
د کرکټ «شپږیزه» سیالۍ پرانېستل شوې – انځورونه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان کورني کرکټ په کچه مخکښه د شپږیزې سیالۍ نن په رسمي ډول د الکوزي – کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پرانستل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ د خبرپاڼې پر اساس د شپږیزې سیالي مراسم له زړه راښکونکې اورلوبې سره چې د کابل ماښام یې رنګین کړ، پیل شوه. له اورلوبې وروسته ګډون کونکې لوبډلې، لباس او د سیالۍ کپ نندارې ته وړاندې شو.
د کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش د شپږیزې سیالیو پیل یو بریالی پیل وباله. نوموړي په خپله وینا کې د کرکټ بورډ وروستۍ لاسته راوړنې بې مخینې وبللې او ویې ویل چې، د دغې ادارې د تودو هلو ځلو په پایله کې به هیوادوال د کرکټ له ډیرو نورو سترو لاسته راوړنو خوند واخلي.
دانش، په شپږیزه سیالۍ کې د شپږو لوبډلو ګډون او نوښتونه بې ساري وبلل او زیاته یې کړه چې راتلونکی کال به تر دې هم زړه راښکونکي نوښتونه نندارې ته وړاندې کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي په خپله وینا کې د شپږیزې سیالۍ کې د نوښتونو په اړه خبرې وکړې. ستانکزي د خپل اداري ټیم له کار څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې، زموږ د کاري ټیم موخه تاسې ته د نویو پرمختګونو نندارې ته وړاندې کول دي او ولس به په نږدې راتلونکې کې د کرکټ نوي رنګونه وویني. ستانکزي د کرکټ پر مینه والو غږ وکړ چې د شپږیزې ټوله سیالي په خپل ګډون سره توده وساتي.
هیره دې نه وي چې له پرانست غونډې دمخه د سره فرش ځانګړې خپرونه هم له تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شوه او ټولو میلمنو ته په کې ښه راغلاست وویل شو.
ټاکل شوې ده، چې د شپږیزې رسمي سیالۍ د سه شنبې په ورځ د لړم په ۱۲ مه د کابل دالکوزي په نړیوال لوبغالي کې پیل شي، چې هره ورځ به دوه لوبې ترسره کیږي.
د شپږیزې پرانست غونډه کې د زرګونو مینه والو سربیره د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار، د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس نسیم الله دانش، اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزی، د کرکټ بورډ د مشورتی بورډ غړو، د چارو ادارې لومړي مرستیال نعمت الله سایر، عاطف مشعل او نورو غړو، د ولسي جرګې استازو، د شپږیزې سیالیو ګډون کوونکو شپږو و لوبډلو لوبغاړو او د کرکټ بورډ کارکونکو ونډه درلودله.
اداره: ##########وروره د تبصرې ځای مو غلط کړی، هیله ده د موضوع سره سم تبصره وکړئ. ډیره مننه #########