نظــر

د۱۴ کلني جګړې ورسته بیا هم جنګ، د بریا په هیله یو انتخاب!

لیکوال: عبدالباقی حنفی –

په افغانستان کی دامریکا ۱۴ کلنی جګړی ترسلوزرو پورۍ دانسانانو ککری وخوړلې او په لسهاو زره یی معیوب او په لکونو انسانان یی بی کوره کړل، امریکایانو دلته بیلا بیلی نظامی ستراتیژی وازمویلی خو یوه په بلی پسی سوې ناکامه سول تر یو ملیون زیاتو فوځيانو يې په دی جګړی کی برخه واخیستل په ملیاردونو ډالر يې مصرف کړل خو دا جګړه یې ونه ګټل او نه يې طالبان مات يا ورک کړل په هاوایی کی چي کله اوباما د۲۰۱۴ د ډسمبر ۲۸ نیټه دخپلی اوږدی جګړی دپای موده اعلان کړل د افغانانو او نړیوالو سره دا هیلی پیدا سوي چې نور به د افغانستان دا اوږده غمیزه پای ته ورسیږی خو داسی ونه سول دامریکا جمهور ریس یوځل بیا دخپل ماموریت داوږدولو اعلان وکړ تر څو که یی وکولای سول چې دجکړی ماشین په خپله ګټه وڅرخوی او جنګیدونکی مقاومت نا امیده کړی ددی ټولو جریاناتو سره څو پوښتنی را پیدا کیږی چې ولی امریکا ونسوای کولای چې د۱۴ کلونو په جریان کی دا جګړه وګټی

لمړی : امریکا په دی احاطه سوی افغانستان کی دڅه شي په لټه کی؟

دوهم: امریکا به وکولای سی چې د جکړی ګټونکی سی؟

دریم امریکا دا ۱۴ کاله د کوم ډول خلګو سره وجنګیدل؟

څلورم: ایا جنګیدونکی طالبان یوه ډله ده؟

پنځم: جنګیدونکی طالبان څخه غواړی او د اوس او پخوا توپیر يې څه دی؟

شپږم : د افغانستان اوسنی اداره دخپل ځان د انسجام اود سولی راوستلو توان لری؟

لمړی : امریکا په دی احاطه سوی افغانستان کی دڅه شي په لټه کی ده؟

امریکا په اسیا کې یوازی په افغانستان کې نه ده بلکه امریکا د فلپین، جاپان په ټاپوګانو کې فوځی اډی لری او همدارنګه په منځنی ختیځ کې د پوځی اډو ترڅنګ په جګړیېز رقابت بوخته ده . چون دافغانستان ځمکنی موقیعیت نسبتا نورو ځایونو ته خاص اهمیت امریکا ته لری چې کولای سی ددی ځای نه د پاکستان اټومی قوت، د چين نظامی او اقتصادی پرمختګ او د روسیې د نفوذ ساحه تر قوی څار لاندی ونیسی تر څو که وکولای سی پر سیمه باندی خپل سیاسی اواقتصادی روعب وساتی نو د پورته اهدافو لپاره به امریکا کوشش وکړی تر څو دلته د لا نوری پاته کیدا دلايل پیدا کړی که هغه د طالب او یا د داعش سره د مقابلی په نوم وی او که بل څه. خو دلته د امریکا شتون دوی ته داسی اسانه نه دی له د فلپین، جاپان او پالمیرا په ټاپوګانو کې دلته خلګ د دوی د فوځی شتون سره پوره حساسیت لری که څه هم دوی په یو ډول باندی ځینی خلګ د جرګی په نوم را ټول کړل تر څو چې د دوی شتون تاييد کړی خو د دغو خلګو اطلاق پر ټولو افغانانو باندی نسی کیدای . که بیا هم امریکا د فوځی لاری د خپلو اهدافو تر لاسه کول وغواړی نو لا به نوره هم په جګړی کی کښیوزی د دی فوځی لاري نه علاوه کولای سی چې له نورو هوسا لارو نه د افغانانو سره اړیکی وساتی او خپلی ګټی دلته خوندی کړی.

