افغانستان

د علماوو شوری یو ځل بیا سرښندونکي بریدونه حرام وبلل

کشاف

د قیام الدین کشاف په مشرۍ د افغانستان د علماوو شوری یو ځل بیا د طالبانو له خوا ترسره کیدونکي سرښندونکي بریدونه ناروا وبلل. د علماوو د شوری غړو پرون په داسې حال کې سرښندونکي بریدونه حرام وبلل چې د جمهور رئیس حامد کرزي سره ناست وو.

مولوي کشاف ادعا کوي چې د سعودي عربستان مفتي د عرفې په خطبه کې د سرښندونکو بریدونو په خلاف فتوی ورکړې. خو ډیری هغه کسان چې دا خطبه ئې اوریدلې او یا د حج په مراسمو کې شریک وو د علماوو د سرتاسري شوری د مشر دا خبره دروغ ګڼي او وایي چې شیخ عبدالعزیز آل الشیخ په خپله نیم ساعته خطبه کې سرښندونکي بریدونه هیڅ یاد کړي نه دي.

دغه راز د نن ټکی آسیا د کتنپلاوي ډلې د څیړنې په نتیجه کې هم داسې کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي چې ګواکې د سعودي مفتي د عرفې په خطبه کې د سرښندونکو بریدنو ذکر کړی وي او یا ئې حرام بللي وي.

ویل کیږي چې د علماوو سرتاسري شوری د حکومت د نورو ارګانو په څیر تر سختو سیاسي مجبوریتو او فشار لاندې ده، د همدې کبله د سرښندونکو بریدونو په برخه کې، چې د نړۍ د معتبرو علماوو په نزد جایز دي، د ډانګ او پړانګ په مینځ کې ګیر ده، او ښايي همدا علت وي چې په بل چا (د سعودي عربستان په مفتي) حوالې ورکوي.

څه موده وړاندې د افغانستان د پارلمان وکیلانو هم د علماوو د سرتاسري شوری څخه په کلکه غوښتنه وکړه چې باید دغه شوری یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي او په هغه کې سرښندونکي بریدونه ناروا اعلان کړي.

تر اوسه دا معلومه نه ده چې د علماوو سرتاسري شوری به څه ډول نړیوال کنفرانس جوړوي، خو د مسلمانو علماوو نړیوالې ټولنې (الاتحاد العالمي لعلماء المسلمین) لا له مخکې نه یوازې سرښندونکي بریدونه جایز بللي، بلکې دا ئې په اوسني عصر کې تر ټولو غوره ځاني جهاد بللی.

د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر دکتور یوسف القرضاوي وايي چې د همدې فتوی له کبله برتانیې په ۲۰۰۸ کال کې دې هیواد ته د تللو څخه منع کړ او ویزه ئې ورنکړه.

د افغانستان په شمول د نړۍ په نورو هیوادو، لکه فلسطین او عراق کې، هم د اسرائیلو او امریکایانو په خلاف سرښندونکي بریدونه ترسره کیږي، خو د کابل حکومت ادعا کوي چې پاکستان افغانانو ته یوه مخصوصه پیچکارۍ ترزیق کوي او هماغه وي چې د روغ سړي نه یو دم سرښندونکي جوړ شي.

په افغانستان، فلسطین، او عراق کې مقاومت کوونکي ډلې وايي چې سرښندونکي بریدونه یوازینۍ هغه موثره او اغیزمنه وسله ده چې په اتومي وسله سنبال دښمن ئې هم د مخنیوي څخه عاجز وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x