نظــر

کشاف دحج سږنۍ خطبه سمه نه ده کشف کړې

کشافقیام الدین کشاف تېره ورځ بیا فتوا صادره کړه چې دده په باور جهادي استشهادي عملیات  شرعي جواز نلري ، نوموړي په دې لړ کې په دروغو وویل چې سږکال دحج دموسم په مهال دعرفات په خطبه کې سعودي عالم شیخ عبدالعزیز آل شیخ  هم ویلي چې استشهادي بریدونه ناروا دي .
څه موده وړاندې چې حامدکرزي دغسې دروغجنه ادعاء وکړه ، نو په انټرنیټي پاڼو کې ګډونوالو په مستند ډول ثابته کړه چې حامدکرزي دروغ ویلي ، هغه مهال ګډونوالو دشیخ عبدالعزیز دخطبې ویډیویي  کلیپ نندارې ته کیښود چې ترپایه په کې نوموړي استشهادي عملیاتو ته هیڅ اشاره قدرې هم نه وه کړې ، مګر داځل  چې دعلماء دتش په نامه شورا دمشر په صفت کشاف داسې خرپنده دروغ وایي  ،

په جوته ترې معلومیږي چې دحامدکرزي غوندې دقیام الدین  هم دکشف او درک قوه خورا کمزورې ده ، نوځکه عجائب غږوي .
دروغ په شرعه کې کبیره ګناه بلل کیږي او په شریعت کې ددروغجن شاهدي ، روایت  او فتوا هم  دقبول وړ نه بلل کیږي ،  اوس چې دکرزي دشؤون اسلامي یا درباري علماءو د شورا مشر داسې صاف سوتره دروغ ویلي نو معلومیږي چې ترټولو ستر زیان یې ځان او دخپل اورګان حیثیت ته اړولی ، له دې وروسته به ددې تش په نامه عالم  او عالمانو هیڅ فتوا او خبره هم څوک وانه وري ، ځکه  د دروغجن عادي خبرې څوک نه مني نو شرعي فتوا به یې نو څوک ومني.
داچې کشاف په دروغو خوله خلاصه کړې ، معلومیږي چې دکابل د دیموکراسي خېلو واکمني خورا رسوا پړاو ته داخله شوې ده ، ځکه فارسي متل دی  چې ( ګر کفر از کعبه برخېز د کجا ماند مسلماني )  چې د رژیم دعالمانو دشورا مشر هم په دروغو پيل وکړ ، نو ته وا دغرب زده تکنوکراتانو (!)  پاټکیانو اوجنګسالارانو به څه حالت وي .
کشاف  و أذنابه ته به یې په وروستي تحلیل کې ووایو چې اوس خودې په دروغو ویلي چې دسعودي یوه شیخ داسې فتوا ورکړې ده ، چې هغه هیڅکله داسې نه دي ویلي بلکې دعربي او اسلامي نړۍ ټولو معتبرو عالمانو په بیا بیا په خپلو تصریحاتو کې لسیزې وړاندې دفلسطیني مجاهدینو استشهادي عملیات ترټولو ستر جهاد او د دیني  ایثار بې سارې بیلګه بللې وه .
خو که بالفرض المحال ستاغوندې دنړۍ یوه ګمراه عالم را ولاړ شي او داسې فتوا ورکړي ، آیا دیوشخص فتوا به  دیني اساسات او داعمالو رښتینی شرعي حیثیت بدل کړي ( ؟؟)
کلا وحاشا ، کشاف باید په دې پوه شي چې دین او دیني حلال او حرام دالله تعالی له لورې رالیږل شوي ثابت احکام دي چې داشخاصو تر ذوق تعلق نه لري ،  د دین دوه راڼه او تلپاتې اصول الهي کتاب او نبوی سنن په خپل حال سالم او ثابت پاته دي ،  چې دیني  حلال او حرام یې له مخې ټاکل کیږي ، دداسې محکمو او تلپاتې اصولو په وجود کې به بې ځایه وي چې څوک ددیني مقرراتو دتغیر بې ځایه هڅه یا اولس غولونه  کوي ، که څوک داسې څه کوي یوازې به خپلې پښې په تبر وهي او په دنیا او اخرت کې به یې مخ تور وي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x