نادري ناولده

زندانیان د جنګ په لومړیو کرښو کي د سپر او ډال په توګه

بخت الرحمن بخت

په سوریه کي د نظام مخالفي ډلي د بشار الاسد ملاتړي زنداني پوځیان، ملېشې او د هغو میرمني له زندانو څخه را ایستلي، په یو خاص ډول پنجرو کي یی اچولي او په هغو سیمو کي یی د کورونو د بامونو پرسر ایښي، کومو ځایونو کي چي د بشار الاسد او روسي الوتکو د بمباریو زیات خطر لیدل کیږي.

د سوریې د حکومت مخالفو وسلوالو ډلو تیره ورځ له سلو څخه زیات اوسپنیزي پنجرې چي هره پنجره کي یی اوه اوه زندانیان اچولي له زندانونو څخه را ویستلي، په (غوطه الشرقي) نومي سیمه کې چې د پلازمیني دمشق ختیځو او سویلي سیمو باندي مشتمله ده د بامونو پر سرونو ایښي.

د سوریی د حکومت مخالف وسلوال وایی د بشارالاسد او روسيی جنګي الوتکي په سیمه کي ملکي ودانۍ او بازارونو باندي په ړندې بمبارۍ کوي، ملکي وګړي ښځي او ماشومان وژني.

مونږ بله چاره نه لرو، بېله دې چې له ځانه سره ددوی زندانیان د ملکي خلکو د کورونو پر بامونو د سپر په توګه کښېنه وو، تر څو که په ولسي وګړو بیا بمبار کیږي، نو ددوی خپل عسکر او میرمني به هم په کښي له منځه ولاړ سي.

د حکومت مخالف وسلوال وایی په پام کي لري چې دا رنګه نه سوه (۹۰۰) نور قفسونه جوړ کړي او په هر قفص کي اوه زندانیان واچوي او په هغه ځایونو کي یی د بامونو پر سرونو باندي کښیږدي چیري چي د بشار الاسد د حکومت او روسي الوتکو له لوري د بمباریو زیاته ویره لیدل کیږي.

د بشار الاسد د نظام مخالفین وايي چې دوی سره د حکومت په زرګونو عسکر او ملیشې زندانیان دي، چي ځیني کسانو سره یی میرمني هم ورسره دي، چې د هغوی سره په زندانونو کې یو ځای اوسیږي.

د بشار الاسد یو پلوی چې له تیرو درو کلونو راهیسي په غوطه الشرقیه کې د پاڅون کونکو سره بندي وو، د زندان څخه یې د بامونو پر سر د پنجرو په لور د انتقال پر مهال وویل، ما نن ولیدل چي بشارالاسد څومره جرمونه کړي، نوموړي زیاته کړه زه خو دري کاله زندان کی دننه وم نن چي دباندي راوزم هرڅه ویران وینم کورونه اوبازارونه سر چپه پراته دي، او زیاته یې کړه بشارالاسد دي له خدایه ویره وکړي ولي بی ګناه ملکیان په نښه کوي، جنګیالي خو د ښار منځ کي نشته د ښار دباندي مورچي او مرکزونه لري هلته دي ورسره وجنګیږي.

باید وویل چي د زندانیانو لپاره پنجرې جوړول او دجنګ په لومړیو کرښو کي د ډال او سپر په توګه ورڅخه کار اخیستل لومړی دبشارالاسد دحکومت له لوري پیل شوی وو.

د بشارالاسد عسکرو او ملېښو تیر کال د فوعه او کفریا ښارګوټو ته څیرمه د جنګ په لومړیو کرښو کي د زندانیانو د پنجرو عکسونه پر ټولنیزو رسنیو نشر کړي وو، او ورسره یی لیکلي وو، دغو پنجرو کي د سوریی د حکومت د مخالفو وسلوالو ډلو هغه پلویان دي چي زمونږ سره زندانیان دي، ځکه مو پنجرو کي اچولي او د جګړې لومړي کرښه کی مو بامونو باندي ایښي ترڅو د هغوی څخه د ډال او سپر په توګه کار واخلو.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x