پام! چې دښمن مو معیارونه بدلوي

لیکوال: ن. محمود

الحمدلله والصلوة والسلام على رسول الله أمابعد:

څرنګه چې الله رب العزت د انسانانو بلکه د ټولو کائناتو خالق دی؛ نو د دوی دلارښونې او هدایت لپاره یې د فطرت مطابق نظام را لیږلی، چې پرې په عمل کولو سره انسان د عزت او کرامت لوړو پوړو ته رسیږي، تر دې چې ملائکې یې هم پر منزلت شک کوي، همدا الهي معیارونه دي چې د امت د پایښت او د نړۍ د صلحې او ارامۍ تضمین کولی شي…

د الهي شریعت نه باغي د اخلاقو نه عاري زمونږ دښمن دا خبره درک کړې ده…، نو ځکه خو یې د نظامي جګړې ترڅنګ د امت سره فکري او فرهنګي جګړه هم په زور او شور سره شروع کړې ده، او غواړي له دې لارې د اسلامي امت معیارونه بدل کړي، چې بیا به سپین راته تور او تور راته سپین ښکاري، رښتوني به درواغجن او درواغجن به راته رښتوني ښکاري، ازادي به راته غلامي او غلامي به ازادي ښکاري، حق به باطل او باطل به راته حق ښکاري.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

(سيأتي على الناس سنوات خداعات، يصدق فيها الكاذب، ويكذب فيها الصادق، ويؤتمن الخائن، ويخون فيها الأمين، وينطق فيها الرويبضة، قيل: وما الرويبضة؟ قال الرجل التافه في أمر العامة) رواه ابن ماجة

ژباړه: ژرده چې په خلکو به دوکه کونکي کلونه راشي، چې درواغجن به پکې رښتوني او رښتوني به درواغجن ګڼلی شي، خائن به امین او امین به خائن ګڼلی شي، او رویبضه به پکې غږیږي، پوښتنه وشوه: رویبضه څوک دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه سپک سړی چې په عمومي مسائلو کې غږیږي.

که پام وکړو دښمن په دې ډګر کې تر ډيره حده بریالی شوی دی، ځکه یو وخت به د امت تر منځ رجال او اتلان هغه وو چې الله رب العزت به ورته رجال ویلې:

{مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجالٌ صَدَقُوا ما عاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَما بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (23) الأحزاب

ژباړه: له مؤمنانو څخه ځیني داسي شخصیتونه شته چې له الله سره یې کړې ژمنه رښتیا کړې ده: له هغو څخه چا خپل نذر پوره کړ او څوک د وخت راتلو ته انتظار باسي. هغوی پخپله کړنلاره کښې هیڅ تبدیلي رانه وستله.

هغه چې په ټوله مینه به د دښمن مقابلې ته راوتي وو، سر به یې په تلي کې نیولی وو او د عزت او کرامت جګړه به یې پر مخ بووله، مرګ ته به یې داسې تلوسه وه لکه نن چې زمونږ ژوندانه ته ده…

خو نن تر ډیره حده د اتلانو تعریف بدل شوی، هغو ته چې الله اتلان ویلي ترهګر ویل کیږي، برعکس اتلان هغه په لهو او لعب کې اخته بې حسه فلمي اداکاران او د کرکټ او فټبال لوبغاړي ګڼلی کیږي چې د امت له درده بې پروا د بې غیرتۍ شپې او ورځې سبا کوي…

همداراز په امت کې به هوښیاران هغه وو چې محمد صلی الله علیه وسلم به ورته هوښیاران ویلې:

(الكيس من دان نفسه وعمل لما بعد الموت، والعاجز من أتبع نفسه هواها وتمنى على الله) ترمذي

ژباړه: هوښیار هغه دی چې ځان یې وپیژندلو او د اخرت لپاره یې کار وکړلو، او عاجز هغه دی چې نفس یې د خواهشاتو تابعداري وکړه او په الله یې ارزوګانې وتړلې.

هغه چې ټول هم او غم به یې اخرت وو، دنیا به یې د اخرت لپاره مزرعه ګڼله، او د ژوند زیات مصروفیت به یې د الله عبادت وو خو نن برعکس داسې خلک سادګان ګڼل کیږي او هوښیاران هغه ته وایي چې ټول هم او غم یې دنیا وي تر ټولو ډیر مال تر لاسه کړي او زان ته د ژوند پریمانه سهولتونه برابر کړي…

او یو وخت کې د امت د ازادۍ معیار دا وو چې:

«بندګان د بندګانو له بندګۍ نه د الله بندګۍ ته راوباسو»

خو نن برعکس ازادۍ دې ته ویلی کیږي چې د الله له شریعت نه باغي وې او د انسان جوړ کړې ډیموکراسۍ او جمهوریت ناولی پړی دې پر غاړه وي…

نو پام! چې دښمن مو معیارونه بدلوي…

او ددې لپاره یې خپل ټول قوت په کار اچولی، او په سلهاوو رادیوګانې، تلویزیوني کانالونه، چاپي رسنۍ او بریښناپانې یې ګومارلې دي…

نو د دوی د دې شومو پلانونو د شنډولو لپاره پکار ده چې خپل دین ته رجوع وکړو، د خپل دین معیارونه وپيژنو، په پټو سترګو د دښمن تبلیغات ورسره تکرار نه کړو بلکه هره خبره په شریعت سره وتلو… او په همدې کې زمونږ عزت دی.

(أعزنا الله با لإسلام مهم ابتغينا العزت في غيرها أذلنا الله)
ژباړه: په اسلام سره الله عزتمند کړي یو، که مو په بل څه کې عزت ولټولو الله به مو ذلیله کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

بارک الله ، احسن په قلم مو برکت شه الله تعالی دې فضل وکړي نن عصر د عذاب د نزول ډير ډار دی : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : يکون في امتي قذف و مسخ و خسف ، قيل یا رسول الله متی ذالک ؟ قال : اذا ظهرت المعازف ، کثرت القيان و شرب الخمور . ژباړه : زما په امت کې به د وشتلو عذاب (د ډبرو باران ، طوفان او نور) ، د شکل بدلېدل او په ځمکه غرقيدل را مينځته شي ، چا وويل دا مه کله را مينځته کيږي ؟ ويې فرمايل… نور لوستل »