fbpx

سیګار وايي، دفاع وزارت د ګاز په یوه پروژه کې ۴۳ ملیونه ډالر ضایع کړي

د سیګار ادارې مشر: جان سوپکو

د سیګار ادارې مشر: جان سوپکو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړي امریکايي بنسټ سیګار ویلي چې ددغه هیواد دفاع وزارت «پنټاګون» په ۴۳ ملیونه ډالرو د ګاز د توزیع داسي پمپ جوړ کړي، چې له یوې خوا په افغانستان کې د ګټي وړ نه دي، او له بله اړخه ۱۴۰ واره زیات لګښت باندي راغلی.

د سیګار مشر جان سوپکو د سي ان بي سي تلویزوني شبکې سره په خبرو کې وویل، په ګاونډي هیواد پاکستان کې دغه سي یو مرکز په ۵۰۰ زره ډالره جوړیږي، خو دلته ۱۴۰ چنده زیات لګښت باندي راغلی.

«جان سوپکو» امریکايي رسنیو ته په مرکه کې ویلي چې دوی ته دفاع وزارت هیڅ داسي اطمینان ورکونکی جواب نه درلود چې دغه پروژه ولي په دومره ګرانه عملي شوې.

نوموړي ویلي که مونږ د افغانستان امنیتي وضعیت کې د زیات لګښت اندازه جوړه کړو هم، نو په دومره لوړه بیه یوه پروژه عملي کول څه مانا لري.

نوموړي وویل چې په ډیري بې دردۍ سره دغه مصارف شوي، د امریکایانو د مالیې څخه سپمول شوي پیسې ضایع شوي، داسي نه ښکاري چې دا ټول د ناپوهۍ له وجي شوي وي.

جان سوپکو وايي، کیدای شي دلته لوی اداري فساد شوی وي، کیدای شي اختلاس شوی وي، مونږ نه پوهیږو چې څه وجه ده، خو د دفاع وزارت پخواني چارواکي زمونږ سره په دې اړه هیڅ همکاري نه کوي.

نوموړي وايي چې ټاکل شوې وه د افغانستان د سوند توکو د اړتیا د کمولو په خاطر د افغانستان د خپلو طبیعي زیرمو څخه استفاده وشي، د همدې لپاره باید د جوزجان ولایت په شبرغان کې د (CNG) ګاز د توزیع لپاره داسي یو مرکز جوړ شي، تر څو په سیمه ایزه کچه د پټرولو د واردولو مصارف کم کړل شي، خو داسي ښکاري چې دغه پروژه هم د نورو پروژو غوندي په عجله عملي شوې، سیمه ایز بازار او واقعیتونه سم نه دي څیړل شوي او پر هغه سربېره په ډیره ګرانه بیه (۱۴۰ چنده) دغه یوازینی پمپ جوړ شوی دی.

نوموړي وویل، له دې حقیقته سترګي پټي شوي چې دلته اکثره موټر پټرولي دي، د ګاز لپاره د هغو چمتو کول پر موټر لرونکو اضافي بوج دی، او دا نه دي سنجول شوي چې ایا هغوی به دې ته چمتو شي چې خپل موټر د ګاز سیسټم ته واړوي او کنه، ځکه چې د یو پټرولي موټر ګازي ته اړول ۷۰۰ ډالره مصرف غواړي.

جان سوپکو ویلي چې دوی ته د کال ۲۰۱۱ او ۲۰۱۴ تر منځ ددې پروژې اړوند اسنادو ته د دفاع وزارت له لوري لاس رسی نه ورکول کیږي، چې دوی یې نور هم اندېښمن کړي.

هغه ویلي چې دا یو ځل بیا دا روښانه کوي چې دا پروژه هم د نورو پروژو تر څنګ په ډیره بې عقلي او بې پلانه عملې شوې او دچارواکو شکمن چلند څخه ښکاري چې اختلاس او فساد هم ښه ډیر په کښي شوی.

جون ماکېن چې اوس هم په افغانستان کې د امریکايي جګړې د اوږدلو لپاره د امریکا په کانګریس کې یو پيژندل شوی جمهوري سناتور دی، په هغه وخت کې د امریکا د دفاع وزیر وو، ویلي چې دوی د جان سوپکو او اسنادو تر منځ حایل نه دي، هر وخت جان سوپکو دغه اسناد څیړلی شي ځکه چې قانون ورته مسؤولیت سپارلی.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان د پرمختګ لپاره د امریکې له لوري ځانګړي شوي ۸۲۰ ملیوني ډالرو فنډ کې د اختلاس، فساد اداري، بې ځایه لګښت او بې ثبوته مصرف خبر ورکول کیږي، ددې تر مخه سیګار د ډیرو ورته بې مقصده پروژو څخه پرده پورته کړې.

دسیګار له لوري تهیه شوی راپور په لاندي ادرس خپل کمپيوټر ته کښته کولای سئ:

https://www.sigar.mil/pdf/special%20projects/SIGAR-16-2-SP.pdf

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

۴۳ ملیون دالر دزدی نیست جندین ترلیون دالر پول خیرات کشور های دوست مانند جاپان کوریا وووو که اکثریت اش توسط خود جنرالان و سناتوران امریکایی دزدی شده و متباقی اش توسط اداره شر فساد و خود اشرف غنی دزدی نموده که اسناد دزدی شان را من دارم اما در کجا و کدام سایت و کی جرئت نشر اش را دارد!؟؟؟