د نن سرلیکنه

د سولې په اړه د حکومتي چارواکو غیر معقول دریځ

نن ټکی اسیا – سرلیکنه (دو شنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د تیرې شنبې په ورځ د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازي احمد ضاء مسعود له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې سوله يوه نا معقوله غوښتنه ده او بايد مونږ د اوږدې جګړې لپاره تابیا ونیسو.

دا لومړی ځل دی چې د ګډ حکومت یو لوړ پوړی چارواکی سولې ته د نا معقول ویلو ترڅنګ په هیواد کې د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

ځکه د کابل تحت الحمایه حکومت چې خپله هم د جګړې پیداوار او څوارلس کلنه موده یې ټوله په جګړو کې تیره شوې د جوړیدو له لومړۍ ورځې بیا تر ننه پوري د سولې شعارونه ورکوي.

هغوی که څه هم چې په عملي لحاظ یې ټول دولتي امکانات د جګړې په تیزولو او پراخولو لګولي خو په تبلیغاتي لحاظ یې بیا دا ټول جګړه ییز حرکات د سولې تر شعار لاندې پت کړي او د سولې په نوم عالي شورا يې په شعاري سولې تر ټولو زیات مصارف کړي دي.

اوس چې د کابل حکومت مقابل لوري (طالبانو) د عملي سولې لپاره تیاری ښودلی او له ښکیلو لوریو سره يې د بین الافغاني تفاهم وړاندیز کړې ولي دولتي چارواکي د دغې هڅې په مقابل کې سوله غیرمعقوله بولي او د اوږدې جګړې لپاره په تیاري نیولو ټینګار کوي؟

سوله او د سوله ییزو هڅو پرمخ وړل که څه هم چې شعاري بڼه ولري تر جګړې معقولیت لري ؛ ځکه تیرو ۳۷ کلونو تحمیلې جګړو افغان ولس ته له تباهي پرته بل کوم ښه پیغام نه دی لرلی ، نو چې د هغو د خاموشه کولو او له منځه وړلو لپاره هر ډول ممکنه هڅه وي هغه باید تعقیب او د کامیابه کولو لپاره یې جدي ګامونه واخیستل شي.

ځکه داخلي جګړې نه ګټونکی لري او نه هم هغه د هیڅ لوري په ګټه دي، لهذا باید د سالمو ، معقولو او عملي طرحو په وړاندې کولو او پلي کولو سره نور دا کور ورانوونکې جګړه د بین الافغاني تفاهم په وسیله ختمه او پایته ورسول شي.

د جګړې د ختمولو لپاره معقول فکراو معقولانه طرحي ارائه کول خپله د معقولیت استازیتوب کوي .

کوم کسان چې اوس هم سوله غیر معقوله او د جګړو پر دوام ټینګار کوي اصلا د هغوي دا ناسالم تعقل د جګړییز ذهنیت محصول دي چې نه دوي ترې سالمه ګټه کولای شي او نه د ولس کوم درد دوا کولای شي.

هغوی باید پوه شي چې جګړه ییز تفکر نور د افغانانو په منځ کې ځای نه لري.

که مونږ وغواړو چې هیواد او ولس مو له مزیدې تباهي وژغورو باید د جګړې د خاتمې لپاره سوله ییز تفکر ولرو او د خپل منځي تفاهم په وسیله خپلو ستونزو ته د حل لار ولټوو، نه داچې د داخلي جګړو په دوام سره خپل ولس او هیواد نورهم د تباهي کندې ته ورټیل وهو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x