دوهم: امریکا به وکولای سی چې د جکړی ګټونکی سی؟

د هر جنګیدونی شخص،ا شخاصو، ډلو اوهیوادونو زیراکت د جنګی عملیاتو نه مخکی دا دی چې باید خپل دښمن په هر اړخیزه ډول وپيژنی او بیا ورباندی حمله وکړی  خو امریکا لمړی کار اخر کوی دوی داسی فکر کوی چې شل دیرش زره طالبان ډیر ژر ختمیدونکی دی او کولای سی چې له منځه یې یوسی د دوی اټکل په ښکاره درست وو ځکه عقل هم ظاهرا دا نه ایجابوی چې یو کوچنی تش لاسی ډله دی د نړی د سترو طاقتونو سره دا جګړه دومره اوږده کړی . رښتیا وو خو دوی دا درک نه کړل  چې طالبان په افغانستان کی څومره ریښې لری او یا دا یوه ثابته مفکوره ده ، دوی پر افغانستان حمله وکړه ښه ښکاره  یي د طالبانو جنګی قوت ختم کړ خو د دوه کلونو په تیریدو سره هغوی یو ځل بیا ځانونه منظم کړل او چریکی حملی يې شروع کړی چې په دی سره يې امریکا دومره ستړی کړه چې نور ددی لاره ځنی ورکه سول چې څه کوو او څه روان دی او څه به کیږی چې بالاخره په دی باندی مجبوره سول چې د جنګ پیټی د افغانانو په اوږو ور واچوی او خپله د جنګ له میدانه پښی سپکی کړی او په نظامی مراکزو کی جګړه رهبری کړی تر څو وکولای سی چې د طالبانو د جنګ عقیدوی اړخ کمزوری کړی او نظامی اړخ یی هم د افغان ځواکونو په لاس باندی تر هدف لاندی ونیسی او ورسره د سولی یوه داسی پروسه په لاره واچوی چې امریکا يې غواړی، خو داسی ښکاری چې دا استراتیژی یی هم د ناکامی سره مخ سول دتیر یوه کال راهیسی مونږ وینو چې افغان ځواکونه ترډیر سخت فشار لاندی دی هر ورځ ډیره زیات قربانی ورکوی چې دادی دجګړی خبره اوس دکلیو څخه لویوښارونو ته راورسیدل او حتی د ډیرو ولایاتو مرکزونه تر جدی تهدید لاندی دی  نو چې د یو نیم لک خارجی عسکرو په شتون کی چې په پرمختللو وسلو سمبال وه جکړه ونه ګټل سول اوس به یی ګټل ډیر ناممکنه وی.

دریم : امریکا دا ۱۴ کاله دکوم ډول خلګو سره وجنګیدل؟

په لمړی سر کی امریکا د طالبانو پر هغه نظامی کاروانونو باندی درنی هوایی حملی وکړلی چې دافغانستان په شمال کی موجود وو چې په هغوی کی ځینی جنګیالی د پاکستان او عربی هیوادونو هم موجود وه خو را وروسته په چریکی جنګونو کی بهرنی جنګیالی ټول یا خپلو هیوادونو ته ولاړل او يا د پاکستان قبایلی سمیو ته یی پناه یو وړل او وروسته چریکی جګړی د کلیوالو افغانانو لخوا پیل اودا دی تر اوسه ادامه لری دا چې ولی ورځ تر بلی ددی جنګیالیو شمیر ډیریږی څو بیلا بیل لاندی علتونه لری.

