افغانستان

افغان کډوال: د افغانستان څخه هجرت زمونږ ستره تېروتنه وه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان څخه د اوروپا په لور کډوال وروسته تر هغه د نامعلوم برخلیک سره مخ شول کله چې د جرمني هیواد د افغاني مهاجرینو د بیرته ایستلو هوډ څرګند کړ.

د المان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دوی به ډیر ژر د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړي.

که څه هم د افغانستان د کډوالو وزارت ویلي چې دوی په افغانستان کې دومره ظرفیت نه لري چي المان ته رسیدلي کډوال یو ځل بیا په افغانستان کې سره ځای پر ځای کړي، ولسمشر اشرف غني د المان د بهرنیو چارو وزیر سره په تلیفوني اړیکه کې د کډوالو د چارو وزیر سید عالمي بلخي خبري د هغه شخصي نظر بللی او المان ته یې ډاډ ورکړی چې افغانستان په دې اړه خپل مسؤولیت پيژني، المان کولای سي افغان کډوال یو ځل بیا افغانستان ته را ستانه کړي.

یو ۲۸ کلن افغان کډوال حشمت چې جرمني ته په لاره دی، اوس مهال د سلوفینیا او اسټریا تر منځ پولي باندي په سختو یخونو کې د نورو کډوالو تر څنګ په یوه موقت کمپ کې ژوند کوي، نوموړي د رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د ژوند تر ټولو لویه تېروتنه یې د اروپا په لور هجرت کول وو.

نومړی وايي کاش چې کله مي هم په افغانستان کې خپل مور او پلار نه وايي پری ایښي او د غرب په لور می هجرت نه وای کړی، نوموړي په ټینګار سره نورو افغانانو باندي غږ وکړ چې د اوروپا په لور دي له خطره ډک هجرت نه کوي.An Afghan mother comforts her crying child moments after a dinghy carrying Afghan migrants arrived on the island of Lesbos

نوموړي وویل، په اوروپا کې ډيري ستونزي دي، ډیر خلک د خپلو میرمنو او ماشومانو سره راغلي، دلته یخ ډېر زیات دی، خو هیڅ څوک هم زمونږ په اړه فکر نه کوي، هغه وویل د امکان په صورت کې به دا بهتره وګڼي چې بیرته خپل هیواد ته وګرځي. او زیاته یې کړه چې مونږ اوس د شاته تګ لاره نه لرو، مونږ اوه اته هیوادونو څخه را تېر شوي یو، مونږ اوس بند پاته یو، د شاتګ لاره مو بنده ده.

باید وویل شي چې د ولسمشر اشرف غني په مشري د ګډحکومت د تشکېل وروسته په هیواد کې بې کاري او اقتصادي ستونزي اوج ته رسیدلي، چې له کبله یې زیات شمېر افغانان هجرت کولو ته زړه ښه کوي.

ویل کیږي چې د تیرو لسو میاشتو په شاوخوا موده کې تر سل زره زیات افغانان له هیواده د اوروپا په لور وتلي دي، چې ځیني یې پر لاره او ځیني جرمني او نورو هیوادونو ته رسیدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

وایی ( څوک په رضا د ملکه نه ځی یا ډیر غریب شی یا د یار له غمه ځینه هره حادثه یا نوی پدیده علت او معلول لری ، زمونږ له ګاونډی هیوادو څوک ولی هجرت نه کوی او حتی زمونږ ځوانان هلته هم د کار وبار د پاره ځی . لمړی د هجرت هدف معلوم شی چه دا هجرت د اسلام او اسلامی نظام په خاطر دی ، د خپلواکی او نورو عامه حقوقو د تلف کیدو په اړه دی ؟ او که شخصی اړخ لری ، مونږ د کمونستانو وخت کی له اوله پاکستان او ایران ته هجرت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x