ترکیې پارلماني ټاکنې: عدالت او پراختیا یو ځل بیا ګټونکی شو 

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د ترکیې د نننیو پارلماني ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د عدالت او پراختیا ګوند وکولای شول چې ۴۹.۴ سلنه څوکۍ خپلې کړي. تر دې دمه ۹۵.۱۲ سلنه رایې شمېرل شوې دي. عدالت او پراختیا ګوند د تېر جون میاشتې په ټاکنو کې ونه توانېد چې له پنځوس سلنو زیاتې رایې خپلې کړي.

د ولسمشر رجب طیب اردوګان ګوند اوس اړ نه دی چې له کوم بل ګوند سره دې په ګډه حکومت جوړ کړي. عدالت او پراختیا ګوند اوس په یوازې سر د حکومت جوړونې جوګه دی. دغه ګوند چې د خپلې څه باندې یوې لسیزې واکمنۍ پر مهال یې په سیاسي او اقتصادي لحاظ ترکیه پورته کړه، اسلامپال ګوند دی چې دمګړۍ يې لومړی وزیر، داوود اوغلو مشري کوي.

د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود اوغلو په پارلماني ټاکنو کې تر بریا وروسته یواځې یوه کلمه په ټویټر لیکلې: «الحمدلله».

د عدالت او پراختیا ګوند تر دې دمه ۴۹،۴۶سلنه رایې (۳۱۶ څوکۍ)، ورپسې د خلکو جمهوري ګوند ۲۵،۲۷سلنه رایې (۱۳۳څوکۍ) ګټلي دي. ملتپال خوځښت ګوند ۱۱،۹۷سلنه (۴۲څوکۍ) او د خلکو ډیموکراتیک ګوند ۱۰،۳۴ سلنه (۵۹څوکۍ) ګټلي دي. تر دې دمه ۹۵،۱۲ سلنه رایې شمېرل شوې دي.

له ۵۴ میلیونه زیات ترکان د رایې ورکولو مستحق ګڼل شوي وو، چې د دغه هېواد ۵۵۰ کسیز پارلمان ته خپل استازي وټاکي.
د ترکيې په پارلمان کې ټولټال ۵۵۰ څوکۍ دي. ۳۶۷ څوکۍ کولای شي چې اساسي قانون له ټولپوښتنې پرته تعدیل کړي. ۳۳۰ څوکۍ کولای شي چې اساسي قانون تعدیل ته وړاندې کړي خو دا بیا ټولپوښتنې ته اړتیا لري او په ۲۷۶ څوکیو حکومت جوړیږی.

د عدالت او پراختیا ګوند په ۲۰۰۲ کې ۳۶۳ څوکۍ، په ۲۰۰۷ کې ۳۴۱ په ۲۰۱۱ کې ۳۲۷ او د روان کال د جون په میاشت کې ۲۵۸ څوکۍ ګټلې وې. د نن ورځې له بریا سره به دا څلورم ځل وي چې دغه اسلامپالی ګوند کولای شي یوازې سر حکومت جوړ کړي.

د تېر جون اوومې په ټاکنو کې عدالت او پراختیا ګوند تر ټولو زیاتې، ۲۵۸ څوکۍ ګټلې وې؛ په یادو ټاکنو کې هېڅ ګوند ونه شوای کولای چې ډېره کي ترلاسه کړي تر څو یوازې سر حکومت جوړ کړي. پاتې ګوندونو هر یو: د خلکو جمهوري ګوند په دویمه درجه کې ۱۳۲ څوکۍ، ملتپال ګوند او د خلکو ډیموکراتیک ګوندونو ۸۰ څوکۍ ترلاسه کړې وې.

د ولسمشر رجب طیب اردوګان ګوند، عدالت او پراختیا په کوردننه د یو شمېر اقتصادي سیاستونو له امله او د سیمې په کچه د اسلامي امت د ګټو او ننګې له کبله یې ډېر پلویان خپل کړي دي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ولی خان
میلمه
ولی خان

ټول اسلام امت او به خاص طور دترکی شریف ولس دزړه دتله میا رکی وایم، الله دی زمونګ سیا ستوالو ته هم دعدلت دګوند د مشرانو عوندی دینی پوهه ، زیرکتیا ، عقلا نیت ، اوسنی نړی سره شنا خت او ورته سیا ست ورته برابرول به نصب کړی. زمونګ نیم سیا ست مداران دیهو دو دقا نون دپلی کولو کو شش کوی او نیم یی بیا اسلام نه دنفرت دین جوړ کړی وی که چا مکتب ویلی ډاکتر شو انجنر شو، پیلوت شو ګیره یی کمه کړه نو کا فر دی او قتلی روا دی چی دا دواړه خلک… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

مونږ هم د عدالت اسلامی ګوند ( که وی ) د دی بی ساری بریاوو مباری وایو . دا چه ولی مو د ( که وی ) ټکی ورسره شرط کیښودلو ، کیدی شی دا د ګوند ملامتیا نه د اردګان ملامتیا یا کمزوری وی چه تر اوسه یی د حکومت قانون د دموکراسی او سکولریزم په اصولو جوړ شوی او عملی کیږی او هغه هم د یو اسلامی ګوند او جمهور ریس په واسطه ؟ هلته تر اوسه دومره کار شوی چه ښځی کولای شی اسلامی حجاب ولری مګر په کفری لباس ، ډیسکو ګانو او شراب خوریو هم… نور لوستل »

Rahmatullah
میلمه

ّّټولو مسلمانانو ته او د ترکیی خلکو ته دي مبارک وي، داسلام اومسلمانانو دوشمنان اود هغوی منافق ملګری دي تبا او شرمینده وی.الله ج دي دا یهود او نصارا د سپو خوراک کړي.
آمین.