په خپله د بهرنیو قواوو شتون دی چی له تاریخ نه افغانان د بهرنیو پوځیانو دشتون سره حساسیت لری اوبل دبهرنیانو لخوا تراندازی دزیات قوت استعمال، دملکی خلګووژنه اودشپی لخوا پرکورنو باندی دچاپو اچول او همداسی دافغان حکومت بی ساری فساد وو چی دطالبانو نظامی لیکی یی لا ورپیاوړی کړی او داوس چې کوم کسان دطالبانو نظامی لیکی جوړوی دادهغه طالبانو زامن اوکورنی دی چی ددی اوږدی جګړی په جریان کی دامریکا سره په جګړه کی وژل سوی ، معیوب سوی، اوبندیان سوی او دیته په کتو به دا لړی دوام ولری  .

څلورم: دا چي ایا جنګیدونکی طالبان یوه ډله ده؟

ممکن نړیوال په شمول دځینو افغانانو  داسی فکر وکړی چي طالبان صرف یوه نظامی ډله ده چې باید په نظامی فشار ساتلو سره له مینځه یووړل سی اما خبره داسی نه ده، د طالبانو دا شل کلنی دوری دا ثابته کړل چې دا یوازی نظامی ډله نه ده بلکی دا یوه نظامی، سیاسی، اقتصادی او ټولنیزه مفکوره ده چې تهداب یی دمدرسی طالبانو او دینی علماء ایښی دی . کچیږی مونږ دا یوه نظامی دلګی وبولی نو لا ډیر پخوا به ختم سوی وای د دوی یوازی د لس زره نه زیات کسان د افغانستان په شمال کی د امریکا په هوایی کومک او شمالی ټلوالی  په خاص ډول د دوستم په ځمکنی قوت د دوو میاشتو په جریان کی له منځه ولاړل او وژل سول اود ټول افغانستان د مرکزی ساحو څخه ټول او ورک سول خو مفکوره يې ژوندی پاته سول چې یو ځل بیا یی خواخوږو ځانونه ورباندی را ټول کړل او په چریکی حملو يې لاس پوری کړ اوکرار کرار يی دخپلی مفکوری اومبارزی لپاره هڅی شروع کړی

پنځم: جنګیدونکی طالبان څه غواړی او د اوس او پخوا توپیر څه دی؟

په لمړیو کلنو کې چې کله طالبان په افغانستان کې را ښکاره سول په بهرنی پالیسی او اړیکو کې ډیر کمزوری و او هم یی د حکومت ولی په چارو کې ډیر افراط اوتفریط درلودی چې دا د دی باعث سول چې هم نړیوال اوافغانان ورځنی مخ واړوی بالخصوص دښځو په موضوع کې.

د لمړیو کلونو څخه د طالبانو دنوروغوښتنو تر څنګ دا غوښتنه هم وه چې باید بهرنی ځواکونه له هیواده ووځی ، اساسی قانون کی تغیرات راوستل سی او اسلامی نظام حاکم سی اما د دی سره سره د طالبانو په دريځ کی د پخوا نه ډیر توپیر معلومیږی  دوی په ښکاره باندی ښځو ته د تعلیم حق ورکړ، د سیاسی دفتر استازو یې د افغانستان د پارلمان د ښځینه غړو سره لیدنه وکړه او سیاسی مذاکراتو ته يې تمایل وښووی چې ورسره ډیر امیدونه پیدا سول چې ممکن د سولی کومه حل لار پیدا سی  خو داسی ښکاری چې ددوی دا غوښتنو ته لا په سولیز ډول جواب نه دی ورکول سوی او نه هم دوی داسی لاره وړاندی کړی چې دبهرنیانو په وتو باندی دا تضمين کړی چې دوی نور د جنګ له لاری دواک خپلولو هڅه نه کوی .او همداسی دځينو کړیو لخوا په افغانستان نور دجنګ دلایل پیداکول اوداباما لخوا د۲۰۱۷ کال ترپایه امریکايې ځواکونو پاته کیدل لانور هم طالبانو ته دجنګ دلايل په لاس ورکړل اودنوو جنګیالیو دجلب اوجذب لپاره يې نور هم دلايل قوی سول چې امریکان وتل نه غواړی  باید جنګ ورسره وسی  طالبانو به نور هم خپل بریدونه ډیروی جنګ به دکلیوالو سیمو څخه ښاری سیمو ته وغزوی او افغان اوامریکایی ځواکونه به لادنورو ستونزو سره مخامخ سی او دجګړی بیه به ټول عام ولس پریکوی داسی فکر نکیږی چې طالبان دی دامریکایی فوځونو په شتون دجنګ پر درولو فکر وکړی  چې په پای کی به امریکا مجبوره کیږی چې ددی جنګ دنورغزولو لپاره نوری قواوی افغانستان ته راولی چې داهم دامریکایی ولس لپاره اوس دزغمولو نه بریښی اوله بل طرفه طالبان لګیا دی چې سمیز اونړیوال ملاتړ راخپل کړی چې ښه بیلګه يې دکندوز پرسقوط باندی دروسیه او سمیزو هیوادونو چپتیا وو

