
د الجزیرې شبکه ۱۹ کلنه شوه
نن ټکی اسیا (دو شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د قطر هیواد د پلازمیني دوحې څخه خپرېدونکې الجزیره شبکه ۱۹ کلنه شوه.
په دغه مناسبت تېره ورځ د الجزیرې شبکې د خپلو ژورنالیستانو او د قطر هیواد د امیر شیخ تمیم په ګډون ګڼو مسؤولینو او مشهورو څیرو ګډون کړی وو.
د میلادي کال ۱۹۹۶ د نومبر میاشتي په لومړۍ نیټه د الجزیرې شبکې عربي چېنل خپله لومړۍ خپرونه پیل کړه، دغه شبکې د لومړۍ ورځي څخه د « الرای والرای الآخر » یو نظر او بل نظر تر شعار لاندي کار پيل کړ، په اوس وخت کې د الجزیرې د کتونکو شمېر یو ملیارد او ۱۰۰ ملیونو ته ورسید.
الجزیره ۱۹ کاله وروسته خپله شبکه د زرګونو کارکوونکو پر مټ او د کتونکو د زیاتېدو له کبله په لسګونو چېنلونو تقسیم شوه، چې په هغو کې د الجزیره انګلش، الجزیره امریکا، الجزیره بلقان، الجزیره ترک، د ماشومانو، ځوانانو تلویزوني چېنلونو تر څنګ نور خدماتي او ورزشي تلویزونونه یې هم ډېر کتونکي لري.
د الجزیرې شبکې عمومي مدیر یاسر ابوهلاله په دغه غونډه کې ګډونوالو ته وویل چې دوی د مظلومو انسانانو لپاره اواز اوچت کړی او خپل همدا تګلاره به تعقیبوي.
الجزیره تلویزون باندي د مصر، یمن، سعودي او ځینو نورو هیوادونو له اړخه وخت په وخت د نشراتو بندیزونه لګېدلي.
الجزیره وروسته تر هغه د نړۍ په سطحه ډیره مشهوره شوه کله چې امریکا په افغانستان یرغل وکړه، دغه تلویزون یوازینی چېنل وو، چې په افغانستان کې خبریالان درلودل.
د الجزیرې یو تن خبریال وروسته د امریکا له خوا ونیول شو او په ګوانتنامو کې د کلونو زندان وروسته خوشي شو.
د الجزیرې بل خبریال تیسیر علوني هم په خپل هیواد هسپانیه کې د ۷ کلونو لپاره بندي او نظر بنده وساتل شو.