افغانستان

په ننګرهار کې هم د ناټو په مرکز سرښندونکی برید وشو

ناټو

په پلچرخي کې د طالب بندیانو د اعدام د پیښې لا دوه ورځې نه دي بشپړې شوي چې په ننګرهار کې هم د ناټو د یو مهم مرکز په زړه کې د یو سرښندونکي برید خبر ورکول کیږي. له دې وړاندې نن سهار په میدان وردګ ولایت کې د بهرنیو او کورنیو عسکرو په یو مشترک مرکز د سرښندونکي برید خبر ورکړل شوی وه چې د ذبیح الله مجاهد په وینا برید د بندیانو د اعدام په غچ کې ترسره شوی وه او په لسګونو خارجي او داخلي عسکر په کې ووژل شول.

د تازه برید په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لږه شیبه وړاندې نن ټکی آسیا ته په رالیږلې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا برید نن مازدیګر پنځه بجې د دې ولایت په تورخم کې د (خالد ننګرهاري) په نوم د یو سرښندونکي مجاهد له خوا ترسره شو. دغه برید چې د سراچه موټر په توسط ترسره شوی د ښاغلي مجاهد په وینا ئې هدف د ناټو د قواوو هغه مرکز وه چې په سیمه کې د څار او پلټنې ترڅنګ د استخباراتي فعالیتو دنده هم لري.

“په دغه سرښندونکي بريدکې ګڼ شمير بهرني ځواکونه اولوړپوړې افسران قتل شوي دي ، ديادونې وړ ده چې په خورا تاکتيکي ډول سراچه موټر ددښمن دغه مهم مرکز ته داخل کړشوي وو”.

ښاغلي مجاهد دا برید هم د پلچرخي په زندان کې د اعدام شوو طالبانو د انتقام سلسله وبلله.

“دمجاهدينو له قوله دغه بريد هم دڅرخي پله په زندان کې د ګډ دښمن لخوا دڅلورو تنو مجاهدينوداعدام په انتقام کې ترسره شو او دښمن ته يي ددرانه ځاني تلفاتو ترڅنګ ډير مالي زیانونه هم واړول”.

داسې ګونګسې اوریدل کیږي چې د طالب بندیانو د اعدام پر سر د کابل د حکومتي چارواکو په منځ کې سخت اختلافات راټوکیدلي چې یوه ډله دا اقدام د طالبانو د حملو د زیاتیدلو سبب بولي، چې ممکن دغه بریدونه د معترض اړخ پله نوره هم پسې درنه کړي.

که څه هم د کابل حکومت په څرخي پله کې څلور طالب بندیان په دې موخه اعدام کړل چې ګواکې د طالبانو په ډارولو او د سرښندونکي بریدونو په مخنیوي کې ورسره مرسته وکړي، خو د کتونکو په اند، یوې عقیدوي آیډیالوژۍ ته ژمن جنګیالي د اعدام په کړۍ ډارول ځکه ناممکنه ده چې طالبان خپل وسله وال مقاومت د الله جل جلاله په لار کې سپیڅلي جهاد ګڼي او په دې لار کې مړینه د ځان لپاره شهادت او یو لوی افتخار بولي.

باید وویل شي چې د ننني برید په اړه تراوسه ناټو او افغان حکومت څه نه دي ویلي، خو د معمول په څیر طمع ده چې د دوی له خوا اعلانیدونکي تلفات به د طالبانو له خوا اعلان شوو تلفاتو سره ډیر توپیر ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x