افغانستان

ولسي جرګې د کورنیو چارو وزیر استیضاح کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې نن پخپله عمومي غونډه کې د کورنیو چارو وززیر نورالحق علومي استیضاح کړی دی.

ولسي جرګې نورالحق علومي د وروستیو نا امنیو او طالبانو له لوري د ګڼو ولسوالیو د محاصرې او د امنیتي ځواکونو د تېښتې له امله استیضاح کړی دی.

دا غونډه چې اوس هم روانه ده، ګڼ استازي پر دې ټينګار کوي چې په بغلان، کندوز، فارياب، بادغیس، هلمند، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ګڼو نورو ولایتونو کې امنیتي ځواکونه بې وسه دي.

د جرګې استازيو د کورنیو چارو وزیر پر دې ملامت کړ، چې ګڼو پوستو ته يې خيالي پولیس معرفي کړي دي، د دوی په وينا د کورنیو چارو وزیر لا هم له خپلو جنرالانو خبر نه دی چې ګڼې دندې ترسره کوي.

د ولسي جرګې غړې مېرمن جلیلي وویل چې د سرپل سلګونه کلي د وسله والو طالبانو په لاس کې دي، خو چارواکي يې پر وړاندې چوپه خوله دي.

دا په داسې حال کې دی چې همدا نن هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې جګړې روانې دي، ولسي جرګې د کورنیو چارو وزارت پر دې ملامت کړ، چې د امنیتي مسوولینو په ټاکنه کې بې غوره دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید احمد

یاره استیضاح کړی به یي وي استیضاح د وضاحت غوښتلو ته وایي د استهزا لا څه معنی، فکر کوم د نن ټکی اسیا خبرلیکونکی غلط شوی دی

احمد

د خبر خپروونکي محمد شریف اندړ او هم د نن ټکي آسیا ښاغلي مدیر صاحب ته!

دا استهزاء نه ده بلکه استیضاح ده. لومړۍ کلمه د مسخرو او ملنډو په معنی او دوهمه د یوې موضوع په اړه د توضیحاتو د غوښتلو په معنی ده. هیله ده په راتلونکې کې په ځان د بیسوادۍ ټاپه ونه وهئ.

مننه!

الحاج استا ذ بیانزی

احمد او جاوید احمد صاحب ! لیکنه کی خو استیضاح لیکل شوی ، نه پوهیږم چه ستاسی له نیوکی وروسته اصلاح شوی که څنګه . مګر زه وایم چه د حالاتو له مخی هماغه استهزا لغت د علومی د پاره د استهزا کولو د باره سم وو ، دوی له علومی څه توضیح غواړی ، دا هماغه کمونست او علام علومی دی چه پرون د روسانو او نن د امریکایانو غلام دی ، د امریکایی ډالرو په زور همدی وکیلانو تایید کړو ، مونږ یوی بلی شوری ته اړه لرو چه دغه رشوت خور وکیلان استیضاح ( استهزا )کړی تری… نور لوستل »

احمد

بیانزی صاحب ستاسې څخه مننه. هو لیکنه تر هغه وروسته چې ما خپل نظر څرګند کړی اصلاح شوې. پاتې شوه داچې کومه کلمه باید وکارول شي او کومه نه. زه فکر نه کوم داسې کلمه دې وموندل شي چې ددې خاینانو په حق کې استعمال شي، ځکه هره کلمه د حالاتو موافق بیانیږي خو دا د غلامانو غلامان په داسې یوه شریر حالت کې قرار لري چې نه یې تاریخ ساری شته او فکر نه کوم په راتلونکي کې داسې شرمنده حالت راشي. حتی زه شرمیږم که د کوم حیوان نوم ورته اخلم ځکه هغوی د خپل حیواني ماحول سره… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x