارواکو په ځانګړي ډول امنیتي او پوځي چارواکو د اوسېدو لپاره یوه جلا سیمه غوره شوې وي، هلته هغه آسانتیاوې او سهولتونو شتون لري چې د نورو خلکو د اوسېدو په سیمو کې شتون نه لري، دا هم کېدای شي داسې یوه محله او لوی سرای وي. والله اعلم بالصواب.

امام کرماني رحمه الله وايي که پوښتنه وشي چې په دې کور کې ولې د مېرمنو او ماشومانو د شتون یا نه شتون یادونه نه ده شوې؟ ځواب یې دا دی چې معمولا شهید یا سپین ږیری وي او یا ځوان،  نه ښځه او ماشوم. [5] ځکه چې جګړې نارینه کوي، ډېر کم پښېږي چې ښځې او ماشومان دې په جګړو کې برخه واخلي. نو کېدای شي د کموالي له امله یې نه وي یادې کړې.

خو ددې معنی دا نه ده چې ښځې او ماشومان به بالکل نه وو پکې، په دې اړه ملا علي قاري رحمه الله وايي د ښځو او ماشومانو یادونه یا له دې کبله نه ده شوې چې د دوی کامل والی د نارینه وو له کامل والي کم دی، او یا دا چې نارینه یې یاد کړي، ښځې او ماشومان د نارینه وو تابع دي، یعني اصل خبره د نارینه وو ده[6]

که په غور پام وشي دوه احتماله تر ډېره معقول ښکاري، لومړی دا چې ښځې او ماشومان کم شهیدانېږي؛ ځکه چې جګړې نه کوي، جګړې نارینه کوي، او دوهم دا چې ښځې او ماشومان د نارینه وو تابع دي، که پام وشي په عام ډول په شرعي احکامو کې هم همدا ټکی معمول دی، د لمانځه، روژې، حج، زکات او نورو… احکامو په فرضوالي کې یوازې نارینه یادېږي، ښځې نه ور سره یادېږي، خو ددې معنی هېڅکله دا نه ده چې نوموړي احکام یوازې په نارینه وو فرض دي او په ښځو نه دي فرض.

د قیامت په ورځ به د شهید د وینو د مښکو بوی ځي

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم ” لا يُكلم أحد في سبيل الله ، والله أعلم بمن يكلم في سبيله ، إلا جاء يوم القيامة وجرحه يثعب دما ، اللون لون الدم والريح ريح المسك [7]“

ژباړه: له ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الله په لاره کې هېڅوک نه ټپي کېږي، او الله جل جلاله په هغه چا ښه پوه دی چې دده په لاره کې ټپي کېږي، مګر دا چې د قیامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چې له ټپ نه یې وینې راخوټېږي، رنګ به یې د وینو وي او بوی یې د مښکو.

امام سیوطي رحمه الله وايي که له دې ټپ نه مړ شي او که نه، یعني په دواړو حالتونو کې به همدا حال وي، او دا خبره چې الله جل جلاله په هغه چا ښه پوه دی چې د ده په لاره کې ټپي کېږي، اخلاص او رېښتینولۍ ته اشاره ده، یعني دا فضیلت او عزت د هغه چا لپاره دی چې په اخلاص او صداقت سره د الله  جل جلاله په لاره کې ټپي شوی وي، نه د هغه چا لپاره چې ظاهرا ښيي د الله جل جلاله په لاره کې جنګېږي، خو نیت یې بل څه وي، یا مال، یا واک او ځواک، یا نوم او یا قوم پالنه، سمت پالنه او ژبپالنه.

دا چې ولې له وینو سره یو ځای راځي، علمای کرام فرمايي دا په حقیقت کې د شهید یو بل فضیلت دی، تر څو وینې یې د قیامت په ورځ دده په سرښندنه او قربانۍ، او دظالم په ظلم چې دی یې وژلی، دلیل وي، او دا چې د وینو یې د مښکو بوی ځي، دا د محشر په ورځ د خلکو په وړاندې د شهید بل فضیلت دی، په یو روایت کې راځي چې رنګ به یې د زعفرانو وي، ځینې علمای کرام فرمايي له همدې کبله د شهید وینې نه وینځل کېږي، تر څو د قیامت په ورځ په خپلو وینو رنګ راشي، او که د کوم شهید وینې ووینځل شي هم د قیامت په ورځ به په خپلو وینو رنګ راځي، یعني په دنیا کې یې د وینو وینځل د قیامت په ورځ د وینو د له منځه تلو لامل نشي کېدی.

ضرور نه ده چې وینې دې همدا د دنیا  وینې وي، کېدای شي الله تعالی به همدا وینې مښک ګرځوي، او دا هم د یادونې ده چې مښک به دا د دنیا مښک نه وي، بلکې داسې خوشبويي به وي چې د دنیا له خوشبوییو سره به یې ډېر لوی توپیر وي، مښک چې ویل کېږي د خلکو د پوهاوي لپاره [8]

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1]  – رواه البخاري. باب درجات المجاهدين في سبيل الله.
[2] رواه البخاري. باب حدثنا موسی بن اسماعیل.
[3] –  المستدرك على الصحيحين للحاكم, باب ذكر عم الرسول صلى الله عليه وسلم.
[4] لسان العرب. ج ۴، ص: ۲۹۵. المؤلف : محمد بن مكرم بن منظور الأفريقي المصري. الناشر : دار صادر – بيروت. الطبعة الأولى. عدد الأجزاء : 15. مرفق بالكتاب حواشي اليازجي وجماعة من اللغويين
[5] – عمدة القاري، ج۱۳، ص: ۱۳۴.
[6] – مرقاة المفاتیح شرح مشکاة المصابیح، ج ۱۳، ص: ۳۹۴.
[7] – رواه البخاري، باب من یجرح في سبیل الله، و مسلم، باب فضل الجهاد و الخروج في سبیل الله.
[8] – عمدة القاري، باب قوله تعالی: هل تربصون بنا إلا إحدى الحسنين, فتح الباري، باب من یجرح في سبیل الله، شرح السیوطي علی مسلم، ج ۴، ص: ۴۷۲،  تحفة الاحوذي،  باب فیمن یکلم یوم القیامة في سبیل الله

————

ددې لیکني نوري برخي:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x