شپږم: د افغانستان اوسنی اداره د خپل ځان د انسجام او د سولی راوستلو توان لری؟

دافغانستان اوسنی اداره چې نړیوالو ورباندی بیحسابه مالی اوځانی مصارف وکړه خو لاهم په نړی کی داول او دوهمي کچې فساد کی ښکیله اداره بلل کیږی څوک باید فساد په افغانستان کی دافغانانو طبعی عادت ونه بولی اونه هم ددی اداری اطلاق پرټولو افغانانو باندی کیدای سی بلکی داځانته خپل علل اوعوامل لری چې ځینی یې مخکی ذکر سول. اوسنی اداره په خپل جوړښت باندی دافغانستان په تاریخ کې ډیره نوی او لومړنی طرز دحکومتولی دی داسی اشخاص په دی اداره کی راټول سوی چې په هیڅ صورت افغانانو ته دمنلو وړ نه دی او نه هغه چاته دمنلو وړدی چې مصارف یی ورباندی کړی خو هغوی بیله دوی بل څوک نسی پیداکولای چې ټولی غوښتنی یې ومنی. اوسنی اداره دخپلی بقاء لپاره ډیر کم چانس لری که يې طالبان هم له منځه یونه وړل سی  خپله به دارګ له منځه له منځه وړل کیږی. ځینی شنونکی په دی باور دی چې امریکا په لوی لاس باندی داسی اداره جوړه کړه چې دخپلو اختلافاتو له امله له منځه ولاړه سی اوخپله دوی یودبله سره ونښلی ترڅو که امریکا وکولای سی چې تر شایې خپله ناکامی پټه کړی او دی جګړی ته دکورنی جګړی نوم ورکړی اوخپله ورڅخه پښی سپکی کړی.

او د سولی په اړه کې یې هم کوششونه نمایشی بڼه لری ددی پرځای چې علت پیداکړی دوی یی دمعلول په له منځه وړلو کې کوشش کوی او نورو مغرضو هیوادونو ته دسولی په نوم باندی امتیازات ورکوی، ددی اداری یووزیر دجنګ اعلان کوی بل يی دسولی  اوخبله ولسمشر غنی خو هیله لری چې وسلوال مخالفین سلاح پرمځکه کښیږدی او ورته تسلیم سی .داتیره ورځ دولسمشر خاص استازی احمدضیاء مسعود دسولی خبری یوه بیځایه مفکوره وبلل او داوږدی جګړی لپاره يې دتابیا نیولو ږغ وکړ  چې داسی څرګندونی په داسی حالاتو کي دموجوده اداری دسیاسی ځیراکت په نشتون باندی دلالت کوی اوهغه اوازی رشتیا کوی چې امریکا دلته نور هم دجګړی نیت لری ځکه دجګړی بوج ټول دامریکا په غاړه دی. په داسی شرایطوکی دارنګه څرګندونی لانوری ستونزی راپیداکوی اوسنی اداره که هررنګه ده باید دسیاسی ځيراکت نه کار واخلی حکومت اومخالفین باید دواړه دسولی لپاره قربانی ورکړی اودیونړیوال تضمین ورسته دی دبهرنیانو پوځی شتون ته دپای ټکی کښیږدی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x